ډار_ ویره

لیکنه: ډاکټر ماهر سادات

ډار یا ویره!

د روانشناسۍ په موضوعاتو کې مې ډېر لکچرونه د ډار او ویرې اړوند لوستې او اوریدلې مې دي په ړې لیکنه کې درته د ویرې اړوند یوه ساده طبقه بندي وړاندې کوو.

هو په ټولنه کې چې مونږ ژوند کوو طبیعي ده چې ویره به کله ناکله یا ډیر کله زمونږ ذهني,فکري ,ارادي,عملي,او روحي ثبات غیزمن کړی وي عموماً ویره په درې ډوله ده.

اول:هغه ویره چې په حقیقت کې  شتهاو باید موجوده وي مثلاً د یوه خطرناک یا لوړ ځای څخه د غورزیدلو،  د اور له بلو لمبو یاهم دیوې شدیدې جګړې په صحنه کې دا طبیعي ده چې ویره باید موجوده وي….

که تاسې له سرکه د تیریدو پروخت د موتر تکر ویره موجوده نه ويممکن تاسې ته د ژوند پر بیه تمامه شي دا  او دې ته ورته په ځینو  حالاتو  کې باید ویره موجوده وي.

دوهم ډول :هغه ویره چې موجوده او یا هم پیښیدونکې ده باید د ویری اړوند فکتورونه حل کړو او له هغې ویرې خپل روحي ثبات وګټو .

شاید تاسې سره دخپل یو پټ کړي دروغ ویره موجوده وي ، د ازموینې، د کاري انټرویو ویره موجوده وي باید اماده ګي ونيسئ او پرخپلېویرې برلاسي شئ او هغه مشکل چې تاسې یې د ویرې سره مخ کړې یاست له منځه يوسئ

دریم ډول: هغه ویره ده چې  اصلا موجوده نده مګر  ستاسې شخصیت یې اغیزمن کړی دی او دا اکثراً  پر خیال، دروغ او شبهاتو بنا دهلکه د پخوانۍ د ارواحونو اړوندې کیسې یاهم هغه خیالونه چې مونږ یې پر ذهن کې  ترسیموو چې لا واقع شوي نه وي او بیا مونږ دهمدغې تخیلاتو پر  بنا د ویرې حس پیداکوو ، دا ډول ویره اکثر روحي ناروغیو  زیږنده هم ده او دا خطرناکه ثابتیدلی هم شي او انسانباید د  صحي احتمالاتو یاهم د روانشناسې له درکه خپل مشکل  ته قناعت ووايي او له دې ویرې ځان وباسي یعنې په ټوله

کې

یا باید مونږ ویره ولرو!

یاباید د ویرې اصل ته مقابل شو او حل یې کړو!

او یا باید ویره ونلرو  او حقیقتونه درک کړو!

2 Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*