د ابن سينا په اړه لنډ معلومات / حسام الدين حسام

حسام الدين حسام

Image processed by CodeCarvings Piczard ### FREE Community Edition ### on 2018-08-23 04:48:59Z | http://piczard.com | http://codecarvings.com

پوره نوم يې:

ابو علي الحسین بن عبدالله بن الحسن بن علي بن سینا البلخي البخاري  په (ابن سینا) مشهور ؤ، فارسي نژاده مسلمان عالم او طبیب ؤ.

او همدارنګه په طب او فلسفه کې يې ډير شهرت درلودی.

نوموړی په ما وراء النهر بخارا (اوسني ازبکستان کې) ته نږدې د افشنا په کلي کې زيږيدلی ؤ.

ابو علي سینا په اصل کې افغان ؤ پلرنی ټاټوبی يې بلخ ولايت مزارشريف (اوسنی افغانستان) دی، لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې پهبخارا کې وکړې

نوموړی په ​​۳۷۰ هجري قمري (۹۸۰ ميلادي) کال کې زیږیدلی او په ۴۲۷ هجري قمري (۱۰۳۷ ميلادي) کال کې په همدان (اوسني ایرانکې) وفات شوی دی.

هغه د مشر شیخ په نوم پیژندل کیده، او لويديځوالو هغه د ډاکټرانو د امير او په منځنيو پیړیو کې د عصري طب پلار بولئ.

هغه په ​​مختلفو موضوعاتو باندې 200 کتابونه لیکلي دي، چې ډیری یې په فلسفه او طب باندې تمرکز کوي.

ابن سینا په نړۍ کې د طبابت په اړه د لیکلو کتابونو د لومړنیو کسانو څخه شمیرل کیږي.

او هغه د ابقراط و جالينوس طریقه تعقیب کړي وه.

د هغه ترټولو لوی کار په طب کې د ( القانون في الطب) کتاب دی چې په پرله پسې توګه د اوو پیړیو لپاره په اروپايي پوهنتونونو کېتدریس شو.

ابن سينا لومړنی کس ؤ چې  د مثانې د تیږو، رواني ناروغۍ، ژيړی او داسې نورو لوی امراضو علايم يې وښودل.

ابن سینا د عصري طب بنسټ ایښودونکی و چې په آخر د عمر کې په بې دینۍ مرتکب او مرتد اعلان شو.

دا هم ولولئ:   استاد پسرلی؛ په افغاني کرکټر کې د انساني ارزښتونو مدافع! - ارشاد رغاند

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*