انګیزه ولې ځپل کيږي؟عمران صمیم

عمران"صمیم"

دا مالومداره خبره ده، چې د هر کار لومړی ګام انګیزه ده.

که انګیزه نه وي، تخلق ناممکن دی.

خو انګیزه څنګه پيداکولی شو؟ او څنګه یې دوامداره ساتلی شو؟

انګیزه یعنې یوه ذهني طرحه ده، که ساده یې ووایم، د یوه کار لپاره ذهني او فکري انرژي ده.

دا انرژي لکه جسمي انرژي چې کارکولو له وجې پۀ مصرف رسیږي، او بیا اخیستو ته یې ضرورت احساسیږي، همدا ډول له منځه ځي.

موږ ډير ځله د خلکو له خولې اورو( چې ډېر بې انګیزې یم، انګیزه مې ختمه ده…)

مطلب فکر مې پۀ ټپه ودریدلی، ذهني نقشه نه لرم.

که غواړئ، کار وکړی؛ نوی تخلیق وکړی، نو اول انګیزه پيدا کړی.

انګیزه هره انسان لري، خو پۀ دوه بڼو یا به مثبته وي او یا منفي.

دواړه لاملونه هم لري. منفي چاپیریال، منفي ملګري، پۀ ځان بې باوريمنفي انګیزه درکوي. مانا دا چې د کار مخه مو ډپ کوي،ذهني ځواک مو ناامیده کوي. همدا ناامیدي منفي انګیزه بللی شو.

برعکس د دې مثبت چاپیریال، مثبت ملګري، هیله‌مندي، پۀ ځان باور، له کار او تخلق سره دلچسپيمثبته انګیزه درکولی شي.

څنګه مثبته انګیزه دومدار وساتو؟

اول: د منفي انګیزې رامنځته کولو چاپیریال څخه ځان ساتل.

دویم: پۀ ځان باور لرل، د خپل راتلونکي کار نتایجو ته خوشبینه اوسیدل.

درېیم: له خپل کار او مسلک سره مینه لرل، او فکر پۀ عمل بدلول.

څلورم: ستونزو ته نه تسلیمدل، له ستونزو د سر ټکولو پر ځای د ستونزو پۀ حل لاس پورې کول.

دا او دې ته ورته موارد کولی شي، ستاسي انګیزه دوامداره او غني وساتي.

دا هم ولولئ:   ولې یو انسان ځان وژنې ته مجبوریږي؟/سعید خان شینواري

انګیزه ولې ځپل کیږي؟

زما پۀ اند دوه علته لري. داخلي او خارجي.

داخلي علت یې دا دی: چې ته د یوه کار پۀ اړه فکري طرحه لرې، خو دغې طرحې ته د عمل جامه نه ور اغوندې؛ دوخت پۀ تیریدو سره ستادغه طرحه ورو، ورو تته کیږي، پۀ پایله کې یې عملي کولو انرژي بایلې او ذهني شوق دې محوه کیږي.

بهرنی علت: بهرنی علت یې اوسیدونکي چاپیریال اغېز دی، منفې مشورې، وسایلو نه درلودل، له بې انګیزې کسانو سره ناسته ولاړه،موضوع بار، بار د ګټې او تاوان پۀ تله تلل او نور مو انګیزه ځپي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*