ټوکې ټکالې او په اړه یې ناسم ذهنیت/ بختیار احمدزی
لکه څرنګه چې د هرې ټولنې وګړي د یو لړ بدو عاداتو درلودونکي دي همدا ډول زموږ د ټولنې وګړي هم بدبختانه له یو لړ ناسمو دودونو او همدا ډول د بدو عاداتو درلودونکي دي.
یو له هغو ناسمو عادتونو چې په ځانګړي ډول ځوانان یې لري هغه د ټوکو په اړه ناسم پوهاوی او ذهنیت دی چې نن سبا زموږ خلک یې په ډېریو مجالسو کې د یو او بل د سپکاوي او تحقیر په نیت کوي.