د هرې کړنې لپاره کلیدي نقطه پیداکړئ | ګلاب بهار
مختلف افکار او ذهنیتونه دي، چې یو څوک يې د یوې کړنې د پیل په مورد له ځانه سره لري، […]
مختلف افکار او ذهنیتونه دي، چې یو څوک يې د یوې کړنې د پیل په مورد له ځانه سره لري، […]
د خپل ریښتیني «ځان موندل» تر ټولو مهم مهارت دی. چې ځان دې پیدا کړ، بیا پوهېږې چې څهٔ وکړې،
سپرلی چې راشي نو شپولونه هم ګل ټوکوي څه ساده خلک دي د وخت بدلون ته لاره نیسي ځنډ(Procrastination) تر وروستۍ دقیقې پورې د يو کار د نه کولو عمل دی، يا تر هغې کچې يو کار ځنډول دي چې وخت (نېټه) يې تېرهشي. په کارونو کې ځنډ کول د ځاني تنظيم د ناکامۍ په توګه تعريف شوی چې ممکنه منفي پايلې ولري، د ځنډ کول اصلي لامل دا ندیګوندې د کار په وړاندې کوم لوی خنډ موجود دی بلکې دا يو عام تمايل دی چې د ډیری انسانانو یو عادت ګرځیدلی دی. کله چې موږ ځنډ کوو، نه يواځې دا چې پوهيږو موږ د يو کار کولو مخنيوی کوو بلکې په دې هم ښه پوهيږو چې دا يو ښه کار ندی خو بياهم ځنډ کوو. نو ځکه وايو چې ځنډ کولو يو معقول کار ندی. جوزف فیراري په شیکاګو ډیپول پوهنتون کې د اروا پوهنې پروفیسور او د “اوس هم ځنډ کوئ: کتاب ليکوال دی، وايي: د متحده ایالاتوشاوخوا ۲۰٪ لویان اوږدمهاله ځنډوونکي دي. څيړونکو موندلې ده چې د پوهنتونونو له ۸۰٪ څخه زیات محصلين پخپلو ورځنيو چارو کې ځنډ کوي په ځانګړي توګه د کورنۍ دندې پهتکمیلولوکې. په UCLA کمپني کې د بازار موندنې پروفیسور ډاکټر هال هرشفیلډ څیړنو ښودلې ده چې په ځنډ کولو سره موږ خپل ځان د اجنبيانو پهڅېر ګورو او زموږ د مغزو ځينې برخې واقعاَ فکر کوي چې دا د بل چا ستونزه ده، په حقيقت کې په ځنډ کولو سره موږ هغه ريښتني ګواښته هرکلی وايو چې کولای شي زموږ په کرکټر او ټولنيز ژوند ناوړه اغيز وکړي. موږ وخت نا وخته ځنډ کوو او کله مو چې فرصت مو له لاسه ووځي، بيا ارمان کوو. ځنډ کول په اصل کې يوه داسې نيمګړتيا ده چې انسان د منفي احساساتو، ستړيا، اضطراب، مایوسي، قهر، په ځان شک کول او په ټولهکې د ذهني فشار په لورې وړي. هغه کليدي دلیلونه چې خلک ولې ځنډ کوي؟ 1. په دې نه پوهيدل چې څه باید وکړي 2. د یو څه کولو په څرنګوالي نه پوهیدل 3. د يو کار د ترسره کيدو او يا نه ترسره کیدو پروا نه ساتل 4. د يو کار دترسره کولو لپاره احساس نه درلودل 5. تر وروستۍ دقیقې پورې د انتظار کولو عادت لرل تر څو په ورستۍ دقیقه کې کار وکړي.
ددغه کتاب خلاصه مې نن ولوسته،بهترين کتاب دى،او ټوله خلاصه يې په لنډو کې دا ده چې ژوند کې هيڅ
شپږم څپرکی تقریباً دوه اونۍ وروسته چې کاروان په پلمېرا کې خپل استوګنځای ته راستون شو، حفیظ یو سهار په
زهرجن خلک پرېږدئ: په ټولنیزو رسنیو کې ډېر داسې خلک شته چې منفي افکار خپروي یا داسې خبرې لیکي چې
یوه ورځ تصادفي دوه چونګښې يوې ژورې کندې ته ور وغورځیدې. هر څومره هڅې یې چې کولې، له کندې یې
ځینې خلک چې د سختۍ شتون سره مخ وي، پر یوې غلطې معما باور لري. دوی د هغه څه هڅه
کله چې ته غلطي کوې لکه ضرب الاجل ته په وخت ځواب نه ورکوې یا دا چې د یوه پروپوزل
تر دویمې نړیوالې جګړې، امریکا ټولې نړۍ ته د موټرو ستر صادروونکی هیواد و. د هر انسان په ذهن د
د ښځي مال او شتمني د هغې خپله وي او له هغې شتمني به ذکات ورکوي. دا ښه خبره ده
ناکامي کولای شي چې لوی اتل مو ونوموي، خو که اجازه مو ورنه کړه او ژر تسلیم شوی نو د