ورزش

تحلیلونه, سیاست, ورزش

ورزش د دیپلوماسۍ د ترویج لپاره: په افغانستان کې د ورزشي دیپلوماسۍ ځواک – OpEd

 ورزشي دیپلوماسي د یوه ملت د نړیوالو اړیکو د پياوړتیا، د متقابل درک د فرهنګ د ترویج او د یوه ملت د تصویر بیا رغولو لپاره قوي وسیله ده. افغانستان چې له ډېره وخته جګړې او بې ثباتۍ سره مخ دی، ورزش یې د ملت د یو کولو وسیله او د نړیوالو اړیکو یو پُل کېدلای شي. سره د دې چې ورزش دومره بالقوه ګټه لري، خو بیا هم افغانستان لا نه دی توانېدلی چې ورزشي دیپلوماسي د یوې ستراتیژيکې وسیلې په توګه په نړیوالو اړیکو کې وکاروي.

کرېکټ په افغانستان کې نوي نسل لپاره په انګزیزې او  د هیله منۍ په سمبول بدل شوی او په هیواد کې دننه او بهر د کرېکټ د برخې لاس ته راوړنې پام وړ دي. د افغانستان له سُنتي ورزش اوزلوبې (بزکشۍ ) نیولې تر فوټبال، والیبال او نور ورزشونه هم دا وړتیا لري چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو او قومونو کې یووالی او اړیکې او همدارنګه له نړۍ سره د افغانستان اړیکې رامنځته او پياوړې کړي.

سیاست, ورزش, ټولنیز علوم

د افغانستان په دیپلوماسۍ کې د ورزش ونډه / شهزاد آریوبي

د ورزشي دیپلوماسۍ مفهوم، د دیپلوماسۍ په وده او د هیوادونو ترمنځ د ښو اړیکو په پياوړتیا کې مهمه ونډه لري. افغانستان که چېرې ورزش له نورو خلکو او ملتونو سره د اړیکو رامنځته کولو د وسیلې په توګه وکاروي، نو دا فرصت لري چې خپل استعدادونه نندارې ته وړاندې کړي او له نورو هیوادونو سره قوي اړیکې رامنځته کړي، سره د دې چې تراوسه له دې، د دیپلوماسۍ د ترویج لپاره کار نه دی اخیستل شوی.

Scroll to Top