د سمڅې ياران ناول د قوت ټکي / حفیظ الله بشارت
دا څلورم ځل دی چې د پښتو ادب په پنځېدلو ناولونو کې زه د نړیوال کېدلو قوت وینم، له دې مخکې د “جهالت پېړۍ، کوچی ملا، د احمدي صاحب په ټولو ناولونو کې د غڼې ځاله” یو له هغه ناولونو څخه دي چې موږ نه تنها په پښتو ادب کې پرې حساب کولی شو، بلکې د نړۍ له ځينو ناولونو سره یې هم په سیالۍ اچولی شو.