د اومې برخې وروستۍ جملې
په دې وخت کې حفیظ ته یو فکر ورغی، دی له ځایه پاڅېد او کړکۍ ته ورغی. ویې لیدل چې کړکۍ ته د لګېدلې جالۍ سوري دومره کوچني وو چې مرغۍ په کې نه شوه رادننه کېدای. په دې وخت کې د پاتروس خبره وریاده شوه او ځان سره یې په لوړ غږ تکرار کړه: (که ستا د بري هوډ قوي وي، نو ناکامي دې نه شي ماتولای.)
بېرته خپل بکس ته راستون شو. لاس یې ورښکته کړ. یو څرمني لیک یې را واخیست او ورو ورو یې پرانیست. وېره یې ورکه شوه. بیا یې مرغۍ ته وکتل. هغه هم تللې وه. یوازې د ډوډۍ او پنېر څو کپونه پراته وو او دا ددې ثبوت و چې مرغه یې ښه په جرأت لیدلې وه. حفیظ لیک ته ولیدل. عنوان یې (لومړی لیک) و. لوستل یې پيل کړل…
اتمه برخه (لومړی لیک)
ما نن نوی ژوند پيل کړ. خپل پخوانی پوټکی مې وغورځاوه، هغه پوټکی چې له ډېره وخته یې د ناکامۍ خاپونه او د عادي ژوند کولو دردوونه لیدلي وو.
زه نن له سره زېږېدلی یم او په داسې یوه بڼ کې زېږېدلی یم چې د هر چا لپاره په کې میوه شته.
نن به زه د دې باغ له لوړو او ډکو ونو د پوهې میوې راټولې کړم. دا میوې زما د مسلک هغو متخصصینو کرلي چې له ما مخکې یې په دې نړۍ کې ژوند کړی او دا باغ همداسې نسل په نسل پالل شوی او پاتې شوی دی.
نن زه به له دغو ونو او بوټو میوې راټولې کړم، هغه به وخورم، په دې کې د بریالیتوب پټ زړي او شربتونه به تېر کړم او دا به په ما کې یو نوی ژوند را زرغون کړي.
زه چې په دا کوم کار پیلوم، په دې کې ډېر زیات فرصتونه هم شته، ناکامۍ هم لري او نهیلۍ هم په کې ښې پرېمانه دي. په دې لاره تللي خلک د یو بل په اوږو پورته شوي چې تر ټولو لوړې څوکې ته وخېژي.
نور به زما د هڅو پایله ناکامي نه وي. لکه څنګه چې دې طبیعت زما د بدن لپاره درد د اړین شرط په توګه نه دی ټاکلي، همداسې یې زما د ژوند لپاره ناکامي اړین شرط نه دی ګڼلی. پخوا مې دا درد او ناکامي زغملي وو، خو اوس نور یې نه منم. زه د هغه پوهې او اصولو خپلولو ته چمتو یم چې ما له دې تیارې د شتمنۍ، موقف او خوښۍ رڼا ته وباسي.
که څوک تل ژوندی وي، ژوند به ورته هر څه ور وښيي، ور زده به یې کړي، خو له بده مرغه زه په نړۍ کې تل ژوندی نشم پاتې کېدی. زه باید په دې محدود وخت کې د حوصلې کولو هنر زده کړم، ځکه د طبیعت د کارونو هېڅ تادي نه وي. زیتون د ونو پاچا وي، خو میوه یې سل کاله نیسي. پياز په نهو اونیو کې راشنه کېږي. ما تراوسه د پياز ژوند کاوه، خو هېڅ خوښي یې رانه کړه. اوس به زه زیتون کېږم او د نړۍ ستر سوداګر به له ځانه سازوم.
خو دا هر څه به څنګه کېږي؟ زه خو دغومره لوی ځای ته رسېدو لپاره نه پوهه لرم او نه تجربه، مانه خو ډېرو خلکو مخ اړولی دی او پخپله مې په ځان زړه خوږېږي. ددې پوښتنې ځواب اسانه دی. زه به خپل ژوند داسې پيل کړم چې د بې ضرورته پوهې او نیمګړې تجربې هېڅ پېټي به راسره نه وي. ماته په دې نړۍ کې تر بل هر ژوندي موجود ډېره پوهه او ډېره غریزه راکړل شوې ده. د تجربو پر ارزښت یوازې هغه سپین ږیري غږېږي چې هرې خبرې سره سر خوځوي او ساده ساده غږېږي.
زه دا نه وایم چې تجربه ښه نه ده، تجربه انسان ته درس ورکوي، خو د انسان د ژوند ډېر کلونه نیسي، د هرې پوهې لپاره خپل یو وخت وي، د دغه وخت تېرېدل د تجربې د درسونو ارزښت کموي. اخر چې انسان مړ شي، دغه درسونه هم هسې ضایع شي. بله دا چې تجربه وخت په وخت بدلېږي. کوم کار چې نن بریالی او ګټور دی، سبا ښايي ناکام او بې ګټې وي.
یوازې اصول پاتې کېږي، کوم اصول چې ما بریالیتوب ته رسوي، هغه ټول په دې لیکونو کې لیکل شوي دي. په دې لیکونو چې څه لیکل شوي، دا ماته بریا تر ترلاسه کولو دا ډېر ښيي چې له ماتې به څنګه ځان ساتم، ځکه بریالیتوب یوازې یو ذهني حالت دی. بري ته به زرګونه خلک زرګونه تعریفونه لري، خو د ماتې یا ناکامۍ تعریف یو دی: ناکامي دا ده چې انسان په ژوند کې خپلې موخې ته ونه رسېږي، هغه موخه یې که هر څه وي. د بریالیو او ناکامو انسانانو توپير یوازې د دوی په عادتونو او خویونو کې دی. ښه عادتونه د ټولو بریاوو کونجي ده. بد عادتونو ناکامې ته غځېدلې لارې دي. نو زه به لومړی اصل عملي کوم، لومړی اصل د نورو اصولو اساس دی او هغه دا دی چې: په ځان کې به ښه عادتونه پيدا کوم او همدا به پالم.
ماشومتوب کې مې خپل ناڅاپي فکرونه پایلل، خو اوس خپل عادتونه پالم، ځکه دوی وده کړې ده. زه اوس هغو عادتونو ته تسلیم یم چې په تېرو کلونو کې مې خپل کړي دي او زما د تېر عمر غوښتنو او تمایلاتو داسې یوه لاره سازه کړې ده چې زما ژوند ګواښي. زما اعمال زما د غوښتنې، جذبې، تعصب، غریزې، مینې، وېرې، چاپېریال او عادتونو په واک کې دي او په دې ټولو کې بد او ظالم شی عادت دی. زه باید خپل تېر عادتونه وران کړم او ځای یې نویو عادتونو ته ساز کړم.
زه به ښه عادتونه خپل کړم او بیا به د همدې ښو عادتونو پيروي کوم.
دا ښه عادتونه به څنګه جوړوم؟ د دغو لیکونو په مرسته به دا کار کوم، هر لیک کې ځینې اصول لیکل شوي دی، دا اصول به زما له ژونده بد عادت لرې کوي او د هغې پرځای به داسې عادت رامنځته کوي چې ما بریالیتوب ته نږدې کړي. دا هم د طبیعت یو قانون دی چې عادت یوازې په عادت ماتېږي. نو په دغه لیک کې د راغلو کارونو کولو لپاره باید زه ځان د لومړي عادت لپاره منظم کړم، لومړی عادت دا دی:
زه به دا هر لیک د ښودل شوې طریقې له مخې دېرش ورځې لولم او له هغې وروسته به بیا بل لیکم ته ورځم.
لومړی به لیک ځان سره ولولم، بیا به یې په لوړ غږ ولولم. د غرمې ډوډۍ مې چې وخوړه، ورپسې به دغه لیک ځان سره لولم. بیا چې څنګه د ورځې اخر ته نږدې شوم، دغه لیک به بیا لولم، خو مهمه دا ده چې دا وخت به یې په لوړ غږ لولم.
په سبا به بیا همداسې کوم او دغه طریقه به تر دېرشو ورځو یا یوې میاشتې جاري ساتم. یوه میاشت چې پوره شوه، بیا به بل لیک را اخلم او هغه به هم په همدې طریقه لولم. زه به دا طریقه تر هغې روانه ساتم چې یوه میاشت له دغه لیک سره سم ژوند وکړم او دغه لوست زما عادت شي.
د دې عادت ګټه څه ده؟ د ټولو خلکو د لاس ته راوړنو پټ راز په همدې کې دی. زه چې دغه لیکونه هره ورځ لولم، دا زما د فعالو ماغزو برخه وګرځي، بلکې مهمه دا چې زما د لاشعور برخه به وګرځي، دا نو د عجایبو هغه زېرمه ده چې تل فعاله وي، خوبونه مې جوړوي او په ما هغه کارونه کوي چې زه پرې بیخي پوهېږم نه.
د دغو لیکونو توري چې څنګه زما لاشعور کې جذب شي، زه به هره ورځ له داسې انرژۍ سره را پاڅېږم چې له دې مخکې مې هېڅ نه پېژندله. ځواک به مې په زیاتېدو شي، شوق به مې لوړ شي. زه به چې هر سهار له خوبه پاڅېدم، نړۍ سره له مخ کېدو به وېرېدم، خو اوس به مې د نړۍ لیدو شوق پر دې وېرې برلاسی شي او زه به د شخړو او خفګانونو په دې نړۍ کې دومره خوشالم چې فکر مې یې نه کاوه.
ماته په دې لیکونو کې د ځینو کارونو سپارښتنه شوې ده، خو ځینو حالاتو به زه دغو کارونو ته نه پرېښودم. څومره چې مخکې ځم، ورو ورو به زه دغه حالاتو په مقابل کې غبرګون ښيیم، د لیکونو سپارښتنې به عملي کوم. دغه کارونه او غبرګونونه به راته ورو ورو آسانه شي، ځکه هر تکرار او تمرین آسانه کېږي.
په دې توګه به یو نوی او ښه عادت خپل کړم. څوک چې یو کار تکراروي هغه ورته آسانه کېږي او همدا تکرار یې بیا انسان ته خوند هم ورکوي، د کوم کار کول چې انسان ته خوند ورکوي، انسان هماغه کار ډېر تکراروي. زه چې دغه کار تکراروم، نو عادت به مې شي، زه بیا د همدې تابع شي، خو دا چې ښه عادت به وي، نو زه همدا غواړم.
نن زه نوی ژوند پيلوم.
زه نن ځان سره دا قوي ژمنه کوم چې هېڅ شی به زما د نوي ژوند د پرمختګ مخه نه نیسي. زه به دغه لوست یوه ورځ هم نه قضا کوم، ځکه نه بیا هغه ورځ تکرارېږي او نه یې بدیل پیدا کېږي. زه به د ورځنۍ مطالعې دغه نه ماتوم او باید مات یې هم نه کړم. زه چې هره ورځ د مطالعې دغه عادت ته یو څو شېبې وخت ورکوم، دا اصلاً د هغه خوښۍ او بریا کوچنۍ بیه ده چې وروسته به زما په نصیب کېږي.
زه چې دغه لیکونه لولم او بیا یې سپارښتنې تعقیبوم، که څه هم لیکونه به لنډ وي او کلیمې به یې ساده وي، خو دغه لنډوالی او ساده توب په دې معنا نه وي چې زه به د لیکونو پیغام ته چندانې ارزښت نه ورکوم. په لوی پنډ میوو کې لږې اوبه وي، نور زړي او پوټکې یې خلک لرې غورځوي. نو د پوهې په دغو میوو هم کلونه تېر شوې دي. لوړې ژورې یې ليدلي دي. زړي او پوټکي یې باد وړي، يوازې مغز یې پاتې دی، دغه ټکي او کلیمې ددې میوو اصلي شربت دی. ماته چې څنګه لارښوونه شوې، دغه شربت به هماغسې څښم او یو څاڅکی به یې هم نه ضایع کوم، د بری زړي به په همدې کې له ستوني ښکته کوم.
نن ما خپل پخوانی پوټکی غورځولی دی. زه به د خلکو منځ ته ورځم، خو هغوی به مې نه پېژني، ځکه زه نن نوی انسان یم او نوی ژوند مې پیل کړی دی.