اووم څپرکی
له دمشق ښاره لویه کلا چاپېره وه. حفیظ په خپل څاروي سپور د ښار په ختیځه دروازه ننوت. دی په سیده لاره روان شو، شکمن و، وېره ورسره وه او د بازار سلګونه غږونو یې په زړه کې دا وېره نوره هم زیاته کړه. د پاتروس په څېر لوی کاروان سره لوی ښار ته ننوتل جلا خبره وه، خو داسې یوازې راتګ یې هغسې اسانه نه و. د کوڅې دوکانداران پرې راتاو شول، هر چا خپله سودا راخیستې وه او له یوه بله یې ډېرې چیغې وهلې. په وړو وړو دوکانونو تېر او هغه بازار تېرېده چې د زرګرانو، مېسګرانو، موچیانو، اوبدونکو او نجارانو د لاس تولیدات یې په کې ايښي وو. هر ګام به یې چې اخیست له یوه بل سوداګر سره به مخ کېده، لاسونه یې لپه کړي وو او دعا یې کوله.
مخامخ ورته د بازار له لویدیځ دیواله هاخوا د هرمن غر ښکارېده. سره ددې چې اوړی و، خو د غره څوکه سپینه وه او داسې ښکارېده لکه لاندې بازار ګڼې ګوڼې ته په پوره زغم او استقامت متوجه وي. بالاخره حفیظ له دې مشهورې کوڅې ووت او د اوسېدو د یوه ځای پوښتنه یې وکړه، دا ځای یې په ډېره اسانۍ د موشا په نوم یوه مېلمستون کې پيدا کولای شو. د دې مېلمستون خونې پاکې وې، ده ورته د یوې میاشتې کرایه مخکې ورکړه په دې توګه یې د مېلمستون له خاوند اتینون سره یوه میاشت اوسېدل پاخه کړل. بیا یې د مېلمستون شاته خپله قچره وتړله، پخپله یې په برادا سیند کې ولامبل او بېرته خپلې کوټې ته راستوون شو.
د لرګي کوچنی بکس یې د خپل توشک پښو ته کېښود او لګیا شو پرې اوښتې څرمني پټۍ یې خلاصولې. د بکس سر په اسانۍ خلاص شو او دې په کې لاندې پرتو لیکونو ته وکتل. بالاخره یې دننه لاس ننویست او په څرمني تاوو شویو لیکونو یې ګوتې ولګېدې. داسې یې احساس کړه لکه دا لیکونه چې ژوندي وي، زر یې بېرته لاس رادې خوا کړ. پاڅېده، یو څو قدمه یې د هغې وړې کړکۍ خواته واخیستل چې جالۍ پرې لګېدلې وه، خو له نږدې بازاره په کې غږونه راتلل. ده چې د هغو غږونو خواته ولیدل په زړه کې یې شک او وېره بیا پيدا شو او داسې یې احساس کړه چې پر ځان یې باور کمېږي. سترګې یې پټې کړې، سر یې دیوال ته تکیه کړ او ښه ډېر یې وژړل، ځان سره یې ویل:
– زه څومره لیونی یم، داسې ارمان مې کاوه چې یوه ورځ به دا د اوښانو ساتونکی هلک د نړۍ ستر سوداګر وي، خو زه دومره بې جرأته یم چې د سوداګرو د زېرمتونونو کوڅې ته نه شم ورتللی. نن مې سلګونه سوداګر ولیدل چې په خپل کار کې تر ما ډېر تکړه دي. ټول تکړه وو، خوشبینه وو او مقاومت یې درلود. ټول داسې ښکارېدل لکه د بازار دې ځنګل کې چې مقاومت کولو ته ښه تیار وي. زه څومره سادوم چې دا فکر مې کاوه، زه دوی سره سیالي کولای او ترې مخکې کېدلای شم. پاتروسه، زما مشره پاتروسه، زه وېرېږن چې بیا به دې ناکام کړم.
د سفر جامو سره په توشک پرېوت او همداسې په سلګو سلګو ویده شو.
بېرته چې راویښ شو سهار و. له سترګو پرانیستو مخکې یې د بازار غږونه واورېدل. بیا کېناست، په بې باوره نظر یې خلاص بکس کې پرتې کڅوړې ته وکتل. بیا یې کړکۍ ته ورمنډه کړه، بهر یې ولیدل، د مرغیو سیل د انځرو په ونه کې ناست و او نوي سهار ته یې د ښه راغلاست سندرې ویلې. ده چې ولیدلې ځينې مرغۍ یې کړکې ته هم راغلې وې، خو دی چې څنګه ور وخوځېده هغه زر والوتې. حفیظ بېرته راستون شو او پروت بکس ته یې ولیدل. کړکۍ ته بېرته مرغۍ راستنه شوه او ده ته یې کتل.
حفیظ ورو ورو بکس ته ورغی او لاس یې ور تېر کړ. مرغۍ راغله په لاس یې کېناسته، حفیظ ځان سره وویل:
– تا غوندې زرګونه مرغۍ بهر وېرېدلي دي، خو ته دا جرأت درلود چې له کړکۍ دننه راننوځې.
مرغۍ د حفیظ په لاس کلکه ټونګه ووهله. ده زر واخیسته او هغه مېز ته یې یوړه چې ډوډۍ او خواړه پرې ايښي وو. واړه کپونه یې رامات کړه او خپلې وړې ملګرې ته یې د خوراک لپاره کېښودل.
په دې وخت کې حفیظ ته یو فکر ورغی، دی له ځایه پاڅېد او کړکۍ ته ورغی. ویې لیدل چې کړکۍ ته د لګېدلې جالۍ سوري دومره کوچني وو چې مرغۍ په کې نه شوه رادننه کېدای. په دې وخت کې د پاتروس خبره وریاده شوه او ځان سره یې په لوړ غږ تکرار کړه: (که ستا د بري هوډ قوي وي، نو ناکامي دې نه شي ماتولای.) 8
بېرته خپل بکس ته راستون شو. لاس یې ورښکته کړ. یو څرمني لیک یې را واخیست او ورو ورو یې پرانیست. وېره یې ورکه شوه. بیا یې مرغۍ ته وکتل. هغه هم تللې وه. یوازې د ډوډۍ او پنېر څو کپونه پراته وو او دا ددې ثبوت و چې مرغه یې ښه په جرأت لیدلې وه. حفیظ لیک ته ولیدل. عنوان یې (لومړی لیک) و. لوستل یې پيل کړل…