کتاب څنګه لنډيز کړو او ګټه يې څه ده؟/ ژباړه: عاقب عمر

ډېر وخت داسې شوي دي چې یو کتاب مو لوستی وي او بیا یې چې چېرته ووینو، له یاده مو وتلی وي چې دا کتاب د څه په اړه و؟ حتا هغهکتابونه چې یو وخت مو بې‌حده مینه ورسره لرله او هغه وخت مو یې له لوستلو ډېر خوند هم اخیستی، مګر اوس مو په یاد نه دي چې له دېکتابه مې ولې خوند اخیستی، يا څه شی پکې راته جالب او په زړه پورې وو؟ یا د کتاب په یوه ځانګړي مطلب او برخه پسې ګرځو او په یادمو نه وي چې دا مې چېرته لوستي وو یا په کوم کتاب او داستان کې وو؟ د دې سوالونو د حل لپاره یو شی له موږ سره مرسته کولای شيچې هغه د کتاب او داستانلنډيزدی. که د هغه کتاب، چې لولو یې او یا هغه کتابونه چې راته مهم دي، یو یو لنډیز له ځان سره ولرو، نوهم به مو کتاب په یاد وي او هم به د ضرورت په وخت کې سرګردانه نه وو. په لومړي سر کې دا کار سخت او ستونزمن برېښي، خو ډېراسانه دی.   

ــ یاداښت نیول:

۱که له ځان سره کتاب لرئ او یا په موبایل و کمپيوټر کې مطالعه کوئ؛ نو د کتاب په حاشیو، د موبایل په کتابچه او یا خپله کتابچه کېدرسره یاداښت ونیسئ. دا کار مو د مطالعې خوند یو پر دوه چنده ښه کوي، ځکه چې د خوښې جملې مو په نښه کوئ او تر لاندې یېکرښې کاږئ. ګونګې جملې او کوم سوالونه چې درته پیدا کېږي، په نښه او ولیکئ.

۲د کتاب د اصلي کرکټرونو  په اړه درسره یاداښت ونیسئ. نومونه یې ولیکئ،  هر یوه کومه ځانګړنه درلوده او کوم کارونه یې کول، درسرهویې لیکئ.

۳که اړتیا یې وه نو کتاب درسره په څو برخو ووېشئ. داستان څنګه شروع کېږي؟ په داستان کې کومې مهمې پېښې رامنځته کېږي اوڅنګه پای ته رسي؟

۴ټول کتاب په یوه جمله کې راونغاړئ. د کتاب اره موضوع ولیکئ. کومه موضوع پکې بیا بیا تکرار شوې؟ د مثال په توگه د داستان داصلي کرکټرونو پېښو، خبرو  او عمل ته ښه په غوره پام وکړئ.

ــ د کتاب لنډيز:

د کتاب لنډيز، وروسته له لوستلو ولیکئ. د مطالعې په جریان کې چې مو کوم یادښتونه لیکلي، هغه هم په لنډیز کې راوړئ.

۱د پېښو ترتیب ته تغیر مه ورکوئ. له کومه ځایه چې پیل شوې، له هماغه ځایه يې شروع کړئ او په کوم ځای کې چې ختم شوې، پههماغه ځای يې پای ته ورسوئ.

۲د لنډیز په لومړي سر کې د لیکوال په اړه په تفصیل خپل لنډيز پيل کړئ. وروسته د کتاب د نامه او داستان په اړه لنډه توضیح ورکړئ. بیا د داستان اصلي ټکو ته ورشئ؛ کومې مهمې پېښې پکې رامنځته کېږي چې داستان پر مخ بیایي؟ د داستان اره موضوع ولیکئ او خپللنډیز پای ته ورسوئ.

۳د کتاب په لنډیز کې خپل شخصي نظر مه لیکئ.

  

۴هغه جملې چې د کتاب لوستلو پر مهال مو له ځان سره یاداښت کړې، هغه هم د کتاب په لنډيز کې راوړئ؛ تر څو د کتاب د اصلي متنسره ستاسو د لنډیز  اړیکه پيدا او په حالب شي.

۵که چېرې د کتاب د کرکټرونو شمېر زیات و او ټول مو په یاد نه پاتې کېدل او یا یې د مطالبو ترمنځ رابطه پېچلې وه؛ نو کولای شئ چې د«نمونه ګیرۍ» د ونې له تګلارې څخه کار واخلئ. په دې تګلاره کې لومړۍ اره موضوع د کاغذ په منځ کې لکه د ونې نار داسې ولیکئ اووروسته نورې فرعي پېښې او نومونه د ونې د ښاخونو او پاڼو په بڼه ورسره شاوخوا ولیکئ او له اصلي موضوع سره وپېیئ!    

نوټ: کله چې مو کتاب دا ډول لنډیز کړ، پام کوئ چې په ټولنیزو رسنیو کې یې خپور نه کړئ. که یې خپروئ، نور یې هم لنډ کړئ. ځکهتاوان یې دا دی چې هرڅوک دا ډول لنډیز ولولي، بیا د ټول کتاب لوستلو ته زړه نه ښه کوي. بل تاوان یې دا دی چې د لیکوال، ژباړونکي اوخپرندویه ټولنې سره خیانت دی. بیا یې نه څوک کتاب اخلي او نه یې لولي.

Scroll to Top