په ژمنه وفا كول يا د ژمنې سرته رسول، د انسان کرکټر جوړوي، ژمن او هوډمن انسان تل تر نورو مخکې موخو ته رسېدلي دي.
په ژوند او چاپیریال کې نورو انسانانو ته ژمن پاتې کېدل د مېړانې او انسانیت نښې او نښانې دي، که غواړئ ټاکل شوو موخو ته تر نوروژر ورسېږئ پخپلو کړو ژمنو عمل، له دروغو او خیانت ځان ساتل ستاسې نوښت پېلامې دي او په ژوند کې ستاسې د کرکټر استازیتوبکوي.
ښه اعمال او نېک خویونه ډېر زیات دي، چې هر یو یې په خپل ځای کې لکه: کورنی ژوند، ټولنه او ورځینو چارو کې د انسان په دریځ اوشخصیت مستقیمه اغیزه لري.
ښه او نېک اخلاق د انسان ګاڼه ده په انسان کې داسې یو لړ صفتونه شتون لري،چې انساني جوهر یې نوموي لکه:ژمنتیا، رېښتینوالی اویووالی، اسلام هم مسلمانانو ته د ژمنتیا او رېښتینوالي لارښوونه او ټینګار کړی دئ او له بدو اخلاقو لكه: دروغ ويل، د ژمنې ماتول یا سرته نه رسول، په امانت کې خیانت کول او ژمنتیا ته ژمن نه پاتې کېدل یې د بدمرغه او منافق انسان نښې نښانې بیان کړې دي.
د ژمنتیا په اړه حضرت محمد ﷺپه یو حدیث کې فرمایلي دي:«عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: “آيَةُ المُنَافِقِ ثَلاَثٌ: إِذَاحَدَّثَ كَذَبَ، وَإِذَا وَعَدَ أَخْلَفَ، وَإِذَا اؤْتُمِنَ خَانَ“»
ژباړه:«له ابوهریره (رضى الله عنه) څخه روایت دی چې نبي کریم ﷺ فرمايي:[منافق لره درې نښې دي: اول کله چې خبري کوي دروغ بهپکې وایي، دوهم کله چي ژمنه وکړي ژمنه ماتوي، دریم په امانت کې خیانت کوي]»
د ژمنې ماتول ؛ يا سر ته نه رسول ، ژمنتیا ته ژمن نه کیدل ، په ټولنه کې د انسان وقار، شخصیت او دریځ را ټیټوي، که انسان يو ځل داکار وکړي او په دې کار مشهور شي بیا په کورنۍ، ټولنه، هېواد، ورځني ژوند، او ورځنیو چارو کې پرې هېڅ څوک باور نه کوي او تل دخلکو په منځ کې بي باوره او بي وقاره شخص بلل کیږي.
یو شمېر اخلاق فردي دي زیان او ګټه یې یو فرد ته رسیږي؛ مګر ډېری شمیر نور یې بیا ټولنیز اړخ لري، د ټولنې بنسټ جوړوي او لهټولنیزو ارزښتونو څخه ګڼل کیږي.
انسان د ټولنیز مخلوق په توګه اړ دئ چې پخپل ځان کې داسې نېک خویونه پیدا او وروزي، چې د نورو په وړاندې د یو بشپړ انسان پهتوګه د احترام او درناوي وړ شي د هغو څخه ( ژمنتیا او ژمنې سرته رسول دي) چې په ژوند کې ډیر اړین رول او ډېرې ګټې لري.
ژوند د ژمنې په اساس پیلیږي، چې ورسره ذهنې، فکرې، چاپیریال ځان عیاروي؛ له همدي ځایه د فردي ژمنتیا تیږه یا بنسټ ایښودلکیږي.
انسان په ژوند كې له دریو مسولیتونو څخه تیریږي!
د انسان لومړی مسئوولیت: د ورځینو چارو تر سره کولو لپاره ژمنتیا ده چې باید د خپل پرمختګ،ښې پوهې ، بریالیتوب، لپاره کار او ښهزیار او کوښښ وکړي، چې له امله د انسان د فکر، ذهن او استدلال قوه پراخیږي او انسان هېڅکله د خپل ژوند د خنډونو، ننګونو تراغیزې او د هغه ښکار نه کیږي او دا وړتیا پیدا کوي چې ورځني مسئوولیتونه په بریالۍ توګه سرته ورسوي.
دوهم مسئوولیت: د کورنۍ په اړه چې وروسته د فردي ژوند څخه پیليږي انسان ژمن وي چې د خپلي کورنۍ د پرمختګ، هوساینې،روښنایۍ او سوکالۍ لپاره هر ډول مرسته او ورکړل شوی مسئوولیت په ډېر شوق ، مینې او محبت سره ادا او پای ته ورسوي او تل ژمنېته ژمن پاتې شي چې دا کار د اعتبار رامنځته کولو او د کورنۍ د پرمختګ او هوساینې سبب کیږي.
درېیم مسئوولیت: د خپل هېواد ،ټولنې او خلکو په اړه،
د مثال په توګه: یو ولسمشر د خپلو هېواد والو په اړه مسئوولیت لري تر څو د خپل هېواد او هېوادوالو د پر مختګ او هوساینې لپاره هر ډولمرسته او همکاري کوي
د ښه او پرمختللي نظام راوستل ، د لوړو زده کړو چاپیریال برابرول، د هیواد والو د هوساینې او سوکالۍ چاپیریال برابرول، د ځوانانو دپرمختګ لپاره د کاري چاپیریال برابرول، د دوی د تامین او جوړولو لپاره كار او هڅه کول او عملې بڼه ورکول او ثابتولو ته د یو پادشاه پهتوګه باید ژمن وي.
کېدای شي چې د بریا په لار کې خنډونو، ستونزو او سختو کړاوونو سره مخامخ شئ، له داسې حالاتو او حادثاتو سره به مخ شئ چېتمه او توقع یې هم نلرئ، دغه مهال یوازینی شی چې درسره مرسته کولای شي او لار مو پرانستلی شي هغه ژمنتیا او رېښتینی پاتېکېدل دي.
په ژوند او چارو کې ژمنتیا ددې سبب ګرځي تر څو نور ځانته را جذب، خپل باور زیات او ټولنې ته ښه کرکټر وړاندې کړئ
هغه وخت نور په تاسې باندې باور کولای شي؛ کله چې خپلې موخې ته ژمن وئ؛ ژمنتیا یوازینی شی دي چې له بدمرغیو او خنډونو سرهمقاومت کولای شي که هر څومره هم ولوېږئ او مات شئ خو که ژمن وئ؛ هېڅکله نه ماتیږئ ، بلکې پر مخ ځی.
ښایی د غلا او درغلۍ ځاله یوه ورځ ویجاړه شي؛ مګر د ژمنتيا او ژمنې ماڼۍ تل ټینګه او پر خپل ځای ولاړه وي.