ټولنیز ساینس او پرمختګ / خیال شینواری

اقتصاد، سیاست، ارواپوهنه، ټولنپوهنه او انټروپولوژي په ټوله کې د ټولنیز ساینس جلا او ډېرې لؤي برخې دي چې هره یوه برخه ئې خوراپیچلې او د ډېرو مهمو موضوعاتو ټولګه ده. د ټولنیز ساینس نوم او د یو لوي علم په توګه د شلمۍ میلادي پیړۍ په جریان کې رامنځ ته اوتر اوسه د ډېرو لویو لاسته راوړنو او نوښتونو شاهدي ورکؤي. زموږ په ټولنه کې د ټولنیز ساینس پرمختګ د امریکايي امپریالیزم تراستعمار وروسته په ځينو سیمو کې په تدریجي ډؤل رامنځ ته شو. دلته یوه مهمه خبره باید په یاد ولرو چې پورته علمونه یوه ډېره تاریخيمخینه لري، خو د ټولنیز ساینس په توګه ئې په شلمه م پیړۍ کې شهرت پیدا کړ.

دا برخه له موږ سره د یوې پرمختللې ټولنې په جوړولو کې مرسته کؤي چې د فرد او ټولنې ترمنځ د اړیکو مثبتولو او د ټولنې په وړاندې دخنډونو او فرصتونو په اړه تیوري، نظریاتي او عملي اقدام کؤي. ټولنیز ساینس د څو ټولنو د یو ځای کولو لپاره د مختلفو برخو کار اخلياو کولای شي چې په پراخه کچه په ځان بسیا ټولنه رامنځ ته کړي.  په کومه ټولنه کې چې اخلاقي، سیاسي، رواني ستونزې او اقتصاديمشکلات زیاتیږي یواځې ټولنیز ساینس دی چې  ددې ستونزو د حل په برخه کې مرسته کؤي.

په ټولنیز ساینس کې هر  یو، لکه اقتصاد پوه، ارواپوه، ټولنپوه، سیاست پوه خپله ونډه لري او ددې مسؤل دی چې یوه وروسته پاتې ټولنه لهکړاوونو او سختیو وباسي.

ټولنیز ساینس د تعلیمي سیستم په ډول په ځينو هیوادونو کې جلا مکتبونه لري او په ځينو هیوادونو کې ورته څلور کلن پوهنتون خاصشوی دی. پایله داده چې د ټولنیز ساینس هر زده کوونکی او ښوونکی د تدریس او زده کړې ترڅنګ په دې مکلف دی چې يوه وروسته پاتېټولنه چې څومره زر کیدای شي باید په دې برخه راپورته او په حرکت راولي، که یواځې تدریس او زده کړه جریان ولري او نوره مبارزهونکړي بیاهم د ټولنیز ساینس یوه مکمله برخه پاتې ده، پکار ده چې په ریښتینې توګه د ټولو چلنجونو په وړاندې له اختیاطي مبارزې کارواخیستل شي.

زموږ یوه ستونزه داده چې یو څه لولو خو ځان پرې نه پوهو، شائد ځان هم پوه کړو خو د استعمال په ساحه ئې نه پوهیږو، چې دا ستونزهزموږ د اسلامي او افغاني ټولنې د وروسته پاتې کیدو لوي لامل دی. موږ ته پکارده چې هر فرد د خپل فکر په اندازه د یوې مثبتې ټولنې پهرغاؤي کې ونډه واخلو

Scroll to Top