لنډه کیسه
ټخ ټټټخخ ټخ
سړي سر نه شؤ اچتولای په مورچه یې دمرمیو باران ؤ.
خو بیا هم له خپلې مبارزې نه تیریده، وخت ناوخت به یې ددښمن پټنځای په نښه کؤ.
جنګ روان وو. تپه تیاره خوره وه.
په مقابل لوري یې نښه برابره کړه خو دماشې له کیکږلو وړاندې یې خاورې په سر باد شوې سترګې یې پټې شوې شاید داځل یې غټه مرمې پر مورچه لږیدلي وه.
اوږده ساه یې واخیسته دآسمان پر لور یې وکتل خو پوه شو چې آسمان کې ستوري هم سره په جنګ دي.
له لاسونو یې ټوپک لویدلی ؤ. په کیڼ لاس یې دټوپک درااخسیتو هڅه وکړه، زور يې وکړ خو بدن یې درد وکړ. ټوپک ته یې لاس نه ورسیده خپل لاس ته یې ځیر ځیر وکتل پوه شو چې دلاس یوه برخه یې له له لاسه ورکړي.
مخ یې ترې واړؤ، بې خوشی پسې واخیست.
لږه موده ورسته یې داسې احساس کړه چې عزرائل یې په سترګو لاسونه ایښي، خو ګوري چې دونې خزان وهلي پاڼې یې په مخ پرتې دي.
نڅاپي يې دقومندان غږ تر غوږ شو.
هله ملګرو ماتې باید ونه منو که موږ او تاسې نن تسلیم شو نو په دیني مرکزونو کې به مو ډم خانې جوړې شي، په خاوره به مو ددښمن بیرغ ورپیږي، په کور کې دپتمنې پښتانې شال به مو ددښمن په لاس کې وغورځيږي.
نه نه تاسې ماتي مننونکې ځوانان نه یئ.
ووایئ ملګرو!! پښتنو چېرې دجنګ میدان بایللی؟
هغو په غبرګ غږ وویل:
نه قومندان صیب.
موږ له خپل دین، ناموس او خاورې څخه په کلکه دفاع کوو
آن که دسر په بیه هم وي دژوند تر وروستۍ ساه پوري جنګیږو.
جنګ بیا زورواخیست ټپي شوي عسکر هم ځان تر ټوپک ورسؤ. مقابله یې پیل کړه دالله اکبر نارې یې ترغوږ راتلې.
لږه شیبه وروسته ډزې غلې شوې تیاره هم په ورکیدو وه، په تنګي کې یواځې دټپي شویو کسانو ځګيروي اوریدل کیدل.
عسکر سر غلی له مورچې را پورته کړ،ګوري چې ددښمن بیرغ رانسکور شوی.
پای