غيبت مکوه.
+++
قمار مه وهه.
+++
په کوم کار کې له وکيل او د مالي چارو له کوم پوه سره سلا مشوره مکوه، ځکه دوی په ستونزو پسې ګرځي، نه په حللارو پسې.
+++
له هغه چا ووېرېږه چې د بايللو لپاره هېڅه نه لري.
+++
اوږد وغځېږه، ستوريو ته وګوره.
+++
موټر دې چالان مه پرېږده.
+++
کار ته پخپل وخت ولاړ شه او تر وروستۍ ګړۍ هماغلته اوسه.
+++
هغه کسان چې پېژنې يې، له ورځپاڼو يې د ستاينې کالمونه را پرېکړه او د پُست له لارې یې ور واستوه.
+++
په هرو دريو مياشتو کې دې د موټر د هوا فلټر (خولۍ) بدله کړه.
+++
د خپلې کوڅې له دوکانداره سودا اخله، که څه هم ګرانپلوری وي.
+++
يو ښه درزي (خياط) ولره.
+++
چې څلورمه برخه تېل پکې پاتې شول، د موټر د تېلو ټانکۍ دې ډکه کړه.
+++
دا تمه ونه لرې چې پيسې به دې نېکمرغه کړي.
+++
ترينګلی حالت په سړه سينه زغمه.
+++
د نغدو پيسو د ورکړې په وخت کې د تخفيف غوښتنه وکړه.
+++
د خلکو په مخ کې په غاښونو کې ګوتې مه وهه.
+++
خواخوږی اوسه، کوښښ کوه، د نورو د سترګو له کونجونو شيانو ته وګورې.
+++
کله هم د ځان بدلولو په برخه کې خپل توان کم مه ګڼه.
+++
کله هم د نورو د بدلولو توان مه لره.
+++
که ستره ژمنه دې کړله، هماغسې یې پوره کوه.
+++
د سپما (بچت) پابند اوسه، دا د بري راز دی.
+++
بدن (باډۍ) دې پخپله خوښه لره او تل يې لره.
+++
د خپل نرتوب د ثابتولو لپاره دې پر بې دفاع ژويو او الوتونکيو له ډزو پرته بله لار پيدا کړه.
+++
ياد یې لره! ترڅې چک دې له بانکه نه وي اجرا شوی، معامله نده شوې.
+++
لويې تمې لره.
+++
اضافي لګښتونه دې را کم کړه.
+++
ځان کله هم له پښو مه غورځوه، زده يې کړه چې ورو ووايې «نه!».
+++
شاته درنه پاتې پْـلُونه مه ورانوه، هله به هيښ شې چې پوه شې، څو واره به پر همدغه سيند تېرېدن ته اړ شې!.
+++
ياد یې لره! د واده برياليتوب له دوو شيانو دی: «ښه جوړه پيدا کول» او «ښه جوړه کېدل».
+++
درد و مايوسي د ژوند برخه وګڼه.
+++
ستونزو ته د پرمختګ د د کيليانو (کونجيانو) په سترګه وګوره.
+++
که چا درڅخه وغوښتل چې ورته صادق اوسه، په خبرو يې باور ونکړې.
+++
موټر دې که له کور سره نژدې هم ولاړ وي، قلف يې کړه.
+++
ترڅې لوښي دې نه وي وينځلي، ويده نشې.
+++
اره او چکوش کارول زده کړه.
+++
د رخصتۍ پر ورځ وروسته له غرمې لږ چورت ووهه.
+++
که چا مېلمه کړې، له خوړو وروسته يې هرومرو د ډوډۍ ستاينه وکړه.
+++
د ګټې پېنځه سلنه دې په خيريه کارونو ولګوه.
+++
که د چا کره دې شپه وکړه، سهار دې هرومرو بستره ټوله کړه.
+++
کله هم د بښنې ځواک کم ونه ګڼې.
+++
تل مينه درنه تله (مينې ته په ټيټه سترګه مه ګوره).
+++
د خپلو ستونزو په څرګندولو دې نور مه ستړي کوه، که پوښتنه یې درڅخه وکړه: «څنګه روان یې؟»، ورته ووايه: «زښته ښه روان يم، تر دې نور نشم ښه کېدای»، که درته ويې ويل: «کارونه دې څنګه روان دي؟»، ورته ووايه: «بېخي ښه دي، ورځ تر بلې ښه کېږي!».
+++
ولسي اوسه، کله هم څوک له ځانه مه خپه کوه.
+++
تر قضاوت وړاندې د دواړو خواوو خبرې واوره.
+++
له حسادته ځان ساته، ټول ناورينونه له حسادته پيدا کېږي.
+++
له ټولو سره با ادبه اوسه.
+++
که د ټولو کارونو د ترسراينې لپاره وخت نه لرې، لومړيتوبونه پکې وټاکه.
+++
د ښې مفکورې په پلي کولو کې ځنډ مکوه، ځکه نورو به هم فکر پرې کړی وي او بری د هغو دی چې تر ټولو مخکې لاس په کار شي.
+++
له چانسونو ښه ګټنه وکړه.
+++
زړور اوسه، تېر ژوند ته دې وګوره، د هغو کارونو ارمان به دې هرومرو وکړې چې نه دې دي کړي.
+++