الله ج بندګانو ته سربیره پر عقل وجدان هم ورکړی ، تر څو دښو کړنو په انجام سره عقل راضي اوقانع کړي، له بدو زشتو کړنو څخه انسان نادم ، او پښیمانتیا یې زړه کې ورواچوي،
وجدان له عربي وجَدَ کلمې څخه اخیستل شوی چې معنی یې د یو څه لاسته راوړل او پیدا کول دي، یعنې هغه باطني نیرو ده چې ښه له بدو څخه انسان ته ور پېژني ، دایمأ یې د بدو افعالو بده پایله په ذهن کې ګرځوي راګرځوي ، که یو انسان څومره په کاذبانه ډول خپل ځان غیر مشروع فعل ته وهڅوي بیا هم وجدان داسې شی دی، چې حقیقت به هیڅکله پټ نکړي،
وجدان یعنې باطني درک !
د بشر له پیدایښت څخه تر اوسه پورې الله ج انسانانو ته اصلاح په پار د درې محکمو جزا وړاندوینه کړی، چې متواتر ډول په بشر باندې خپل احکام تطبیقوي،که له یوې محاکمې خلاص شې بله محکمه به دې خامخا بدل درکوي، لومړی دوجدان محکمه دویمه دنیوی محکمه او دریمه اخروي محکمه ده چې هره یوه به په لنډه توګه بیان کړو
• لومړی د وجدان محکمه !
الله ج د هر انسان وجود کې کوچنی محکمه پیدا کړی،چې قاضي یې همیشه حضور لري، له ګنهګاره سره هیڅ لرې والی نلري، او ګنهګار یې دایمي په اختیار کې وي ، دا محکمه دې تل دښو کارونو انجام ته لکه دغریبانو لاسنیوی، دیتیم نوازش، دخلګو ستونزی حل کول،او یا له لارو کوڅو څخه د موانع لرې کولو سره روحي سکون ، ارامتیا،خوشحالي او انسان ته رضایت ورپه برخه کوي،
یاده محکمه انسان دبدو زشتو افعالو په وړاندې ځپي،پر باطن کې دې نه پریږدي چې غیر مشروع کړنه ترسره کړې، که چیرې وګورو دزشتو کارونو په کولو سره انسان ته روحي نا ارامتیا، تشویش، خجولي، ذهني ګډوډي، او زړه تنګون پیدا کېږې، دبیلګې په ډول په نړۍ کې موږ د ډیر پیښو شاهدان یو، لوی جنایت کاره قاتل ، مرتد ، بې ایمانه به وي هیڅ کوم ډول ریسک سره به هم مخامخ نه وي مګر ځان وژنه به وکړي، ځان به موټر مخې ته واچوي ، له لوړځای څخه به ځان راخطا کړي، او داسې نور کړنې چې زیان پکښې وي ترسره به یې کړي، ځکه چې وجدان اجازه نه ورکوي زشته کړنه ترسره کړی،او همیشه یې زوروي جې ولې داسې یو کار وشي،
• دویمه دنیوی محکمه ده چې الله ج امر کړی ، ددې محکمې حکم تطبیق کونکی قاضي او اولامر دی، او هر هغه څوک چې دالله ج له احکامو سرغړاوی کوي هغه ته به جزا ورکول کیږي، لکه زاني به سل دُرې وهل کیږي، لوطي به له زوړ دیوال څخه لاندې کیږي ، عمدي قاتل ته به بل مثل جزا ورکول کیږي، د سارق به لاس پرې کیږي همدارنګه تعزیري جزاګانې و امثالهم ،
• دریمه اخروي محکمه ده ، ددې محکمې دحکم تطبیق الله ج مکلفو ملایکو ته ورکړی، چې ټول مسلمانان پرې ایمان او باور لرو، ناباوري پرې کفر او هلاکت دی، ددې محکمې څخه خلاصون ناممکن دی ،ځکه چې الله ج یې په بار بار ذکر کړی، فرمایی چې د زرې اندازې حسابي به زه له خپلو بندګانو سره کوم ، ځکه انسانان په دې دنیا لګیا دي کوښښ کوي په ځان هر ډول تکلیف دالله ج رضا لپاره تیر کړي ، تر څو خپلو اصلي رسالت ترسره کړي ، د اخرت له عزابونو څخه په امان کې پاتې شي، دالله ج له نعمتونه څخه برخمن شي، دقاضي رب ج په وړاندې حساب او کتاب کښې بریالي او عملنامه ورته له نیکیو ډکه محسوب شي،
نو فلهذا انسان باید په ژوند کې کوښښ وکړي چې وجدان له ښو کارونو سره عادت کړي، دښو کارونه په کولو سره وجدان تشویق کړي ، مزخرف فعلونو ته باید اجازه ورنکړي تر څو یې وجدان ته کومه صدمه رسیږي ، له بدو کارونوڅخه مخنیوی وکړي، تر څو دښه وجدان خاوند شي، ځکه چې د ښه وجدان خاوندان په ټولنه کې دقدر وړ او عزتمن شخصیتونو په توګه پیژندل شوي او هم یې اخروی سعادت په برخه دي.
درنښت