بل ځای فرمایې: يُرِيدُ اللَّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ (البقره:۱۵۸) خدای په تاسې اساني راوستل غواړي، سختي نه.
همدغه راز د بشریت ستر لارښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم: يَسِّرُوا وَلاَ تُعَسِّرُوا، وَبَشِّرُوا وَلاَ تُنَفِّرُوا»اسانتیا غوره کړئ سختي مه کوئ، خلکو ته زیری ورکړئ په نفرت کې یې مه اچوئ.
یانې خلکو ته د خوښیو خبرې وکړئ د نفرتونو خبرې مه ورته کوئ! خلک د ښو کارونو لورته تشویق کړئ, زړونه یی مه توروئ! بل ځای کې فرمایې: إِنَّما بُعِثْتُم مُيَسِّرينَ ولَمْ تُبْعَثوا مُعَسِّريْنَ(بخاري، ابوداود) تاسې اسانتيا پيدا کولو دپاره لېږل شوي يئ، سختۍ لپاره نه.
امام عبدالرؤف المناوي رح وايي: يعني هغوی پوهه کړئ په داسي حالت کې چې په ښوونه کې به اسانتیا کوئ سختي به نه کوئ، یعني هغوی په نرمي او اساني سره پوهه کړئ، یعني په هغوی سختي مه کوئ داسې څه مه ورته وړاندي کوئ چې د هغوی د نفرت لامل شي او بیا هغه خبره نه درسره مني.
نو له دين نه سکروټه مه جوړوئ چې خلک وسوځوي، برچه ترې مه جوړوئ چې خلکو ته یې په نسونو ور دننه کړئ. د مينې او امن دين همداسې په مینه او امن کې پرېږدئ. وحشت ترې مه جوړوئ