د مثبت فکر جوړولو لارې چارې

هر څوک حتماً یو فکر لري منفي یا مثبت خو چې منفي اوسو ولې مثبت نه اوسو.؟
مثب فکر د منفي فکر په پرتله اسان اخیستل کېږي. لکه څنګه مو چې بدن ښو خوړو او ښه لباس ته اړتیا لري همدا شان مو ذهن هم مثبتو او ښو افکارو ته اړتیا لري.
نو ذهن مو په مثبتو او ښو افکارو تغذیه کړئ.
لکه څنګه چې یو کارخانه پر برېښنا چلېږي؛ سم کارول یې ګټور تولیدات لري او ناسم استعمال یې ژوند تبا کوي. همدا شان که ځان ته تلقین هم مثبت وي، ارامتیا او نیکمرغي رامنځته کوي او که نه وي، نو سړی ناخوالو، ناکامیو او مرګ ګړنګونو ته ټېل وهي.
دا په تاسې پورې اړه لري چې ځان ته ښه تلقین کوئ او که ناوړه.که په خپل ذهن کې د الهي پوهې په مرسته د وېرې ناکامۍ او شک زړي وکرئ، د تلقین قانون هغه جذبوي، ستاسې لاشعور د هغه پر معادل حقیقت بدلوي او ناوړه پایلې لري.
د یو شخص یا د هر څه په اړه مثبتو اړخونو ته وګورئ، نه منفي اړخونو ته.
یا مثلاً یو چا ته ټلیفون کوو، خو دوه یا درې ورځې د هغه ځواب بیا هم نه وي راغلی. داسې فکر مه کوه چې هغه ته زه ارزښت نه لرم یا زه ورته مهم نه یم، ووایه چې شاید بیرته یې زنګ کړی وي خو اړیکه نه وي ټینګه شوي، یا کوم مشکل به لري، مصروف به وي.
یا که تاسې عبادت کوئ، له خدایه دعا غواړئ نو باوري اوسئ چې ستاسې دعا او عبادت قبول شوی. او که دوه زړې شوئ په زړه کې مو شک پیدا شو چې یا به قبول شوي وي یا نه نو باوري اوسئ ستاسې عبادت او دعا نه دي قبول شوي.
که چیرې یو ګیلاس له اوبو نیم ډک وي، تاسې د ګیلاس ډکې برخې ته ګورئ د ګیلاس تشې برخې ته مه ګورئ. داسې ووایئ چې ګیلاس نیم ډک دی، داسې نه چې ګیلاس نیم تش دی.
ځان ته چې څه رقم تصور کوئ همغې به کېږي، که د نړۍ په اړه ښه احساس لرئ نړۍ به ښکلي درته ښکاري. که د ځان په اړه د روغ صحت احساس لري، نو حتماً صحت مند یې.
د مثبت فکر اهمیت او ګټه همدا ده چې، موږ هڅه وي، انرژي رابښي، په ژوند کې مو د رضایت سبب کېږي، پرنفس مو باور زیاتوي، پرځان او نورو مو اعتماد زیاتېږي، نړۍ راته د ښکلي ښکاري ، ستاسې د شاو خوا خلکو د الهام لامل کېږي، عصبي فشارونه ورسره کمېږي، له تاسې سره مرسته کوي چې د خپلې ټولنې لپاره مؤثر شخص او د هیواد لپاره یو پانګه واوسئ.
او که منفي فکر ولرو د ژوند د تاوتریخوالي لامل کېږي، بې هدفه ژوند به وي، د ځان او نورو لپاره به د اوږو بار و، ناهیلي به و، نړۍ به راته د دوزخ په څېر وي.

Scroll to Top