د لويانو په پرتله ماشومانو ته بايد ډير پام وشې / جلا سلطان

که چيرې يو ماشوم په داسې يو چاپيريال کې ژوند کوي چې د هغه چاپيريال خلک ډير مهربانه، هوښيار ، سواد لرونکي او د هر انسان اوهغه هر نعمتونه چې الله تعالی ورکړئ د هغه قدر او شکر کوې نو هغه ماشوم به هم په راتلونکي کې يو داسې شخصيت ورڅخه جوړ شېڅرنګه چې چاپيريال خلک يې دي.

او که چيرې يو ماشوم په يو داسې چاپيريال کې ژوند کوې چي د هغه چاپيريال خلک بی سواده، نامهربانه، بې احساسه او د يو انسان ياهم هغه څه چې الله تعالی ورکړې د هيڅ څه قدر ورسره نه وي، نو هغه ماشومان په راتلونکي کې  ټولنه ته داسې روزل کيږئ لکه څنګه چېد چاپيريال خلک يې وه .

هر ماشوم د پيدايښت شروع نه هغه با سواده، هوښيار،با جرعته نه وې!

تر هغه چې هغه لويږې اول د خپل کورنۍ څخه بخوصوص د خپل پلار او مور څخه اوله زدکړه کوې.

که چيرته يو ماشوم ته اول د اخلاقو په اړه زدکړه ورکړل شې، او د وخت ارزښت ورته معلوم کړائ شې نو مطمئن وسې چې دغه ماشوم بهپه راتلونکي کې په هر ډول کار کې ډير پرمختګ کوي.

د يو ماشوم فکر سوچ هر څه تازه وي که چيرې په هغه ښه کار وشئ نو هغه کولې شې په ټولنه کې نوی اختراعګانې وکړې کولې شې يوهيواد ته پرمختګ ورکړې،او که چيرته يو ماشوم هميشه تحقير کړاې شې هميشه د خلکو تر مخ کم راوستلې شې نو همدا سبب کیږی چېد يو ماشوم په دماغو باندې ډير بد تاثير کوې او هغه نشئ کولې په خپل ژوند کې حتا په راتلونکي کې پرمختګ وکړې.

که چيرته يو ماشوم تشويق نشې  نو هغه ماشوم د خپلو کارونو څخه ستړې کيږی او پرمختګ نه کوې.

هغه پرمختللي هېوادونه چې مونږ او تاسو په اوسنۍ زمانه کې ګورو ولي هغه هيوادونه ورځ تر بلې مخ تر پرمختګ روان دي!؟

ځکه چې هغوي د خپلو لويانو په پرتله خپلو ماشومانو ته ډير پام کوئ د هغوي د زدکړې ځایونه،مناسب خواړه او ډيره پاملرنه کول د هغووصحت ته؛ نو د دې لپاره دومره پام ورته کوې ځکه چې همدا ماشوم د هيواد راتلونکي ده!

او زمونږ ټولنه کې ماشوم هميشه بايد کمي خبرې وکړې کم خواړه وخوري صحت ته بايد ډيره پاملرنه ونه شې او د زدکړو څخه ډير شاتهپاتې وې.

يو لوی لامل د يو هيواد د نه پرمختګ کيدو همدا ده چې ماشوم لپاره خه روزنه نه وي.

که غواړې اولادونه مو او يو هيواد پرمختګ وکړې نو خپلو ماشومانو ته ډير پام کوې او په زدکړه کولو سره يې ډير تشويق کوې.!

Scroll to Top