د بې لینه چارجر جالبه ټکنالوجي

بيجنګ: چينايي موبايل جوړونکی کمپنۍ ‘شیاومي’ یو داسې نوی ټکنالوژی اعلان کړه، چې د هغې پواسطه پيرودونكې وکولای شي چې پرته له لاینه خپل موبايل چارج کړي.

انډيا ټائمز په حواله دې نوي چارجنګ ټيکنالوژی ته د ‘می ایئر چارج – Mi Air Charge’ نوم ورکړل شوی دی. چې د دې پواسطه به موبایلونه د ‘وائي فائي’ په څیر له واټنه چارج کېږي.

شیاومي له خوا په خپور شوي یو خبر کې ویل شوي چې دا ټکنالوژی به نړۍ کې په لومړي ځل موبایل چارجنګ ۱۰۰ فیصده وائرلیس (بې لینه) کړي.

دې ټکنالوژۍ پواسطه ۵ واټه ریموټ چارجنګ به له ۵ میتره واټن څخه کار کوي.

Scroll to Top