بایزید بسطامي یو مشهور صوفي و چې په ۱۶۸هجري کال د ایران د بسطام سیمه کې زېږدلی و. د صوفیانو په حلقاتو کې بسطامي لوړ مقام او منزلت لري.
- خدای (ج) ته ډېر نږدې کس هغه دی چې اخلاق یې ښه وي او د نورو مرسته کوي.
- انسان په څلورو څيزونو لوړېږي: علم، نرمي، سخاوت او ښې خبرې
- پاچاهي پټی دی او که دهقان یې عادل نه وي، نو پټي شنډېږي.
- الله راضي کړه، هغه به تا راضي کړي.
- تر څو چې دې نظر د غوسې تر تاثیر لاندې وي، تر هغې ځان انسان مه ګڼه.
- د هر ماشوم پیداېښت د دې خبرې پیغام دی چې خدای لا هم له انسانه نه دی نهیلی شوی.
- کله چې انسان نېک شي، ټول کارونه یې نېک شي.
- که په دېرش کلنۍ کې قوي او څلوېښت کلنۍ کې هوښيار نه شوئ، نو وروسته به هېڅکله نه شئ.
- څوک چې په شمار نېکي کوي، په شمار اجر به یې ورکول کېږي.
- بې له عمله جنت غوښتل، داسې ده لکه ګناه.
- بد عملونه له الله سره د ښکاره دښمنۍ په معنی دي.
- که چا درسره نېکي وکړه، اول د الله شکر وباسه او بیا د هغه کس مننه وکړه، ځکه الله درباندې مهربانه کړی.
- که انسان له دوزخه دومره وېرېدی لکه له لوږې چې وېرېږي، نو له دواړو به خوندي وی.
- که انسان جنت دومره غوښتی، لکه شتمني چې غواړي، نو دواړه به یې موندلی وی.
- بختور هغه دی چې نېکي وکړي او ووېرېږي او بدبخته هغه دی چې بدي وکړي او ونه وېرېږي.
- مینه دا ده چې خپل ډېر لږ وګڼې او د ملګري لږ ډېر وګڼې.
- د یوه پوه قوت له زرو ناپوهو ډېر دی.