افغانستان د هغوهېوادونو په قطار کې راځي چې د ګاونډيو په پرتله په نسبي ډول کافي اندازه د اوبو زېرمې لري
نو سيندونه يې ددې هېواد دملي اقتصاد دپرمختيا لپاره ځانګړی ارزښت لري هغه داسې که دنوي تکنالوژۍ پر مټ د
او سني ضرورتونو او غوښتنو په پام کي نيولو سره پر نوموړو سيندونو بندونه جوړ شي نو بې له شکه به د ياد هېواد تر لوې کچېضرورتونه رفعه شي او دغه ملي ارزښت ګټه به د نوموړي هېواد راتلونکي بچيانو ته په ميراث پاتی شي
افغانستان پينځه حوزوي سيندونه لري.
کابل سيند ۲ هلمند سيند ۳ امو سيند ۴ شمالي ۵ هريرود يا مرغاب حوزه
له بده مرغه افغانستان اوبه ۳۱ سلنه خپله استفاده کوي او ۶۹ سلنې څخه يې ګاونډيان ګټه اخلي.
که د ياد هېواد پر سيندونو پانګه وشي او بندونه پرې جوړ شي نو لاندينۍ ګڼې ورڅخه پلاس راتلای شي
۱. برېښنا انرژۍ توليد ۲. دسيلابونو له امله د زراعتي ځمکې د تخريب مخنيوی۳. داوبوذخيره کيدل ۴. دماهيانو دفارمونو جوړول ۵. دباغونو او ځنګلونه وده ۶. دتفريح ځايونه جوړېدل ۷. زرعاتي ځمکې خړوبول۸ . د اخلي او بهرني سېلانيان د پاره پارکونه جوړول اوسېلانيان را جلبول ۹. اضافه اوبه په ګاونډي هېوادونو پلورل ۱۰ . د اوبو مهارول به د ځمکې دننه د اوبو سطحه لږ تر لږه په خپل ځایکړي
له بده مرغه بايد ووايم چې ځنې ګاونډي هېوادونه کوښښ کړی دی او کوي يې چې ياد هېواد د اوبه مهارولو ته پرېنږدي تر څو يې اوبوڅخه خپلې ګټې واخلي او لګيا دي اعظمي استفاده ترې کوي .
دا چې افغانستان د لسيزو کالو راهېسې د جنګ مېدان پاتې شوی ياد هېواد لاسونه يې ندي پريښي چې خپلې اوبه مهار کړي او بندونهپرې جوړ کړي په شته اوبو کې د ازبکستان هېواد څخه برښنا په بيه اخلي