تحلیلونه

تحلیلونه, سیاست, ورزش

ورزش د دیپلوماسۍ د ترویج لپاره: په افغانستان کې د ورزشي دیپلوماسۍ ځواک – OpEd

 ورزشي دیپلوماسي د یوه ملت د نړیوالو اړیکو د پياوړتیا، د متقابل درک د فرهنګ د ترویج او د یوه ملت د تصویر بیا رغولو لپاره قوي وسیله ده. افغانستان چې له ډېره وخته جګړې او بې ثباتۍ سره مخ دی، ورزش یې د ملت د یو کولو وسیله او د نړیوالو اړیکو یو پُل کېدلای شي. سره د دې چې ورزش دومره بالقوه ګټه لري، خو بیا هم افغانستان لا نه دی توانېدلی چې ورزشي دیپلوماسي د یوې ستراتیژيکې وسیلې په توګه په نړیوالو اړیکو کې وکاروي.

کرېکټ په افغانستان کې نوي نسل لپاره په انګزیزې او  د هیله منۍ په سمبول بدل شوی او په هیواد کې دننه او بهر د کرېکټ د برخې لاس ته راوړنې پام وړ دي. د افغانستان له سُنتي ورزش اوزلوبې (بزکشۍ ) نیولې تر فوټبال، والیبال او نور ورزشونه هم دا وړتیا لري چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو او قومونو کې یووالی او اړیکې او همدارنګه له نړۍ سره د افغانستان اړیکې رامنځته او پياوړې کړي.

تحلیلونه

پېچلي ترهګریز سیاستونه / روین پوپل

ځانګړتیا ښکاره کوي.

په منځنۍ ختیځ کې امریکا او اسرائیل ته ایران د سترګو ازغې دې، د منځنۍ ختیځ ساحه چې د لویو سیاستونو د محراق نقطه او د غربي سیاستونو د پام وړ ساحه دې، زموږ د ګاونډیو هیوادونو له قطاره ایران یو غښتلې او پیاوړې هیواد دی چې په سیمه کې ورته خپل خاص استراتیژي او پراخ هر رنګ حضور تعریف کړئ. د ډز او غپ په جګړه کې ایران د امریکا او اروپایې ټولنې د ۴۰ کلونو د سختو بندیزونو ترڅنګ تر دا مهاله خپل غربي او شرقي مخالفین په سیمه کې مغلوب کړي. امریکا ته به سخته وي چې د عدل په قضیه کې لکه افغانستان او پاکستان ورته عمل ترسره کړي.

تحلیلونه, راپورونه

دوحه د سیمه ایز ديپلوماسۍ نوی پلازمینه

دوحه هڅه کوي چې د پټې ډیپلوماسۍ په ډګر کې خپلې وړتیاوې وازمویئ, د نړیوالو اړیکو او بهرنۍ پالیسۍ په تیوریانو کې، کوچني دولتونه د خپلې واکمنۍ د دوام لپاره له بیلابیل ننګونو سره مخ کېږي. د دې پر بنسټ د کوچنیو دولتونو پر وړاندې اصلي ننګونه  د هغوی بقا ده، نو کوچني دولتونه خپل امنیت د بقاء لپاره فعال متحدین او پرمختللي امنیتي وسایلو ته اړتیا لري.

تحلیلونه, راپورونه

ایا چين له امریکا د ټیکنالوژۍ جګړه ګټي؟ / نور احمد اسحاقزی

د امریکا متحده ایالات چې د څو لسیزو راهیسې یې د نړیوال نظام په جوړښت کې د یو ناانډوله اقتصادي او نظامي ځواک په توګه ځان مسلط کړی، په دي وروستیو کلونو کې د چین په نوم د یوه مخ پر ودې قدرت د رامنځ ته کیدو له ننګونې سره مخامخ دی چې کولای شي د نړۍ د تر ټولو لوی نظامي او اقتصادي ځواک (امریکا متحده ایالاتو) قدرت په خطر کې واچوي. د چین د تخنیکي وړتیاوو زیاتوالی د سپینې ماڼۍ د اندیښنې او له بیجینګ سره د واشنګټن په دوه اړخیزو اړیکو کې یو له مهمو ننګونو څخه دی.

تحلیلونه, مېرمنې

المان کې د افغانو مېرمنو ستونزې / نسرین حمیدي

د خوشاله، سوکاله او پرمختللي ژوند په هيله زرګونه افغانې کورنۍ لويديځو او اروپايي هېوادونو ته کډوالېږي. د اروپا په زړه کې جرمني هېواد د زرګونه جنګ ځپليو افغانانو کوربه دی. افغانې ميرمنې هم د دې کډوالو لويه برخه تشکيلوي. د افغانستان په څېر کلتوري او دودیزه ټولنه کې د نارينه‌وو په پرتله ميرمنو تل زیات کړاوونه ګاللي او د ميرمنو د بې سوادۍ کچه هم نسبتآ لوړه ده. ښايي ډېر داسې موارد وي، چې افغان ميرمنې د جرمني په څېر پرمختللې ټولنه کې هم هاغسې هوسا نه وي، څومره چې دوی هيله درلوده. په دې ليکنه کې په جرمني کې د افغان ميرمنو ستونزو ته له څو اړخونو کتنه شوې.

تحلیلونه

له وطن سره زموږ اوسنی چلند د يو بل ناورين بستر دی 

د نړۍ لويې، لويې ادارې کار کوي، چې که نور هيوادونه خرابيږي هم بايد دوی خپلې ګټې خوندي کړي، ملتونه هم دغه فکر کوي، چې که دوی هيواد ونه لري نه به ښه ورځ وويني او نه به څوک په درد ورته وخوري. په همدې اساس د حکومتونو د بدو پرېکړو په مقابل کې د اصلاح غږ کوي خو له بېخه د ايستو يې اقدام څه حتی فکر هم نه کوي.

Parmakhtag
تحلیلونه, سیاست, ټولنیز علوم

د یو او بل «نه حذفول» او «عیني واقعیت» څه ته وایې؟

په وینا او لېکنو کې هر یو همدا خبره کوو چې د «حذف سیاست» نتیجه نه ده ورکړې او باید تکرار نه شئ. اما عملا ګورو چې کله ترې پوښتنه وکړو چې راځئ متحد شو، راځئ تعامل وکړو، نو ځواب یې دا وي چې هغه خو غربي دی. هغه خو متعصب دی.

تحلیلونه

ملي کرنسي او د کرنسۍ راتلونکی / شهزاد اریوبي

دا واقعیت دی چې د ملي کرنسي د ملي اقتصادي اهدافو ترلاسه کولو لپاره مهمه وسیله او د ملي حاکمیت یوه برخه ده. که د کوم هیوادکرنسي پایداره نه وي، نو هغه هیواد به مالي بحران سره مخ شي او دا به پر مالي او پولي سیستمونو ډېر فشار وارد کړي.

Scroll to Top