څلورم څپرکی
حفیظ نیمه خوړل شوې ډوډۍ یوه څنګ ته کړه او خپل غمجن برخلیک ته ځير شو. سبا یې په بیتلحم کې څلورمه ورځ وه، خو دا لا هغهسور قمیص نه و پلورلی چې په ډېر باور یې له قافلې راخیستی و، هغه قمیص اوس هم په خره بار و او خر د مېلمستون شاته سمڅه کې پهموګي پورې تړلی و.
دی د ډوډۍ خوړلو په سالون کې ناست و او خپلو خوړو ته دومره ژور فکر وړی و چې ګردچاپېره ګڼ غږوه یې بیخي نه اورېدل. له پيل چې دهر پلورونکي ذهن ته کوم شکونه راغلي، دده ذهن ته هم راغلي وو:
دا خلک ولې زما کیسه نه اوري؟ خلک د دوی پام څنګه را خپلوي؟ ما لا پنځه خبرې نه وي کړي، خلک راپسې دروازه ولې را پورې کوي؟دوی زما ورتګ او خبرو ته ولې لیوالتیا نه ښيي؟ د دې کلي ټول خلک غریب دي؟ که دوی راته ووایي چې دا کمیس مو خوښ شو، خو داخیستو وس یې نه لرو، نو زه به ورته څه وایم؟ زه یې چې نه شم خرڅولای، نور یې څنګه خرڅولای شي؟ زه چې بندې دروازې ته مخامخشم، کومه وېره مې نیسي او په دې وېرې څنګه برلاسی کېدای شم؟ زما بیه له نورو پلورونکو سره برابره نه ده که څنګه؟
حفیظ سر وخوځوه او په خپله ناکامۍ یې افسوس وکړ. داسې ښکارېده لکه دې کار ته چې ساز نه وي، لکه یوازې اوښانو ساتلو ته چېساز وي او د هره ورځ کار په بدل کې د اوسپنې سکې اخلي. که چېرې د پلورونکي په توګه څه ناڅه ګټې سره بېرته قافلې ته ورستون شي،نو بختور به وي. مشر څه بللی وی؟ ځوان جنګیالی؟ ځان سره یې ارمان وکړ چې بېرته هماغه خپلو څارویو ته ورستون شي.
بیا یو دم لېشا او د هغې پلار کالنیح وریاد شول، دې سره یې له ذهنه شکونه ووتل. نن شپه بیا تر شنه اسمان لاندې تېره کړي چې پېسېوسپموي او سبا به قمیص خرڅ کړي. خلکو سره به په دومره فصاحت وغږېږي چې قمیص یې په ښه بیه خرڅ شي.
سهار لمر خاته به پاڅېږي او ځان به د کلي کوهي ته ورسوي. هر څوک چې راځي دی به ورته د خپل مال په اړه وایي او ډېر زر به بېرتهزیتون غر ته له سپينو زرو سره ور ګرځي.
بېرته یې نیمه پاتې شوې ډوډۍ پيل کړه او خپل بادار وریاد شو. هغه به ویاړي ځکه چې دی بېرته ناکام نه دی ور ګرځېدلای. که رښتیاوویل شي څلور ورځې د یوه ساده قمیص خرڅولو لپاره ډېرې زیاتې وې، خو پر دې پوهېده چې له مشره یې په درېیو، دوو ورځو کېخرڅلاو چل زده کولای شي. یو وخت به بیا دومره تکړه شي چې په ساعت کې به څو قمیصونه خرڅوي! بیا به حتمن تکړه او باشخصیتهپلورونکی وي.
حفیظ له مېلمستونه راووت او په سمڅه کې د خپل خره په لور روان شو. سړې هوا په وښو پرخه کنګل کړې وه ده به چې پښه کېښوده دماتېدو غږ به یې پورته کېده. حفیظ ځان سره وویل چې بېګا ته به غونډۍ ته نه ځي او شپه به سمڅه کې له خپل څاروي سره تېروي.
پوهېده چې سبا ورځ به ښه وي، ځکه اوس په دې پوهېده چې نور خلک ولې دې کلي ته نه راتلل. هغوی ویلي وو چې دلته هېڅ خرڅلاو نهکېږي، چا به چې له ده قمیص وانخیست، ده به د نورو پلورونکو دا خبره رایاده شوه. خو بیا هم دده بادار دلته کلونه مخکې سل قمیصهپلورلي وو، اوس به ښايي هغه وختونه نه وي، خو مشر رښتیا هم ستر پلورونکی و. په سمڅه کې د رڼا پړک شو، ده ګامونه له دې وېرې تېزکړل چې غل ګني راغلی دی. دی زر د سمڅې خولې ته ورغی او ځان یې چمتو کړ چې په غل به برید کوي او خپل مال به ترې ژغوري، خوڅنګه چې ورسره مخ شو، اندېښنه یې ختمه شوه.
په سمڅې کې دننه یوه چاود کې وړه شمع اېښودل شوې وه او رڼا یې په یوه ږیرور کس او ښځې اچولې وه چې دواړه سره جوخت ناستوو. یوه توږل شوې تیږه پرته وه چې زیاتره به د مالونو اخور لپاره کارېده، دا تیږه د دوی پښو ته ایښې وه او ماشوم په کې پروت و. حفیظ پهدې مسایلو لږ پوهېده، خو د ماشوم له تازه او نازک پوټکي دومره پوه شو چې نوی زېږېدلی دی. د ښځې او سړي چپنو ماشوم نور پټ کړیو او یوازې سر یې ښکارېده.
سړي حفیظ ته په سر اشاره وکړه او ښځه خپل ماشوم ته نږدې شوه. هېچا څه ونه ویل. وروسته ښځه ولړزېده او حفیظ پو شو چې جامېیې د سمڅې د یخنۍ په مقابل کې ډېرې نرۍ دي. حفیظ یو ځل بیا ماشوم ته وکتل، ورته ځير شو، ماشوم موسکی و او خوله یې خلاصهبنده کوله، خوندور احساس یې ورته ورکړ. د ناڅرګند دلیل له امله ورته لېشا ورته یاده شوه. ښځه بیا له یخنۍ ولړزېده او دې ناڅاپيخوځېدو یې حفیظ د خیالونو له نړۍ را وویست.
څو شېبې زړه نا زړه و چې دی پلورونکی به شي که نه، له دې سختو شېبو وروسته پاڅېده او خپل خره خوا ته روان شو. ورو یې پټۍخلاصې کړې، غوټه یې پرانیسته او قمیص یې ترې را واخیست. خلاص یې کړ، ګوتې یې پرې را کش کړې، د شمعې رڼا ته یې سره ځلاکوله او د پرې د تولیدونکي نښې ولیدې، هماغه نښې وې چې مشر ورته ښودلې وې. په تېرو درېیو کلونو کې به ده څو ځله په خپلو ستړولاسونو کې دا قمیص راخستی وي. داسې ښکارېده لکه په هر تار یې چې پوهېږي. باکیفیته قمیص و، که پام ورسره شوی وی، ډېر وختکار یې کاوه.
حفیظ سترګې پټې کړې، ژوره ساه یې واخیسته. بیا ورو هغه وړې کورنۍ خوا ته روان شو، ماشوم سره څنګ ته کېناست، لومړی یې ترېورو د پلار لمن ټوله کړه، بیا یې ترې د مور لمن ټوله کړه، دا یې هغوی ته ورکړې. بیا یې خپله سور قیمتي کمیس پرانیست او ورو یې په ویدهماشوم وغوړه. حفیظ چې خپل خره سره له سمڅې راوته، د هغه مور د مچو تودوخه یې لا هم پر مخ احساسوله. مخامخ ستوری ځلېده،حفیظ په لومړي ځل لیده. سترګې یې پرې خښې کړې، تر دې چې له اوښکو ډکې شوې، بیا یې خپل خر هغه لویې لارې ته سم کړ چې بیتالمقدس او د غره لمن کې پرتې قافلې ته وتې وه.