دا شپږ اصول عملي کول خلکو سره د مینې کولو او د هغوی د خوښولو په معنا دي. که غواړئ پوه شئ چې عادي خلک داسې فکر نه لري، نو دا واورئ چې عادي خلک درته هېڅکله لومړی ځان نه در پېژني. دی په تمه وي چې مقابل لوری ورته لومړی ځان معرفي کړي.
لومړی ګام تاسې واخلئ او بریالی انسان شئ. خلکو سره په کتنو ځان ته تکلیف ورکړئ. لټي مه کوئ. شرمېږئ مه. له نوي کاره مه شرمېږئ. د مقابل لوري واقعي شخصیت وپېژنئ او هڅه وکړئ چې په هغه خپل واقعي شخصیت وپېژنئ.
- هره ورځ په هر ځای لکه مېلمستیاو، ناستو، موټرو، الوتکو، کار … کې له فرصته په استفادې نورو ته ځان معرفي کوئ.
- ځان ډاډه کړئ چې مقابل لوری مو په نوم سم پوه شوی دی.
- په دې ډاډه شئ چې د مقابل لوري نوم د هغه په څېر تلفظ کولای شئ.
- د مقابل کس نوم ولیکئ او سم یې ولیکئ. ځکه خلک خپل نوم اخیستو سره ډېر حساس دي او که ممکنه وي د ټيلیفون شمېره او پته هم ترې واخلئ.
- که غواړئ چې نوي ملګري لا ښه وپېژنئ، لیک ورته ولیکئ، مسج ورته وکړئ یا ورته زنګ ور ووهئ. دا مهمه خبره ده چې بریالي خلک ملګري په مسجونو، لیکونو او ټيلیفوني اړیکو پالي.
- وروستۍ او مهمه خبره دا ده چې نابلده خلکو سره په زړه پورې خبرې وکړئ. دا کار تاسې خپل مخې ته پروت کار له تیاروي او قوت درکوي.