د ولسي لاسلیکونو د کمپاین تاریخ او اغېز / ډاکتر مبارک علي

 

په شاهي نظام کې به ولس خپلې غوښتنې باچا ته دعریضې یا غوښتنلیک په بڼه وړاندې کولې. که باچا به یې غوښتنه ومنله،  دا به یې پرې لوروینه او مهرباني وه او ولس به یې احسانمند و. دا حالت تر هغه وخته روان و چې یا شاهی نظام ختم شو او یایې واک. د جهوریت ودې د قانون جوړونې واک پارلمان یا ولسي جرګې ته ورکړ، ځکه اوس ولس د خپلو غوښتنو لپاره دوی ته رجوع کوي. دا چې د ولسي جرګې غړي د ولس استازي وي او په کمپاینونو کې باید ولس ته راشي او رایه ترې وغواړي؛ نو د ولس فشار مني او غوښتنې یې اوري. 

د ولس د فشار اچولو څو لارې دي، چې یوه پکې د لاسلیک کمپاین دی. سیاسي ګوندونه او ډلې پر حکومت او ولسي جرګې د فشار اچولو لپاره له دوو لارو کار اخلي: یوه د مقاومت او تاوتریخوالي لاره او بله د د سوله ایزو لاریونونو، غونډو، نیونې (ګهیراو)، اعتصاب او نور. .. بله طریقه دا ده چې په سوله ایزه توګه تر حکومته خپل غږ ورسول شي، چې په دې کې د لاسلیک کمپاین یوه اغېزناکه لاره ده. یانې دا چې غوښتنې ولیکل شي او له هغو ټولو خلکو پرې لاسلیک واخیستل شي چې له دې غوښتنو سره موافق وي. 

دا کمپاینونه زیاتره په بازارونو، فابریکو، تعلیمي ادارو او نورو داسې ځایونو کې کیږي چې خلک ورته ډېر تګ راتګ لري. زیاتره  غوښتې په ښکاره ټکو لیکل کیږي، راځړول کیږي او بیا له خلکو غوښتنه کیږي چې لاسلیک پرې وکړي. څومره چې خلک ډېر ملاتړ کوي، هغومره لاسلیکونه زیاتیږي او د غوښتنې اهمیت هم ورسره په هماغه کچه لوړیږي. تر دې وروسته دا غوښتنلیک حکومت یا ولسي جرګې ته وړاندې کیږي، چې د خلکو رایه مالومه شي او که وروسته دوی پرېکړه کوي چې د ولس رایو ته پکې احترام وشي. 

داسې هم کیږي چې د لاسلیک په کمپاین کې د ټولو پر ځای له څو مشهورو او مخه ورو کسانو څخه لاسلیک واخیستل شي او بیا په چاپي رسنیو کې خپور شي، چې حکومت د موضوعاتو او پرېکړو په اړه د ولس له نظره خبره شي. 

د انګلستان په تاریخ کې د لاسلیکي کمپاین یوه بېلګه په نولسمې پېړۍ کې د مزدورانو تحریک و چې چارټسټ (chartists) یې باله. دوی خپلې غوښتنې د غوښتنلیک په بڼه درې ځله تر ولسي جرګې رسولې دي. لومړی غوښتنلیک په ۱۹۳۹ز کال کې تر پارلمانه ورسېده. نږدې یو مېلیون خلکو پرې لاسلیک کړی  او په یو موټر کې بار د پارلمان تر ودانۍ ولېږدلول شو، موټر پر دې ورځ ګلپوش شوی و. د ولسي جرګې یا پارلمان زیاتره غړي فیوډالان وو، دوی په خپل قوت تر پارلمانه راغلي وو او د ولس رایې ته یې اړتیا نه لرله، ځکه یې غوښتنلیک هم سمدستی رد کړ. 

په ۱۸۴۲ ز کال کې د چارټسټ تحریک مشرانو بل لاسلیکي کمپاین پېل کړ، دا ځل یې نږدې درې میلیونه لاسلیکونه واخیستل  او د یوې لویې ډلې په ملتیا یې تر پارلمانه ولېږداوه، د خوند اوتفریح لپاره د ساز غم هم ورسره شوی و؛ خو دا غوښتنلیک هم د لومړي هغه په څېر رد شو. ځکه د جاګیردارو پارلمان مزدورانو ته هيڅ ډول امتیازات نه ورکول. 

د درېیم ځل لپاره په ۱۸۴۸ زکال کې د چارټسټ تحریک مشرانو درېیم لاسلیکي کمپاین پېل کړ او ویل کیږي چې دا ځل یې ۶ میلیونه لاسلیکونه راټول کړي وو. پرېکړه وشوه چې غوښتنلیک به د یوه لوی لاریون په ملتیا تر پارلمانه لېږدول کیږي؛ خو دا ځل حکومت د تېر په  پرتله ډېر تیاری وکړ. په غونډو او لاریونونویې بندیز ولګاوه او یوزاې څو مشرانو ته یې اجازه ورکړه چې پارلمان ته راشي او خپل غوښتنلیک وړاندې کړي. دا لیک دومره اوږد و چې په درېیو موټرو کې باید لېږلو شوی وای؛ خو بیا هم پارلمان سمدستي رد کړ. وروسته بیا ولسي جرګې اعلان وکړ چې ددې غوښتنلیک زیاتره لاسلیکونه جعلي وو، د بېلګې په ډول د ملکې وکټوریه، رابرټ پيل او نورو مشهورو خلکو جعلي لاسلیکونه پرې شوي و. ددې اعلان موخه یوازې دا وه چې خلک باوري شي او دا ومني چې ددې کمپاین او غوښتنلیک تر شا د دومره ډيرو خلکو رایه نشته. 

که څه هم لاسلیکي کمپاین ډېر ګټور ثابت نه شو؛ خو خلکو ته یې د سیاسي چارو په اړه خبرداری ورکړ او حکومت هم دا موقع ترلاسه کړه چې د ولس د یوې برخې په نظر پوه شي . که په ولسي جرګې یا پارلمان کې د خلکو خوښ او ټاکلی استازي وي؛ نو ددوی احترام کوي. دا چې زموږ په ټولنه خلک کې ټاکنې یوازې د خپل ذات  او اثر رسوخ په مرسته ګټي؛ نو ځکه هغوی دې غوښتنو ته ډېر پام نه کوي، دوی یوازې د خپلو ګټو ترلاسه کولو په لټه کې وي.

Scroll to Top