د انتاناتو یو ګروپ دی چې په باکتریا، پرازیټ او ویریوس پکې شامل دی او د ا هغه انتانا دي چې د مور نه کوچني ته لېږدول کېږي.
او په کوچني کې د Anomalies او Fetal loss سبب کېږي.
لاندې انتانات پکې شامل دي:
Toxo phlasmosis _ : T
(Syphilis – vari cella zoster provirus – listeriosis) other infection _ o
Rubella _R
Cytomegallo virus _ C
Herpes simplex type 2 _ H
چې موږه یواځې د Toxoplas mosis په اړه معلومات ارایه کوو.
Toxoplas mosis:
دا یوه پرازیټي ناروغي ده کوم چې Toxo plasma gondi په واسطه پیداکېږي او دا پرازیټ په غوښه او Veget able کې شتون لري.
نو که غوښه ښه سمه پخه نشي او یا هم ترکاري سمه ونه مېنځل شي، ددې پرازیټ Cyst او هګۍ انسان ته لېږل کېږي او د ککړو اوبو لهلارې لېږدول کېږي.
د یادونې وړ ده چې دغه خوراکي شیان او د څښلو اوبه د پیشوګانو او سپیو د غایطه موادو په واسطه ککړېږي.
Maternal and fetal effect:
د حمل په جریان کې جنین د انتان د خطر سره مخ کېږي چې دپلاسنتا له طریقه ورته انتقالېږي.
دا انتان حمل ډېر د خطر سره مخامخ کوي او د جنین وژونکی دی، خصوصاً د حمل په اولو وختونو کې، همدا راز شل سلنه کوچنیانFetal syndrome ورکوي لکه Choroidoretinitis microcephaly hydrocephaly convulsions
Patchy cerebral calci fication کیدای شي راتلونکې کې د دید مشکلات ولري.
او که چېرته انتان د حاملګۍ په وروستیو وختونو کې پیدا شي نو کیدای شي نوزاد اختلاجات jaundice یا ژیړی ـ pneumonistis دیدد مشکلات او او داسې نور پیدا کړي.
کلنیک:
اکثره بې عرضه وي، خو ځینې ناروغانو کې لمفاوي عقداتو پړسوب د وجود په ځینو برخو کې او همدارنګه تبه، کسالت، بې اشتهایي، دعضلاتو دردونه، د ستوني درد او سردردۍ په ناروغ کې لېدل کېږي.
معاینات:
Serology
Sabin feld man dye test
Aeute infeetion کې IGM انتي باډي شتون.
Lymph node Biospy
PCR
وقایه:
ددې لپاره چې انتان د خپریدو څخه مخنیوی وشي. باید لاسونه په صابون ومېنځل شي دغه راز دې د پیشوګانو غایطه مواد په کور، باغونواو نورو ځایونو کې خوندي شي.
غوښه باید په ښه شکل سره پخه شي بیا وخوړول شي هم د حمل په دوران کې او هم هغه وخت چې پلان د حمل اخېستو موجود وي.
تداوي:
هغه دواګانې چې د حمل په جریان کې استعمالېږي عبارت دي له:
Spiramycin
Sulphadiazin
Pyrimethamine