کلونه مخکې د المان هیواد پر دوې برخې ویشل سوی وو.
شرقي المان او غربي المان.
او د برلین دېوال یې هم پر دوې برخې ویشلی وو، برلین شرقي او برلین غربي.
یوه ورځ د شرقي برلین څونفرو چي موټر یې د موردارۍ او د نه استعمال وړ شیانو ډک وو، د غربي برلین و خواته یې پر دېوال ور وغورځول.
د غربي برلین خلګو چي دا ولیدل، په ډېره اسانۍ سره یې کولای سوایي چي ددې غچ واخلي، او همداسي ناوړه شیان د شرقي برلینخواته ور واړه وي.
خو دوی داسي ونه کړه، دوی دخوراکي تو ډک موټر چی په هغه کې ډوډۍ، شیدې غوښې او داسي نور دضرورت وړ شیان وه، د شرقيبرلین وخواته سم منظم ور واړول.
د دې شیانو سره یې یو لیکلی خط هم یښي وو، چي په کښې لیکل سوي وه.
هر څه چی ځان ته خوښه وئ نورو ته یې هم خوښه وئ یا (ور کوئ یې).
موږ چي ځان ته څه خوښه وو، دادی نورو ته یې هم خوښه وو.
ستاسي په زړونو کې څه شي دي؟
۱ ـ نفرت که مینه؟
۲ ـ جنګ که سوله؟
۳ ـ مرګ که ژوند؟
۴ ـ جوړول که ورانول؟
نو لطفاُ صادقه واوسئ، کافي ده چي یوه لحظه په خپل ګرېوانه کې و ګورئ، د یوه انسان په ارزښت پوه سئ.
په ډېر ادب سره د یو او بل احترام وکړئ.
په ځانونو کې تغیر را ولئ، او زړونه مو له بې ځایه شیانو پاک کړئ.
نو همېشه یو بل ته مینه ور کړئ، او پاته ژوند مو ښکلی تېر کړئ.