ډېر کله به مو دا کلمه اورېدلې وي(دا وطن نه جوړېږي.) مګر دا د هغه وګړو فکر او د ژبې تکراري ذکر دی، چې په ذهن کې یې د هېواد د ابادۍ او خېرازۍ تصور او باور نه شته.
په نورو هېوادونو کې، چې کله ماشوم په خبرو راشي، نو پلرونه او د کورنۍ نور مشران یې ورته په ذهن کې د هېوادنۍ مینې داستانونه او ترانې اوروي، په مثبتو اړخونو ورته غږېږي، له منفي ګرایې څخه یې ژوغوري، د تعلیم، سالمې تربیې، حسنه اخلاق، د مشر- کشر احترام او د انسان پېژندنې منظم درسونه ورکوي.
مشهوره اصطلاح ده، چې ځوانان د ټولنې د ملا د تېر حیثیت لري، خو له هغه ځوانانو یې مراد دی، چې پورته ذکر شوې ځانګړنې ولري او له پیله یې د هېواد پالنې درسونه لوستي وي، کله چې زموږ مشرـ کشر، ښوونکی، پلار، ورور، ملګری ټول په یوه خوله وایي، چې دا وطن نه جوړېږي، نو څنګه به جوړ شي، چې زموږ لومړني درسونه منفي ګرایي ده؛ هیڅ په پرمختګونو، لاسته راوړنو، راغونې او بېلا بېلو نورو آبادیو په اړه غور نه کوو.
دلته اوس اندېښنه دا ده، چې پورته ذکر شوې نیمګړتیا، چې د انسان په وجود کې شتون ولري، نو دا شخص په ډېر لوی رواني رنځ اخته وبولئ، ځکه چې منفي غږېدل خپله یو ډول رواني رنځ دی، چې اوس مهال زموږ ډیری افغانان پرې اخته دي.
ښا! څه کول په کار دي؟ خلک په ځانګړي توګه هغه وګړي، چې منفي غږېږي او مثبت فکر نه لري، نو د هغوی ذهنونه تنویر او مرسته ورسره وشي، چې د دا ډول غږېدا او له خراب فکر څخه وژغورل شي، نو په دې برخه کې لاندې لارښوونې باید تعقیب شي:
د کورنۍ مشران:
په پیل کې د کورنۍ تربیې سره تړلي نور مساېل، چې انساني ژوند د کولو ښکاره بېلګې دي، لکه درس لوستل، مدرسې، ښوونځي، کورس او نورې بېلا بېلې لوبې ترسره کول او هغې ته رسېدګي کول دي، نو له هماغه ځایه باید د خپلو ماشومانو ذهنونه د وطن ابادۍ او هېوادنۍ مینې لپاره ورغول شي.
د ښونځیو ښوونکي:
له بله اړخه په دې برخه کې د ښونځیو ښونکي بنسټیز رول لري، چې له پیله د خپلو زده کوونکو لپاره د رسمي درسونو ترڅنک ځینې تشویقي برنامې ترسره کړي، د بریالیتوب کیسې ورته واوروي، نورې داسې بېلګې ورته وړاندې کړي، چې په هغې کې د ماشوم فکر او ذهن د وطن آبادۍ او ټولنیزو اړیکو پاللو ته راوبلل شي.
د پوهنتون استادان:
لږ په پراخه کچه که غور وشي، نو د پوهنتون استادان او زده کړیالان په دغه برخه کې هم ډېر اساسي رول لري، هغه په دې مانا، چې تر پوهنتونه یو ځوان(هلک او انجلۍ) رارسېږي، نو هغه د ژوند له یوې برخې پړاو څخه تېر شوی وي، هغه د پښتو متل دی، چې: ((د لمدو خټو لږې اوبه دار وي.)) مفهوم یې واضح دی، چې استادان باید له درسي ساعتونو وړاندې، منځ او په پای کې د هېوادنۍ مینې او راغونې لپاره ځوانان وهڅوي، مثبتې کیسې ورته واوروي، که امکان ولري، نو ځينې عملي بېلګې دې ورته وړاندې کړي.
علماء:
زموږ او ستاسې یو سنتي ټولنه ده، دلته تر هر چا زیات د علماء وو خبره ډېر اغېز او باور لري، که زموږ دیني عالمان په سمه توګه دغه دنده مخته یوسي او د جمعې ورځې په خُطبو کې داسې کیسې او بېلګې د ممبر له لارې وړاندې کړي، چې د هغې موضوع تر ډېره هېواد پالنې او مسوولیت پېژندنې په اړه راڅرخي، د دې ترڅنګ د صاحبه وو او پیغمبرانو داسې کیسې راواوروي، چې د خپل وطن سره د مینې او محبت په تړاو لیکل شوي وي، نو دا به هم په فکري تنویر کې رغنده رول ولوبوي.
مسوول چارواکي:
د وخت حاکمان باید ځوانانو ته د کار، زده کړو، اسانتیاو او بوختیاوو لپاره زمینه برابره کړي، که چېرې دوی بوخت وساتل شي، نو هيڅکله به منفي غږېدو ته زړه ښه نه کړي او نه به ورته وخت پیدا کړي، د دغې چارې لویه ګټه به دا وي، چې ځوانان به مو پردیو هېوادونو او وران کارو ډلو سره یو ځای کېدو ته زړه ښه نه کړي.
رسنۍ:
رسنۍ، مسوولین یې او ژورنالېستان په دې مکلف دي، چې ذهنیت جوړونې، د ټولنې اصلاح، د پیغام او اطلاعاتو پر خپل وخت رسولو لپاره خپل ټول امکانات په کار واچوي او د دې ترڅنګ داسې برنامې جوړې کړي، چې په هغې کې د ځوانانو هڅوول، د مسوولینو اګاه کول او هېواد پالنې په برنامو کې نوښتونه رامنځته کړي، بل دې په خبري سروېسونو کې له داسې خبرونو لیکلو او لوستلو څخه ډډه وکړي، چې په هغې کې پارونکي اړخونه زیات وي، د بېلګې په توګه داسې خبرونه باید نشر نه شي، چې د ځوانانو د هېواد پرېښودو ذکر په کې شوی وي یا له حده زیات د فساد، مرګ ژوبلې او وران کارویو په اړه بحث شوي وي، دا ځکه چې زموږ هېواد او هېوادوال لا په هغه پړاو کې نه دي، چې د ژوند بېلا بېلې اسانتیاوې ورته چمتو شوي وي، دلته په رواني رنځ مبتلا وکړي، ډېر ژر احساساتي کېږي او بیا په منفي غږېدو خپل وخت ضایع کوي، نو ښه خبره دا ده، چې تر ډېره دې تفریحي، تعلیمي او ورزشي برنامو ته پاملرنه وشي.