د شعر په اړه مکالمه/ احسان الله درمل

یوه شاعر ملگري سره مې د شعر او پيام په اړه مکالمه کړې. دغسې یو شی ترې جوړ شو. خبرې تکراري دي خو شايد یو نیم نوی ملگری یې ولولي او یوه نیمه یې ورته نوې وي.
یو ځل بیا سلام او مینه!
خبرې سل او سر یې یو، نو را پیل به یې کړو.
ستاسو له خبرو اول د شعر په اړه د غایې او وسیلې بحث ته ځو. پوښتنه دا ده چې شعر غایه ده که وسیله؟ د دې پوښتنې تر ځوابولو وړاندې ښه ده چې صرف یوه لنډه یادونه وکړم چې هره پدیده څلور علتونه لري. مادي، فاعلي، صوري یا شکلي او غایي یا موخیز علت. دا کوټه چې زه پکې همدا اوس ناست یم، مادي علت یې خاورې، خښتې او سیمټ دي؛ فاعلي علت یې د دې کوټې جوړوونکی دی؛ شکلي علت یې مستطیل او غایي علت یې دا دی چې موږ له باد، باران او گرمۍ نه پکې پناه اخلو. دا کیسه د شعر په اړه هم صدق کوي.
د شعر مادي علت د اپلاتون په نزد ممسیس یا تخیل دی نه پیام؛ فاعلي علت یې د اپلاتون په نزد د شعر الاهه ده خو موږ تاسې یې الهام یا شاعر گڼو؛ د شعر صوري یا شکلي علت غزل، قصیده، مثنوي او نور دي یانې د شعر مختلف اصناف او بلاخره د شعر غایي علت د هنري ښکلا او لذت ایجاد دی. دا چې موږ خپل عاطفي حالت له نورو سره په هنري بڼه شریک کړو او په هغوی کې هم دغه عاطفي حالت ایجاد کړو.
د دې خبرو مطلب دا دی چې شعر په اصل کې د پیام یا خارجي فکر د ابلاغ وسیله نه ده. که د فکر او پیام رسول مو موخه وي، نثر تر هرې بلې وسیلې فعاله او یو څه د لویې ججورې وسیله ده. په نثر کې موږ پیام او فکر په اسانۍ رسولای شو. خو په شعر کې اصلي موخه د هنري لذت، ښکلا او عواطفو انتقال وي. د شعر مضمون هم باید د شعر د نورو برخو غوندې شاعر پخپله جوړ کړی وي. که شعر صرف د ظرف کار کوي او مظروف یې له بېرون څخه را واخلو، شعر نه دی نظم دی. ارسطو به ویل چې که د هیروډیټس تاریخ په نظم هم ولیکو تاریخ دی، شعر نه ترې جوړېږي، ځکه چې شعر د تاریخ لپاره وسیله شوی دی. زه ډاکټر یم، همدا اوس کولای شم چې د زړه اناټومي او فزیولوژي او نور ډېر طبي پیامونه درته منظوم کړم او داسې یې منظوم کړم چې د خلکو په درد به هم وخوري. زما لیکنه شاید گټوره هم وي خو لاریب چې شعر به نه وي. د یوه متن د شعر کېدو لپاره پر دې فکر نه دی پکار چې موږ څه وایو؟ (What to say?) بلکې اصلي مهمه پوښتنه دا ده چې څنگه یې وایو؟ (How to say?). یعنې شاعري څه ویل نه، بلکې څنگه ویل دي. د شاعرانو کمال دا دی چې عادي خبرې په داسې بڼه کوي چې په اوریدونکي کې د تعجب او حیرانۍ د ایجاد سبب کېږي. دوی داسې خبرې نکوي چې خلک یې د عقل او فلسفې په تله وتلي.
دوهم لوی او مهم بحث د شعر د عناصرو دی. موږ وایو چې شعر په اهنگینه ژبه د خیال او فکر له عاطفي تړونه رغېدونکی شکل دی. په دې تعریف کې راغلي عناصر آهنگ، ژبه، خیال، عاطفه، فکر او شکل دي. دا داسې ده لکه د یوې غذایي مېنو اجزاوې. د یوې غذایي مېنو د برابرولو پر مهال موږ د اجزاوو تناسب ته پام کوو. مالگه، غوړي، غوښه او نور اجزا ټول یو برابر او یوه اندازه نه وي. څوک په گرامونو وي او څوک په کیلو گرامونو. د شعر بحث هم هوبهو دغسې دی. تر ټولو مهم عنصر عاطفه ده. عاطفه باید تر نورو عناصرو پیاوړې او زیاته وي او د کشتۍ غوندې د نورو عناصرو پر بحر سپره وي. د مولینا خبره:
آب در کشتی هلاک کشتی است
لیک اندر زیر کشتی پشتی است
مطلب که نورو عناصرو لکه وزن، تخیل، فکر او شکل د عاطفې بېړۍ ډوبه کړه نو شعر ژوندی نه پاتېږي او که عاطفه پر دې عناصرو لاسبرې وه نو بیا د شعر له ژوند سره داسې مرسته کوي لکه د بحر اوبه چې تر کشتۍ لاندې وي. عاطفه د حوادثو او چاپیریال پر وړاندې زموږ ذهني او عصبي عکس العملونه دي. دغه عکس العملونه موږ په شعر اړوو او که شعر له دې عکس العملونو څخه نه وي را زېږېدلی، ژوندي پاتېدل یې ناشوني دي. هر هغه شعر پر موږ ډېر اغېز لري چې شاعر یې عاطفي شوی او بیا یې خپله عاطفه شعر کړې وي. دوهم مهم عنصر تخیل دی. تخیل عاطفې ته شکل ورکوي او په یوه جاویدان تصویر یې اړوي. مثلاً مرگ او ژوند د بشر یوه همېشنۍ عاطفي موضوع ده. موږ چې له جهانه روانې کډې وینو نو عاطفي کېږو او پر خپل برخلیک او د دې نړۍ پر پوچتوب ارمان راځي. استاد پسرلی دغه عاطفه داسې په تصویر اړوي.
راغلم جهان ځای د اوسېدو نه و
کډه په زیړي مازدیگر بېرته وړم
اوس نو عاطفه تصویر شوه. جهان له یوه کلي یا ښار سره ورته گڼل شوی چې خلک په زېړ مازدیگر ترې کډې باروي. یعنې جهان د شپې تېرولو ځای نه دی، باید په زېړ مازدیگر ترې کډې بار کړو. د دې شعر اصلي زړی هماغه د مرگ، ژوند او دې فاني نړۍ په اړه د شاعر عاطفي غبرگون دی خو دا غبرگون چې کله په تصویر بدل شو نو شعر شو. همدا عاطفي غبرگون ممکن ډېر خلک ولري خو چې تخیل یې تصویر نکړي، شعر نه دی. اوس نو په دې شعر کې د فکر مسله راځي او هغه یې وروستنۍ مسله ده. له دې شعره موږ فکر په خپله اخیستلای شو خو شعر ویل شوی د عاطفي غبرگون د تجسم په پار دی. ځکه نو عاطفه او تخیل د شعر داسې دوه مهم او بنسټیز عناصر دي چې که په شعر کې نه وي، شعر هم نشته. دا نور عناصر اختیاري دي. مثلاً که په شعر کې فکر هم نه وي شعر دی؛ که وزن او اهنگ هم ونلري شعر کیدای شي لکه منثور شعرونه او شکل یې هم همداسې در واخله. څه چې ډېر مهم دي هغه عاطفه ده چې باید د تخیل په مویک انځور شي او بیا د ژبې په ظرف کې وړاندې شي.
درېیم بحث د شاعر د مسولیتونو بحث دی. د شاعر مسولیتونه گڼ دي. د تاریخ پر وړاندې، د ټولنې پر وړاندې، د ځان پر وړاندې او د هنر پر وړاندې. یعنې شاعر ځکه لوی شخص دی چې له دې ټولو مسولیتونو څخه په یوه وار هسکه غړۍ را ووځي. دی به نه خلک هېروي، نه ټولنه او نه هنر. که د خلکو او ټولنې مینې ترې هنر هېر کړ د خیر سړی، واعظ او خیرخوا به شي خو شاعري یې په شک کې ده.
له دې ټولو کیسو مطلب دا دی چې شاعري خو سخته ځکه ده چې دغه جنجالونه لري. د عوامو ذوق او طبعې ته را ښکته کېدل اسان کار دی خو د دې بیه لوړه ده. د خواصو او باذوقه لوستونکیو بایلل چې د شعر اصلي جوهر ټاکي. مطلب د ادبیاتو تاریخ د یوه شاعر د شعر پر عام پسندۍ او شهرت خبره نکوي، د هغه د شعر جوهر ته به تم کېږي. عوام د شعر په ذاتي جوهر او هنر نه پوهېږي، ځکه یې نو قیمت هم نشي ټاکلای. د عوامو په اړه د سنایي دا مرغلره د اورېدو ده چې:
گاو را باور دارند اندر خدایي عامیان
نوح را باور ندارند از پی بیغمبری
یعنې:
گوره عوام چې خوسکی په خدایۍ ومني
د شک په سترگه به د نوح پیغمبرۍ ته گوري
(ازاده ژباړه)
بله خبره دا ده چې د شاعر مسولیت دا دی چې د خلکو ذوق له ځان سره پورته کړي، نه دا چې د دوی ذوقي سطحې ته را ټیټ شي. اول کار سخت دی او دوهم اسان. موږ ته بویه چې سختې چارې وکړو.
د ادبیاتو د تاریخ په استناد ټول هغه شاعران لوی او ژوندي شاعران دي چې خپل ذوق او هنر یې پاللی. گنې ولې له دومره ډېرو یو خوشحال، یو رحمان، یو بیدل، یو حافظ او مولینا لولو او نور مو هېر دي؟
Scroll to Top