انار، هنداوڼې، وچې میوې، د شعرونو دیوان، بلې شمعې او تود شوی بنډار… دا انځورونه به مو په ټولنیزو رسنیو کې تر سترګو شوي وي. خو دا مزې تل نه وي، بلکې یوازې د هغه شپې ځانګړنه وي چې (یلدا) یې بولي.
د دې شپې په اړه باور دا دی چې د کال تر ټولو اوږده شپه ده. دا هم ویل کېږي چې له دې وروسته شپې په لنډېدو کېږي، نو په دې معنی ده چې تیاره په کمېدو شي او خلک د رڼا (ورځ) اوږدېدو ته په تمه وي.
ځينې خلک دغه د کال اوږده شپه په همدې نیت نمانځي، د شپې تر ناوخته کېني، بنډار کوي، میوې خوري او د کورنۍ ټول غړي سره را ټولېږي تر نیمو نیمو شپو کیسي کوي.
د یلدا شپې رواج په پښتنو کې لږ دی یا په نشت حساب دی، خو فارسي ژبي او خصوصاً ایران یې په منظم ډول نمانځي او د هغوی په باور د دې جشن لرغونتیا له میلاده ۵۰۰ کاله مخکې د لومړي داریوش زمانې ته ور ګرځي.
کیسو او بنډارونو تر څنګ د یلدا د شپې یوه ځانګړنه د حافظ دیوان دی. د دې شپې نمانځونکي وايي چې په دغه شپه د حافظ دیوان (د فارسي ژبې شاعر) دیوان لوستل کېږي او مینه وال پرې خپل فالونه ګوري او د راتلونکي په اړه اټکلونه کوي.
آجیل، د وچو میوو ګډوله ده چې د یلدا د شپې یوه ځانګړنه ده او دغه میوه د شپې په بنډار کې له چایو سره خوړل کېږي.
هندواڼه، دا هم د یلدا د شپې یو سمبول دی او د دې شپې نمانځونکي په دې باور دی چې هندواڼه په دې شپه د ژمي په ساړه زده کې د راتلونکي اوړي د ګرمۍ یاد تازه کوي.
انار، انار هم د یلدا د شپې لپاره یوه اړینه میوه بلل کېږي، خو د تاریخي ارزښت تر څنګ یې ځينې خلک په دې نظر هم دي چې د انارو د روغتیايي ګټو او ویټامین سي د لرلو له وجې دغه میوه خلکو سره انرژۍ موندلو او ویښ پاتې کېدلو کې مرسته کوي.
خو دا جشن یو لرغونی دیني اړخ هم لري او علي اکبر دهخدا د دې جشن په اړه وایي چې:
د یلدا شپه (شب چله) له ډېر لرغوني وخته نمانځل کېږي. په دې شپه به لرغوني ایرانیان اور ته را ټولېدل، جشن او مستي او نڅا به یې کوله. او بیا به یې وروسته پراخه دسترخوان خپراوه او خوراک به یې کاوه چې ډوډۍ، شیریني، حلوا او د قربانۍ غوښه به په کې وو.
د دې ټولو تاریخي ارزښتونو سره په اوسنۍ بوخته نړۍ کې د یلدا د شپې ارزښت په دې خاطر هم ډېر دی چې د کورنیو غړي زیاتره په خپلو چارو بوخت وي او د پخوا په څېر یو بل سره د ناستې او بنډار وخت لږ پیدا کېږي، نو د یلدا شپه له خپلو خوږو سره د ناستې او بنډار یوه بهانه کېدای شي.