“کله چې زه ځوان وم، ډېرې دندې مې بدلې کړې… زما لپاره ستونزمنه وه چې دنده ترلاسه کړم او خپله ګيډه مړه کړم.
ډېر وخت په یوه هوټل کې آشپز وم.
وروسته بیا د یوه مشهور فوتوګرافر (عکاس)مرستيال شوم. ما هلته ډېر مشهور خلک لیدل. ما په ريښتيا غوښتل د هغو مشهور خلکو لاسلیکونه واخلم کوم چې هلته د عکس اخیستو لپاره راتلل؛ مګر زه یوازې یو مرستيال وم، ما د دوی سره د نږدې کیدو حق نه درلود.
یوه ورځ د خپل رئيس سره ناست وم، هغه راته ویل:
ستا څېره ښکلې ده؛ نو ولې موډل کېږې نه؟ د دې د خبرې په اورېدو سره حیران شوم. رئيس مې یوه ورځ د شات اخيستلو لپاره وټاکله، هغه ورځ موږ ډېرو ځایونو ته لاړو او ډېر عکسونه مو واخیستل، ځکه موږ نشوای کولای ټول عکسونه په یو ځای کې واخلو، موږ په يوه دېوال وختلو.
هغه دېوال چې موږ پرې عکس اخیستلو، د یوه لوی (شتمن) د کور دیوال و. زه په هغه دېوال پورته شوم او اکټ مې وکړ، ما یوازې دوه یا درې عکسونه واخيستل کله چې د کور ساتونکی راغی، راته ویل یې: “له دېواله ښکته شه، دا دېوال په شتمنو پورې اړه لري.” زه له دېوال څخه ښکته شوم. په داسې حال کې چې زما سترګې لمدې وې … ما له ځان سره وویل؛ که یوه ورځ شتمن شوم، دومره لوی کور به واخلم.
“اوس تاسو باور کولای شئ هغه کور چې زه يې له دېواله را ښکته کړم. اوس هغه کور زما دی او زه په هغه کور کې اوسېږم.” ژوند هېڅکله په يوه کې حالت کې نه پاتې کېږي
ځینې وخت کمیس په موږ کې تنګېږي او ځینې وختونه موږ په کمیس کې.
د نړۍ ښه او بد تېرېږي؛ مګر یو شی چې تر مرګه نه هیرېږي،هغه د نورو ترخې خبرې دي چې ځینې وختونه پوهیږي وايي او ځيني وختونه په ناپوهۍ کې ترينه ويل کېږي .