د دمشق سوداګر (ناچاپ کتاب) – شپږمه برخه

شپږم څپرکی

تقریباً دوه اونۍ وروسته چې کاروان په پلمېرا کې خپل استوګنځای ته راستون شو، حفیظ یو سهار په استبل کې له خپل کټ نه راپورته شواو مشر ته د ورتګ پرېکړه یې وکړه.

زر د خپل مشر د خوب خونې ته ورغی او د خوب د یوه  ستر تخت مخې ته ودرېده. مشر سترګې پرانیستې، ویې موښلې او کېناست.

سترګې یې ستړې ښکارېدې، په لاسونو کې یې د وینې رګونه نېغ نېغ راوتي وو. د حفیظ بیخي باور نه راته چې دا ګني هماغه کس دیچې ده ورسره دوه اونۍ مخکې خبرې کړې وې.

مشر ځان د کټ یوې څنډې ته ور ټول کړ، ځوان ورسره په بازو کېناست او د بوډا سړي خبرو ته یې غوږ ونیوه. د مشر غږ هم تر پخوا ډېربدل شوی و، ویې ویل:

زویه، تا ډېرې ورځې د پلورونکي کېدو شوق درلود، اوس هم درکې هغه شوق پاتې دی؟

هو صیبه

سړي سر وخوځاوه، ویې ویل:

ښه نو، ما ویل چې زه به تاسه ډېر وخت تېر کړم، خو ته ګورې چې نور کارونه هم راته پراته دي. سره ددې چې زه ډېر ښه پلورونکییم، خو مرګ بیا هم له خپلې دروازې بهر نه شم پلورلی. له څو ورځو راته اوږی تږی په دروازه کې ولاړ دی، په همدې تمه ولاړ دی چې یوهورځ به رانه دروازه خلاصه پاتې شي…)

سړی ټوخي ونیوه، حفیظ ورسره همداسې غلی ناست و، بالاخره یې ټوخی غلی شو، سړي نرۍ موسکا وکړه، ویې ویل:

زما او ستا وخت لږ دی، نو راځه چې پیل یې کړو. لومړی هغه وړوکی بکس را واخله چې د کټ لاندې پروت دی.

حفیظ ښکته شو، یو کوچنی بکس یې را واخیست، څرمني پټۍ پرې اوښتې وې. زاړه سړي غړۍ تازه کړه، ویې ویل:

څو کاله مخکې چې زه ان له تانه هم په ټيټ حالت کې وم، ما په هغه وخت کې د یوه مسافر ژوند وژغوره، هغه ټینګار کاوه چې زماژوند دې ژغورلی او زه به ډالۍ درکوم. دا چې زما کورنۍ او خپلوان نه وو، هغه راته وویل چې ماسره زما ځای (کېن) ته لاړ شه، زه  ورسرهلاړم او همالته ورسره وم.

زه چې له خپل نوي ژوند سره عادت شوم، هغه کس راته یوه ورځ خپل بکس وښود. په بکس کې لس د څرمنې لیکونه تاو شوي پراته وو، پههر یوه، یوه شمېره لیکل شوې وه. په لومړي لیک کې د زده کړې راز و او په نورو کې ټول هغه اصول او رازونه وو چې په خرڅلاو کې د تکړهکېدو لپاره اړین وو. په ورپسې کال به ماته هره ورځ د هغه لیکنو مهم درس راکول کېده. د لومړي لیک په لوستو مې دا کمال زده کړ چې پهنورو لیکونو کې راغلي شیان مې زده کړل او بالاخره هغه زما د فکر او ژوند برخه شول. بیخي مې عادت شول.

په اخره کې یې راته هغه بکس، لس لیکونه او یوه همیانۍ راکړل، په همینانۍ کې پنځوس طلاوې وې. یو سر تړلی لیک هم و، راته یې ویليوو چې تر څو له دې ځایه فنا شوی نه یې، دا لیک به نه سپړې. ما هغې کورنۍ سره خدای په اماني وکړه، لیک مې همداسې بند ځان سرهرا واخیست، تر دې چې د پلمېرا لویې سوداګریزې لارې ته راووتم. دلته مې چې لیک خلاص کړ، په کې لیکلي وو چې طلاوې واخلم، پهلیکونو کې مې چې څه زده کړي هغه عملي کړم او خپل نوی ژوند پيل کړم. په لیک کې یې دا هم لیکلي وو چې خپله نیمه شتمني به بیوزلوسره شریکوم، خو دا لیک به تر هغې چاته نه ورکوم چې تر څو مې یو کس او په هغه کې یوه پټه نښه نه وي لیدلي، د هغه نښې درلودونکیبه ددې لیکونو راتلونکی خاوند وي.

حفیظ سر وخوځاوه، ورته یې وویل:

زه ستاسې په خبره پوه نه شوم صېبه

زه به دې پوه کړم، ما هغه خبره په غوږ کې نیولې وه او کس مې لټاوه، څه مې چې له هغو لیکونو زده کړي وو، هغه مې ټول په ژوندکې عملي کول او ښه شتمني مې پرې وګټله، خو تر څنګ یې نور دې فکر ته هم رسېدلای وم چې زما په ژوند به ګني ددې راتلونکی خاوندونه وینم. په دې وخت کې ته د بیت لحم له سفره راستون شوې. ما چې ولیدل هغه ستوری تا لا بیت لحم نه څاري، نو په زړه کې راتېر شولچې ددې لیکونو راتلونکی خاوند همدا ته یې. په زړه کې مې وویل چې زه به دې د هغه شپې په معنا پوهوم، خو ومې ویل چې د خدای پهکارونو کې ګوتې مه وهه. بیا راته تا دا کیسه وکړه چې کمیس دې هغه ماشوم ته ورکړ، هغه کمیس تاته ډېر ارزښت درلود. په دې وخت کېزما په زړه کې را وګرځېدل چې زما اوږد لټون همدلته پای ته ورسېده. ما بالاخره هغه کس پیدا کړ چې دغه بکس مې باید ورته سپارلی وی. جالبه دا ده له کومې ورځې چې ما فکر وکړ هغه کس مې موندلای، له هغې ورځې مې بدن هم په ضعیفېدو شو. اوس مې وروستۍ ورځېدي، خو زما اوږد لټون ختم شو، اوس له دې نړۍ ښه په خوشالۍ تللی شم.

د سړي غږ ټيټ شو، خپل زاړه موټي یې راټول کړل او پر حفیظ لږ ور تکیه شو، ورته یې وویل:

ښه راته غږ شه زویه، ځکه بیا د دې تورو د تکرار وس نه لرم.

د حفیظ سترګې ډکې شوې، خپل مشر ته نږدې شو، لاسونه یې سره ولګېدل او لوی سوداګر ورته په وویل:

زه اوس دا بکس او ددې ارزښتمن شیان ټول تاته درکوم، خو لومړی ځینې شرایط دي چې ته یې باید ومنې. په دې بکس کې د سرود سلو سیکو یوه کڅوړه ده. دا به درسره په ژوند کولو او لږو قالینو اخیستو کې مرسته وکړي چې ته پرې کاروباري نړۍ ته ننوځې. ما درتهډېرې پيسې درکولای شوې، خو هغه به دې خراب کړي. نو ښه دا ده چې په خپلو مټو د نړۍ ستر پلورونکی او سوداګر شې. پام خو دېدی کنه، ستا هدف مې لا نه دی هېر شوی.

همدا اوس له دې ښاره روان شه او دمشق ته لاړ شه. ته چې له دې لیکونو کومې زده کړې کوې، هلته یې د عملي کولو ډېر زیات فرصتونهدي. هلته چې په خیر ورسېدې، په دې بکس کې پروت لومړی لیک به خلاص کړې. دا به لیک به څو ځله ولولې او په هغو لارو چارو به ځانپوه کړې چې په نورو لیکونو کې د خرڅلاو په اصولو دې پوهوي. له هره یوه لیکه چې زده کړه کوې، د اخیستل شویو قالینو خرڅلاو همپیلولای شې، بیا چې ته له دې لیکونو څه زده کوې هغه به له خپلې تجربې سره یوځای کوې. همداسې به د لارښوونې له مخې یو یو لیکلولې او خرڅلاو به دې ورځ په ورځ زیاتېږي. زما لومړی شرط دی چې ما سره به قسم یا ژمنه کوې چې د لومړي لیک لارښوونې به عمليکوې، سمه ده؟

سمه ده!

ډېر ښهاو که بیا تا د دې ټولو لیکونو اصول عملي کړل، نو تر هغې به ډېر شتمن شې چې فکر دې کاوه. دویم شرط مې دا دی چېته به تل خپله نیمه شتمني تر ځان غریبو خلکو ته ورکوې. سمه ده؟

سمه ده!

اوس تر ټولو مهم شرط. ته به نه دا لیکونه او نه په دې لیکونو کې راغلې پوهه بل چاته ورکوې. یوه ورځ به یو کس راشي او یوه نښه بهپه کې ووینې، لکه ما چې ستا په سر ستوری او ستا هغه قرباني د نښې په توګه ولیدله. ته چې هغه کس سره مخ شې، نو هغه نښه بهووینې، سره ددې چې هغه کس ښايي پوه هم نه شي چې نښه یې درلوده. که ستا زړه ډاډه شو چې همدا کس دی، نو بیا بیا به دا بکس اوپه دې بکس کې پراته شیان هغه/ هغې ته ورکړې. دا شیان چې ورکوې، نو داسې هېڅ شرط به پرې نه ږدې لکه په ما چې ایښودل شوي اوزه یې اوس په تا ږدم. ما چې کلونه مخکې دا لیک ترلاسه کاوه، راته ویل شوي وو چې درېیم کس که وغواړي دا معلومات له نورو خلکو سرهشریکولای شي. ته ژمنه کوې چې دا بکس به درېیم کس ته رسوې؟

هو، رسوم یې!

پتروس داسې د ارام ساه واخیسته لکه کوم لوی پېټی چې ترې لرې شوی وي. نرۍ خندا یې وکړه، د حفیظ په مخ یې خپل زوړ لاسراښکه او ورته یې وویل:

بکس واخله او ځه. زه دې بیا نه شم لیدلای. زما مینه او دعا درسره ده. بریا دې په برخه، خدای دې وکړي ته او لیشا هغه ټولېخوښۍ او بریالیتوبونه سره شریک کړئ چې راتلونکی وخت یې درته راوړي.

د حفیظ پر مخ اوښکې روانې شوې. بکس یې واخیست او له دروازې یې بهر را وویست. بهر یوه شېبه ودرېده، بکس یې په ځمکه کېښود،بېرته خپل مشر ته ستون شو، پوښتنه یې ترې وکړه:

که زما د بریالیتوب هوډ قوي وي، نو ناکامي مې هېڅکله نه شي ماتولای؟

بوډا سړی په خندا شو، سر یې وخوځاوه او د خدای په امانۍ لاس یې پورته کړ.

Scroll to Top