ژوند يو خوب/ لنډه کیسه/ حيات بهير

د ماسپښين ټکنده غرمه وه، چارچاپېره بې سارې خاموشي خوره وه، خلک د يو بل څخه د خپلو حسابونو په ټولولو سره بوخت ول، هټۍبندېدې او د ښار ګڼه ګوڼه مخ پر زياتېدو وه، د موټرونو هارنونه بيخي ډېر او د چلوونکو بې صبري له حده ډېره وه. د تل په څېر د دفتر دومپوړ ته وختم، همکاران مې ټول ناکراره ول، چا به د کړکۍ څخه لاندې سيمه تر خپلو سترګو لاندې ساتلې وه، او چا به هم په بې صبرۍ يواو بل لوري ته بې موخې قدمونه اخيستل. وږی شوی وم، د دفتر له صفاکار نه مې وپوښتل:

خوراک ته څه شته؟ وږی شوی يم.

صفاکار چې د قوارې څخه لنډ خو ډېر غلی انسان وو، په نهيلۍ راته وکتل او ويې ويل:

د ښار هوټلونه ټول بند شوي دي، زه خبر نه وم چې نن ورځ به داسې يو بد حالت سره مخ کېږو، کنه نو سهار به مې خپله سودا راوړېوی او خپله به مې يو څه پاخه کړي وی.

څه مې ونه ويل او پورته پنځم پوړ ته پورته شوم. شاوخوا د ښار حالت بيخي بدل وو، هر لوري ته يوازې او يوازې د خلکو منډې او ترړې ترنظر کېدې، لارې بندې او هټۍ يو د بل پسې په چټکۍ بندېدې. دې ټولو حالتونو ته په کتو يوازې يوه خبره مې ذهن کې تېرېده، هو، نور څهپاتې نه دي، بايد ژر تر ژره ځان وباسم.

له دفتره ژر ښکته شوم، د موټرونو د پارکېنګ په لوري وخوځېدم، اوس نو په سړکونو د کوچني موټرونو سره لوی بار وړونکي موټرونه همهارنونه پيل کړي ول، په يو ډول دا صحنه د هاليووډ د فلمونو د اکشن د صحنې په څېر راته برېښېده. موټر دروازه مې خلاصه کړه او موټرمې چالان کړ. د پارکېنګ څخه په وتو کې د پارکېنګ ساتوونکي وويل:

اوازه خپره ده چې څو د تېلو ټانکونه سوزول شوي، او دلته هم يره خپره ده چې ښار هم د بار وړونکو لويو لاريو او د تېلو ټانکرو څخهډک دی، ممکن دلته هم بد حالت سره ښاريان مخ شي.

ما څه ونه ويل او د فرعي سړک چپ لوري ته تاو شوم. غوښتل مې چې لږ وړاندې د فرعي سړک څخه عمومي سړک ته ځان وباسم او ژرتر ژره له ښاره ووځم او خپل کور ته ځان ورسوم. عمومي سړک ته پورته او په خپل مسير مخکې روان شوم. دېرش متره به نه وم تللی چېيو ډېر ډارونکی غږ مې تر غوږ شو، له وارخطايۍ مې سمدلاسه شاته وکتل، د پارکېنګ د ساتوونکي خبره رښتيا وه، د تېلو ټانکر اورواخيست او سړک په بشپړ ډول له دواړو لوريو بند شو. لږ وړاندې لاړم خو نور لاره داسې بنده شوه چې د خلاصېدو هيله يې هيڅ نه وه. لهڅه ځنډ وروسته لږ مخکې شوم او څنګ کې يو پېټرول پمپ ته چې يوازې دوه ساتوونکي يې موجود ول، خپل موټر مې ور دننه کړ. ساتوونکو وويلې چې حالت سم نه دی او مونږ دې د موټر ذمه واري نه شو اخيستی. ما ورغبرګه کړه چې که پاتې وو، امانت به مې واخلماو که مړ وم دربښلی مې دی.

په منډه راووتم، اوس نو حقيقي فلمي صحنه د ليدلو وه، ټولو منډې وهلې، ما هم منډې پيل کړې. هر څوک په دې هڅه کې دی چې له ښارهژر ووځي. اوازه خپره ده چې وسلوال ښار ته دننه شوي او د ښار د دفاع لپاره هيڅوک هم نشته. يو لس دقيقې مې منډې وکړې، نور مېنه شو کولی، وږیتږی وم. يوې څلورلارې ته په رسېدو د ونې سيورې ته ودرېدم، لږ ځنډ وروسته په خاورو کېناستم، نور راکې سيکه نه وهچې ولاړ دې ووسم.

په فکرونو کې ډوب وم چې د سړک پورې غاړه کې مې يوه پېغله تر سترګو شوه. يرېدلې وه او ماسک يې ساه ور بنده کړې وه. داسېښکارېده چې هغه هم زما غوندې له منډې کولو وروسته ستړې شوې او خپله دمه جوړوي. لومړيو کې مې ډېر ورته پام نه وو، خو چې لږورته ځير شوم، د زړه درزا مې ډېره شوه. زړه نا زړه له خپله ځايه پورته شوم. د سړک پورې غاړه واوښتم، هغې ته نږدې ودرېدم. زما فکردا وو چې دا ښکلا ده. د ښکلا ورور سره مې د وټڅ اپ له لارې د يو انلاين دندې پر مهال پېژندګلوي شوې وه. ناڅاپه مې له خولې ووتل:

ته د څرګند خور خو نه يې؟

هغې مخ راواړوه او په جديت يې وويل:

نه! زه د هغې مېرمن يم.

د هغې په دې خبرې حيران شوم، سترګې يې هماغه سترګې، غږ هماغه او جديت او غرور هر څه هماغه، خو مخ يې ولې رانه پټ کړی؟ولې خپل ماسک نه لرې کوي؟ د هغې جديت ته په کتو مې فکر وکړ ممکن بل څوک ووسي. که ښکلا وی، نو خامخا به يې دې بد حالت کېد خپل حال او يا زما د حالت پوښتلي وی. لکه بايللی جوارګر بېرته د سړک غاړې ته راوګرځېدم. په سوچونو کې ډوب وم، د هغې فکر مېهم وروسته له وختونو نن په ډېره بده ورځ د ذهن دروازه وټکوله. هغه زما د پوهنتون د دويم سمسټر څخه ملګرې وه، ما څو، څو ځلې هغېته د ګډ ژوند کولو بلنه ورکړې وه، خو هغې به هر ځل ښه بې عزته کړم او زما غوښتنه به يې رد کړه. تل به يې ويل چې دا مينه، محبت،کيسې، شعرونه، ژړاګانې دا ټول عبث دي. خپل ژوند کوه. کله، کله به يې ډېر سخت هڅولم هم. د هغې حالت کله هم مالوم نه وو. کله به پهډېرو ټوکو ټکالو سره ساعتونه تېر شول، او کله به بيا په معمولي خبره د هغې حالت بدل شو. زه اوس له پوهنتونه فارغ شوی وم، دوه کالهشوي وو. په همدې سوچونو کې وم چې د يو وحشتناک غږ سره مې ټکان وخوړ. راکټ وو که بيا کوم ټانکر اور اخيستی وو. د ټوپک ډزې اود راکټونو غږونه اوس تقريباّ ټولو لپاره عادي شوي وو.

يو تور کوچنی موټر مې تر مخې تېر شو، ومې ليدل چې هماغه نجلۍ زمونږ يوې بلې ټولګيوالې سره د موټر شاته سيټ کې ناسته ده. زړهمې وشو چې خپلې ټولګيوالې موسکا باندې غږ وکړم چې که زما مرستې ته اړتيا لري، ورسره مرسته وکړم ځکه ځانته وه. بيا مې وويلېپرېده يې، اوس به دا نجلۍ وايي چې مخکې هم راغی او بې ځايه پوښتنې يې وکړې، اوس بيا فرصت غواړي ماسره خبرې وکړي. سر مښکته واچوه او ګړندي قدمونه مې اخيستل.

شاوخوا شل دقيقو پياده تګ نه وروسته ناڅاپه په خپل ځای ودرېدم. هماغه تور موټر، هماغه نجلۍ او زما ټولګيواله ته مې پام شو. دې ځلته مې پښو کې دمه ختمه شوه، قدمونه مې درانه شول، په موټر کې د موسکا ترڅنګ ناسته نجلۍ ښکلا وه. د زړه ضربان مې له حده ډېرګړندی شو. کلونه وړاندې مونږ سره نږدې ملګري وو، بيا ما د ګډ ژوند غوښتنه وکړه، ما هغې سره مينه لرله، هغې ته مې بار، بار ويلي وو،او بار، بار يې رد کړې وه. ژر موټر ته نږدې شوم، د موټر په شيشې مې ټکټک وکړ، ښکلا راوکتل، مخ يې لوڅ وو.

هغې په ډېره وارخطايۍ د موټر شيشه ښکته کړه. هيڅ مو ونه ويل. موسکا غمجنه وه، روغبړ مو وکړ. هغوی ته مې وويلې چې لارې بندېدي، بهتره به وي ښکته شي او ماسره يو ځای د ښار څخه د وتو هڅه وکړي. موسکا او ښکلا دواړه له موټره ښکته شوې. د عمومي سړکڅخه يوې کوڅې طرف ته لاړو. کوڅه کې دننه شو.

د ښار حالت ډېر بد وو، هر څه له لاسه تللي ول او وسلوالو د ښار ډېری برخه د خپلو جنګياليو پر مټ تر خپل کنټرول لاندې راوستې وه. ښکلا ته مې وکتل، ومې ویل:

اوس هم دروغ وايې او ما ځوروې؟

هغې ماسک ښکته کړ، سترګې يې له اوښکو ډکې وې، په ژړغوني غږ يې وويل:

ته لا هم هماغه لېونتوب کې يې، ته لا هم هماغه خپله خيالي دنيا کې ژوند کوې، نړۍ کې خلک څه کوي، دلته حالات ته ګوره او ستا دېخبرو ته ګوره.

غلی شوم. په زړه کې داسې خوشاله وم لکه چې د نړۍ پادشاهۍ ته نوماند شوی ووسم. موسکا راته وکتل او ويې ويل:

دومره وخت چېرته وې؟ خدای په داسې بده ورځ راسره مخ کړې.

ما هغې ته وويل چې يوازې خپل کار و بار کوم او څنګ کې يو دفتر کې نيمه ورځ کار کوم. هغې نور څه ونه ويل. شېبه وروسته مونږ پهداسې ټوکوټکالو سره اخته وو لکه چې دنيا ټول ګل و ګلزار ده. په خبرو، خبرو کې د دې اوږدې کوڅې پای ته ورسېدو. غوښتل مو چېښي لاس ته تاو شو او فرعي سړک ته ځان ورسو چې ښکلا راته وويل:

نه، نو تا لا هم واده نه دی کړی؟

نه، لا هم ستا مينه مې زړه کې ده، بل چا لپاره زه خدای نه يم جوړ کړی، بل چا لپاره زړه کې هيڅ مينه نه لرم. يوازې ستا د مينې تږیيم او وبه وسم.

هغې وخندل، ته ولا په رښتيا لېونی پاتې يې. ځان نه دی مجنون خان جوړ کړی او بې ځايه خبرې کوې. ځه خيرنه، خپل ژوند دې کوه.

ښکلا ته په کتو مې ورته وويل:

خير دی کنه، بس دی نور، اوس خو واده راسره وکړه.

دا مونږ سره چې روانه ده، دا به څنګه وي چې درته يې وکړو؟

نه، نه. هغه خو مې د خور په ځای ده، موسکا ته خو ما تل د خور په سترګه کتلي.

هغې وخندل او سر يې ښکته واچوه. کوڅه کې په تاوېدو وو چې يو جګ غږ مې تر غوږ شو:

اې! دلته راشه!

ما فکر وکړ کوم بل چاته به څوک نارې وهي. دا ځل مې په خشن غږ سره بيا واورېدل:

اې نکټايي داره! دلته راشه.

د کوڅې چپ طرف ته مې وکتل، د وسلوالو يو موټر او پنځهشپږ وسلوالو د کوڅې مخه ډب کړې. ورتاو شوم، د وسلوالو په لور داسېورغلم لکه چې د مېلمستيا بلنه يې راکړې وي. دنګ تک تور، اوږده ږيره او د اوږده ويښتانو خاوند وسلوال مې تر مخې ودرېد:

چېرته روان وئ؟ او دا دوه نور درسره څوک ول؟!

د ښار څخه ووځو او خپلو کورونو په لوري روان يو. هغوی، هغوی خو مې ټولګيوالې دي.

د وسلوال په مخ د غوسې نښې ښکارېدې، په تنده او کرکجنه لهجه يې وويل:

ژر، ژر ځان له دې ځايه باسه، کنه نو مونږ به ذمه وار نه يو.

پرته له دې چې نور څه ورسره ووايم راوګرځېدم. ژر، ژر مخکې راغلم. ګورم چې نه موسکا شته او نه هم ښکلا. حيران شوم چې دا څه کانهده. خدای مکړه وسلوالو خو به نه وي پورته کړې. څلور خواوې مې وکتلې خو هغوی مې تر نظر رانغلې. له ډېرې غوسې او اندېښنې مېلړزه په ځان راغله. درز شو او يو بل راکټ هم په همدې سيمه کې د کوم بې ګناه انسان په کور راپرېوت. لږه منډه مې واخيسته او مخکېلاړم، ګورم چې د يوې ونې څنډې ته ښکلا داسې ځان پټ کړې چې ټيکری يې له ليرې ښکاري. نور مې دا په ذهن کې هم نه وو چېموسکا به څه شوی وي.

ورمنډه مې کړه، د هغې څنګ ته ورسېدم، ورغږ مې کړ؟

ښکلا، ته دلته ناسته يې، زما خو دې زړه وويست، زه وډار شوم چې تاسې ته چا زيان نه وي رسولی.

هغه له خپله ځايه پورته شوه او په چغو،چغو يې ژړل، اوښکو يې پر ښکلي مخ لارې جوړې کړې وې، د هغې د مخ په ښي اننګي سره تازهوينه پرته وه. په وارخطايۍ مې وپوښتل:

دا مخ، دا مخ دې ولې هه؟؟ چا ووهلې؟؟ هغه بله ، موسکا يادوم، هغه څه شوه؟؟؟

هغې په سلګو، سلګو کې وویل:

نه هيڅ هم نه دي شوي، يوازې په ناپامۍ کې نه پوهېږم څه مې به مخ لګېدلی او وينې شوی. موسکا راته وويل راځه راسره ژر لاړه شهځکه مور مې کور کې ځانته ده او ماته اندېښمنه ده، ژر بايد لاړې شو. خو ما ورته وويل چې ته لاړه شه زه او زه اجمل ته منتظره يم. هغېډېر وويل چې اجمل به دومره ژر نه پرېدي، ښه به وي ژر لاړې شو. خو ما ونه منله. دلته ستا په انتظار کېناستم او ژړا راغله چې وسلوالوتاته کوم زيان نه وي رسولی.

د هغې تندی مې ښکل کړ، اوښکې مې وروچې کړې او د هغې سر مې خپلې سينې ته نږدې کړ. په لومړي ځل ښکلا زما په سينه خپل سرکېښوده، په لومړي ځل يې ماته انتظار کړی وو، په لومړي ځل يې ماته په خپلو سترګو کې مينه راوښوده. هغې په ژړغوني غږ وويل:

خدای دې امنيت ټينګ کړي.

ما وخندل او ومې ويل:

که ستا ديدن په کې هره ورځ کېږي، نو ښار دې هره ورځ همدسې ووسي خو چې ستا ديدن ووسي.

هغې ترخه موسکا وکړه. ما ترې وپوښتل:

اوس کور دې چېرته دی چې ژر دې ورسوم؟

زمونږ کور دلته نشته، نږدې ټوله کورنۍ مو له هېواده وتلې ده، يوازې زه او يو ورور مې دلته پاتې يو، يو اتاق لرو، خو نه پوهېږم هغه بېچاره به ځانته اتاق کې څومره ماته ناکراره وي.

زړه مې دېر سخت ودردېده، هغه مې نوره هم خپلې سينې ته نږدې کړه. څو کسان مو ترڅنګ تېر شول،خو ما هغه لا هم داسې کلکه نيولېوه لکه چې رانه الوځي.

د هغې ګرم لاس مې په لاس کې وو، او د کوڅې د بلې خوا لوري ته مو قدمونه اخیستل. نن ورځ زما لپاره د ژوند تر ټولو ښه ورځ وه، ممکنهغې ته هم نن ورځ بهترينه ورځ وه چې نور يې زما زړه نه ازاروه او نور يې نه ځورولم. زړه مې ډېر خوشاله وو، د خدای نه مې زړه کېشکر ادا کړ. خدای نه مې مننه وکړه چې هيله يې راپوره کړه. خو خبر نه وم چې دا هيله يوازې د يو څو دقيقو لپاره پوره شوې وه او زه اوهغه کله هم د يو بل لپاره خدای نه وو يو کړي. ناڅاپي بد وحشتناک غږ مې تر غوږ شو، پورته شوم په ځمکه وغورځېدم، تکه توره تياره شوه،شيبه مې هيڅ هم نه اورېدل او يوازې مې ددې تورې تيارې تماشه کوله، لږ ځنډ وروسته مې يو دوه کسان وليدل چې يو او بل خوا منډېوهي. له ځايه پورته کېدل مې غوښتل چې بېرته وغورځېدل، ځانته مې پام شو، پښې مې نه وې او يوازې وينې بهيدې.

پوه شوم، هغه څه وشول چې يرېدم. شاوخوا مې وکتل، ښکلا

بيا جګ شوم چې ښکلا ولټوم، بيا هم وغورځېدم، دوهدرې دقيقې وروسته مې پورې وکتل، نظر مې کار نه کاوه، سترګې مې وموښلې،ټولې وينې مې له سره بهيدې، لاسونه مې سره شوي وو، په ډېرې سختۍ مې وليدل چې د ښکلا نيم بدن په يو کونج کې پروت دی

اوښکې او وينې مې پر مخ سيلابونه جوړ کړي ول، ورو مې سر په ځمکه کېښود او بيا راجګ نه شوم

 

پای

Scroll to Top