ډیر ځله به مو له ځانه سره ویلي وي، چې هغه شخص یا زموږ ټولکیوال، ملګری او یا د ډیرو نورو کسانو په اړوند به مو دا خبره کړې وې چې ډېر پیاوړی او هدف درلودونکی ذهن لري ولې د خپل ذهن څخه به شکایت کوئ چې ذهن مې کمزوری دی، دا د تشویش وړ خبره نه ده ته هم کولی شې پیاوړی او هدفمند ذهن ولرې او د ژوند په چارو کې بریالی شخص و اوسې. په دغه لیکنه کې درته هغه لس لارې چارې وړاندې کوم چې کولی شيستاسې په ذهن جوړونه کې له تاسو سره مرسته وکړي.
پلان جوړونه او د ځانګړې موخې درلودل د قوي او هدفمند ذهن په جوړولو کې په لویه کچه رول او اغیزه لري. هغه شخص چې ځانګړی پلان او موخې لرې، د هغې د تر لاسه کولو لپاره خپل ټول فکرونه او عملونه په هغه لوری سوق کوي،چې په پایله کې هغه د قوي ارادې او مثبت ذهنیت څښتن کیږي. تاسي هم کولی شئ چې خپل ورځیني، میاشتني او کلني پلانونه او موخې وټاکي. هره شپه مخکې له دې چې د خوب ځای ته لاړ شي، د سبا ورځې لپاره خپل پلان او موخې له نظر تېرې کړې په دې توګه تاسي کولی شئ خپل ذهن هدفمند کړئ او خپل مطلوب اهداف ترلاسه کړي.
مطالعه او کتاب لوستل د قوي او هدفمند ذهن په لرلو کې مهم رول لري، دا مهمه نه ده چې کوم کتاب او کوم څه تاسي د لوستلو لپاره غوره کوئ. د کتاب لوستل ستاسې ذهن پراخه کوي او ستاسي ذهن ته پراختیا ورکوي، له مختلفو افکارو او لیدلورو سره مو آشنا کوي، نو اړینه ده چې هڅه وکړئ تر څو هره ورځ کتاب ولولئ او د خپل ژوند ورځینی عادت يې وکرځوئ چې یو څه وخت ورسته دا ستاسي په یو ګټور عادت بدلیږي او ستاسو ذهن پياوړی او خپلواک کوي.
تمرین (ورزش) هم یو له هغه فعالیتونو څخه دی چې ستاسېد ذهن په تمرکز او پیاوړتیا کې ستر رول لوبوي. ورځیني ورزش که نیم ساعت هم وی ستاسو ذهنی فشار او اضطراب کموي او د ورځې په اوږدو کې ستاسو د تمرکز قوه زیاتوي، نو که غواړئ چې د پخوا په پرتله یو متحرک ذهن ولرۍ ورزش مو د ځان ورځینی عادت وکرځوئ.
که غواړۍ چې ذهن مو مثبت او هدف لروونکی وي نو هڅه وکړئ چې د ورځې په اوږدو کې یوه برخه د ځانګړې پوهې مطالعې او زده کړو ته وقف کړئ. تاسي کولی شئ نوې ژبه زده کړۍ،آنلاین ټولګیو، ورکشاپونو او نورو هغه ټولګیو کې ګډون وکړۍ چې ستاسي لپاره نوي دي، دا چاره ستاسې ذهن ته پراختیا ورکوي او ذهن مو د نوي لیدلوري څښتن کیږي.
دا جمله به مو څو ځله اوریدلې وي؛ (روغ ذهن په سالم بدن کې دی) دا یو څرګند حقیقت دی چې د بدن روغتیا د ذهن او روح په روغتیا خورا زیات تاثیر لري نو که غواړئ چې د دې دواړو روغتیا تر لاسه کړۍ نو د خپل ژوند سالمه بڼه غوره کړۍ، او د خپل ژوند طرز مو بدل کړۍ.
انعطاف پذیري په دې معنا ده چې د یو شخص د انتقاد په وړاندې موږ خپله بده رویه له ځانه ښکاره نه کړو او د خلکو سالم انتقادونه پر ځان ومنو او هڅه وکړو چې د خپل ژوند په چارو کې یې عملي او ګټه ترې واخلو. که یو څوک غواړي خپل ذهنیت پیاوړی کړي باید په ځان کې د انعطاف روحیه لوړه کړي، دا په دې معنا چې هغه باید هڅه وکړي چې ډير صبر ولري او د خپلو افکارو او چلندونو په اړه ژوره کتنه وکړي تر څو خپلې ستونزې او کمزورتیاوې وپیژني.
شخصي ارزونه د خلکو د شخصیت په ښه کولو کې خورا مهمه ده که غواړۍ دې موخې ته ورسېږئ هڅه وکړۍ خپل نظر او چلند وګورۍ. د ورځې په اوږدو کې خپل منفې فکرونه پیدا او په نښه کړۍ، او کوشش وکړۍ چې دغه فکرونه په مثبتو فکرونو بدل کړئ په دې توګه تاسې کولی شئ یو سالم او هدفمند ذهنیت ترلاسه کړئ.
که تاسو غواړئ یو ټولنیز ذهنیت تر لاسه کړۍ نو تاسي اړتیا لرۍ چې خپلې ټولنیزې اړیکې زیاتې کړئ. دې موخې ته د درسیدو لپاره تاسو باید په کورنۍ او دوستانه راټولیدنو کې پوره برخه واخلئ او په بیلابیلو راټولیدنو کې ګډون وکړۍاو خپل نظریات او خبرې له نورو سره شریکې کړۍ، چې دا چاره به ستاسي باور په ځان زیات او په تاسو کې به پیاوړی ذهنیت رامنځته کوي.
که تاسو داسې احساس کوئ چې ډېر وخت منفي او بدبینه فکرونه لرۍ او د ژوند مثبت اړخ نه شۍ لیدلی، نو د خوښۍ او خندا لپاره لاره پرانیزۍ، ځان او نور خوشحاله او وخندوۍ،کتابونه، مجلې ، او نور داسي فلمونه وګورۍ چې تاسي په سالمه توګه خندولی شي. دا به تاسو سره د ذهني فشار په کموالي کې مرسته وکړي چې په پایله کې به دغه کړنه ستاسي ذهني تمرکز زیاتوي.
هغه فکرونه او نظرونه چې زموږ ذهن ته ننوځي زموږ په ژوند کې خورا مهم دي. انسان د هغه فکرونو او نظرونو محصول دی چې د ماشومتوب څخه تر ځوانۍ پورې د هغه ذهن ته ننوځي نو اړینه ده چې د هغه څه په اړه ډير محتاط و اوسو چې موږ یې زده کوو. اړیکې، ملګرتیا او نور ډیر داسې فکتورنه چې زموږ په ژوند کې خورا مهم دي نو څومره چې زموږ دغه فکټورونه سم وي په همغه اندازه به زموږ ذهن سم وي.
پایله
په تېرو کلونو کې ارواپوهانو د ذهنیت د ګټو او زیانونو په اړه په زړه پورې پایلې ترلاسه کړې او دې پایلو ته ورسیدل چې د مثبت، قوي او هدفمند ذهن لرونکي انسانان اوږد عمر، د ښه جسمي او رواني روغتیا او خوشحاله ژوند خاوندان دي. تاسي هم پورته سپارښتنې په خپل ژوند کې عملي کړئ او د یو قوي او هدفمند ذهن څښتنان شي.