په سياست کې د ژورنالیزم ونډه/ روح الله مبارز

سياست اصلاح، منظمول او ښایسته کولو ته ويل کېږي. چي د سياسي ټولني د چارو پیژندنه او پر مخ بیول دي، نو ددې څارنه او حقایق روښانه کول د ژورنالیزم کار دئ، چي په دې سره د سياست او ژورنالیزم اړيکه منځته راځي.(۱)

رسنۍ يا خبريالي چي په انګلیسي ژبه کي ورته ژورنالیزم وايي، د ډيموکراسۍ پر بنسټ څلورمه قوه ده.
په ژورناليزم کي دقت تر سرعت مهم اصل دئ.
رسنۍ او خبريال ریښتني، حقايق خپرونکي، بې طرفه او بې وسلې مبارزين دي.
او دا يو داسی مسلک دئ، چې دنده ئې د خبرونو او پيښو راټلول، سپړل، تعقیبول، څیړل او پر هغو باندي خبري کول او بيا تر خلګو پوري رسول دي.

سياسي ژورنالیزم:

سياسي ژورنالیزم د ژورنالیزم يو له ستونزمن خو د زړورو ډولونو څخه دی.

په سياسي ژورنالیزم کي يو شخص مکلف دی چي خپل ټول تمرکز پر واقعيت محدود کړي ترڅو دا تشریح کړي چي څه، ولي او څنګه پېښ سوه؟! دا به په داسي حال کي کوي چي خپل احساسات به ئې کنټرول کړي وي او د ليدونکو د احساساتو څخه د کټي اخیستني څخه به هم ډډه کوي.(۲)

سياسي ژورناليزم تر حده د قاضيانو د کار له جنس او ډول سره ورته والی لري، په دواړه مسلکونو کي قاضيان او ژورنالیستان اړ دي چي خپل احساسات، خوښي او ناخوښي کنټرول کړي او خپله ټوله پاملرنه د يوې پیښې يا قضیې ریښتنولۍ ته ځانګړې کړي.

خو که د خبريال او قاضي دنده پديدې ته په کتو و ارزو نو د قاضي په پرتله د خبريال دنده درنه او نازکه ده.

که سياست او ژورنالیزم هغه دوه مسلکونه ياد کړو چي يو بل ته ډېر نږدي او يا يوه معنی لري نو مبالغه به نه وي.

دواړه واک ته ګوري، سياست د مستقيم واک او ځواک ترلاسه کولو مبارزه ده خو ژورنالیزم د مستقيم واک له مخي پر پښو نه درېږي بلکي محتاط وي، ځواک ئې د طبیعت له مخي پراخېږي او نور ټولنيز حاکميتونه راټیټوي.

نن ورځ ژورنالیزم يو پياوړی او مهم ډګر دی، دا توان لري چي لوی سياسي ليدونکي جذب کړي او حتا په حکومت کي تر ټولو ځواکمن فاسد شخص هم له رسنۍ بېره احساسوي.

په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ لسیزو کي د ویتنام جنګ د امریکایانو او د هغوئ د ملګرو د ناکامۍ سبب سو، سياستوال يي رسنۍ ددې ماتې اصلي علت بللی، ځکه کله چې امریکا او د هغې متحد ځواکونو په ویتنام کي جنګ وکړ، تقریباً د هر امریکايي په کور کي یو تلویزیون وو، چي ددوئ له جنګ او مداخلو ئې باخبره و ساتل.
نو رسنۍ د کړکیچونو په جوړولو او کنټرولولو کي مهم رول لري. هغوئ په مختلفو طریقو کولای سي، د ډلو او ګوندونو ذهني فضاء، غوښتني او موخي تر تحقیق لاندي ونیسي.

رسنۍ د هيوادونو، انقلابونو او د هیواد دنن په ټولنه کي د موجوده بې عدالتۍ، فساد، ټاکنو، فرهنګي او بیلابیلو برخو تر ټولو ارزښتمنه قوه ده او د سياسي حالاتو په اړه د خلګو آندونه، غوښتني او دریځونه تر چارواکو پوري رسوي.
سیاستوال مخ په مخ او د خلګو سوالونو او غوښتونو ته کښينوي.
د يوې سياسي ټولني خلګو ته سياسي پوهاوی ورکوي.
د حکومت پر سياسي کړونو باندي څارنه کوي.

حکومت بيا د رسنيو په رامنځته کيدو، د هغوئ پر کړنو د څار او په کُل کي د هغوئ د قانوني کيدو حق لري.

پايله:

سياسي ژورنالیزم يو له مهمو مشتقاتو څخه دی. ژورنالیزم د قاضي حیثیت لري، حتی تر دې هم مهم دی.

فرض کړئ چي قاضي د يوې قضیې قضاوت کوي، مګر ژورنالیزم د قضاوت حق نه لري، خو په حقيقت کي بايد تل واقعيت روښانه کړي او حقایق خپلي ټولني ته انعکاس کړي.

د نړۍ په ټولو هېوادونو کي دا ثابت سوي اصول دي چي خبريال بايد بې پري او صادق انسان وي، نن سبا سياست او ژورنالیزم د دوو مهمو غړو په توګه سره تړلي دي، ځکه سياست او حکومتداري د اولس له ملاتړ پرته ناشونې ده او يوې داسي وسيلې ته اړتيا ده چي حکومت ئې په مټ خپل سياست او تګلاره عملي کړي؛ ددې کړنو د عملي کولو له پاره مهمه وسيله رسنۍ دي.

ما په يوې مقالې کي ولوستل، د لويدیځ پوهان اوس په دې باور دي چي ټول سياسي فعالیتونه تر ډېره په بریښنايي رسنيو کي ترسره کېږي. په حقيقت کي ويلای سو چي سياست په رسنيو بدل سوی او ددې بدلون اصلي عامل د رسنيو نوې ټکنالوژي ده چي په هېوادونو کي ئې د ارتباطاتو سیسټم کړندی کړی او سياسي مسايل پر رسنۍ د پریزنټیشن، خبرونو، مجلسونو او معلوماتو د خپريدو له اړخه هم بدلون کړی.

رسنۍ کولای سي چي په سياسي چوکاټ کي د يو کس څخه اتل جوړ کړي او يا ئې له لوړ منصب څخه راکښت کړي، د رسنيو کړنلاري کولای سي چي د انتخاباتو په پروسه کي يو نوماند د بريا تر حده ورسوي او رسنۍ کولای سي چي په يو حکومت کي د فاسد شخص د حقایقو څخه هم ټولنه خبره کړي.

ماخذونه:

۱ـ فرهاد داوري، سياست پوهنه،۱۳۹۵کال، مخ ۵۰

۲:https://shakoorbaraczay.wordpress.com/tag/%D8%B1%D8%A7%D8%A8%D8%B7%D9%87-%DA%98%D9%88%D8%B1%D9%86%D8%A7%D9%84%DB%8C%D8%B2%D9%85-%D9%88%D8%B3%DB%8C%D8%A7%D8%B3%D8%AA/

Scroll to Top