د ارواپوهنې او ځانجوړونې زیاتره کتابونو کې دا سپارښتنه کېږي چې «تېر وخت کې ژوند» مه کوئ، بلکې پر اوس او راتلونکي فکر وکړئ.
دا د تېر وخت د ژوند خبره زیاتره خلکو لپاره ګونګه وي. موږ نه پوهېږو چې تېر وخت کې ژوند څه ته وایي؟ او له هغه ژوند راوتل په څه معنی دي؟
موږ هر یو د انسانانو په توګه د تېر ژوند خوږې ترخې لرو او دا زموږ د ژوند حتمي برخه ده. خو داسې هم نه ده چې تېر وخت را یادول، په تېر وخت فکر کول او تېر وخت ته کتل ګني ښه کار نه دی.
ډاکتر وېکټور فرېنکل، سټیفین کاوی، جېمز آلن او نورو مشهور لیکوالان د انسان تېر وخت لوی ارزښت بولي او په اوسني ژوند کې یې تاثیر ډېر مهم ګڼي، خو ستونزه څنګه جوړېږي؟
ستونزه هغه وخت جوړېږي چې موږ خپل اوسنی وخت د تېر ژوند قرباني کړو. مثلاً موږ پخوا ډېر ښه یا ډېر بد ژوند تېر کړی او د هغه ژوند یادونه، خاطرې او تجربې زموږ اوسنی ژوند سختوي یا بدرنګوي.
موږ به یو وخت تېروتي وو، غلطي به مو کړې وه، خو که اوس ورته زړه خورو، نو پر اوسني ژوند او راتلونکي تمرکز نه شوو کولای او د هغه تېروتنې او ملامتۍ د احساس په وجه ځان ته اوس جزا ورکوو، دا زموږ اوسنی ژوند خرابوي.
یا مثلاً موږ پخوا ډېر ښه او عالي ژوند درلود، خو د وخت په تېرېدو یا ځینو پېښو له موږ هغه ژوند اخیستی، اوس چې پخوانی وخت را یادوو، اوسنی ژوند او حالت خوند نه راکوي او د کمترۍ احساس کوو یا راته ځان ډېر ټيټ ښکارېږي.
سټفین کاوی وایي تېر ژوند زموږ ریښه ده، خو مهمه دا ده چې موږ ورته څنګه ګورو او معنی ترې څه اخلو؟
وېکټور فرنکل وایي زموږ ژوند پټی دی او تېر وخت د دې پټي فصل دی، خو مهمه دا ده چې موږ هغه فصل ضایع شوی ګڼو او که له دې پټي یې اخیستل شوی ګڼو؟
جېمز الن وایي د تېر وخت فکرونه هغه تخم دی چې اوس وخت کې میوه نیسي او موږ یې ترلاسه کوو، که دا میوه خوږه وي او که ترخه.
د دې درې واړو پوهانو په نظر تېر وخت کې ستونزه نشته، بلکې ستونزه تېر وخت ته زموږ په کتو او په اړه یې زموږ غبرګون کې ده.
د تېر وخت په اړه زموږ ذهنیت زموږ اوسنی ژوند سازوي. که زموږ پخوانی ژوند ډېر خراب و او اوس ښه وي، په پخواني ژوند د افسوس او پښېمانۍ پر ځای دا کتل غواړي چې موږ څومره پرمختګ کړی؟ له کوم ځایه مو ځان چېرته راوړی؟ څه مو نه لرل چې اوس یې لرو؟ او نور څه کولای شوو؟
که تېر ژوند مو ښه و او اوس خراب وي، نو راځئ دا وګورو چې هغه ښه وخت د چا و؟ موږ څنګه موندلی و؟ او موږ د اوسني او راتلونکي وخت د ښه کولو لپاره هغه وړتیاوې لرو که نه؟
که چېرې د تېر وخت یوه تېروتنه یا یوه بدي تاسې اوس خوب، تمرکز، کار، فعالیت او حتی خوشحالۍ ته نه پرېږدي، نو دا په تېر وخت کې ژوند دی.
همداسې که تېر ښه وخت تاسې اوس ځوروي، تاسې اوسني وخت سره اړخ لګولو ته نه پرېږدي او تاسې ته د کمترۍ احساس درکوي، نو دا په تېر وخت کې ژوند دی.
راځئ خپل تېر ژوند تېر شوی وګڼو، څه چې وو هغه ومنو، که ښه وو د لا ښه کېدو لپاره اوس کار وکړو او که بد وو، د هغه بد نه د راوتلو شُکر وباسوو.
که تېر وخت مو د اوسني او راتلونکي ژوند له زغملو او مزل نه وباسي، نو معنی دا چې موږ لا هم تېر وخت کې ژوند کوو او هغه وخت مو په شا کړی دی.
خو که تېر وخت موږ ته په اوس وخت کې د ژوند کولو حوصله راکوي، زموږ انرژي لوړوي، انګېزه مو پیاوړې کوي او په پښو کې مو زنځيرونه نه اچوي، نو تېر وخت زموږ ريښه، زموږ پټی، زموږ سرمایه او زموږ د اوس وخت فرصت دی.
تېر ژوند به نه هېروو، خو ځان ته به ترې زولنې هم نه سازوو.