پانګوالي او خاني د فکر تولیدونکي
لومړۍ برخه
پانګوالي او خاني د انسان د ذهني ودې او پیاوړتیا په برخه کې اغېزمنه ده. د فکر تولید ارام ذهن غواړي، ارام ذهن په ځان بسیاینه کېنغښتی. ځان بسیاینه په سوداګرۍ او خانۍ کې نغښتې.
هغه کسان چې د سوداګرۍ او خانۍ په نغري را لوی شوي وي، ژوند یې بسیا او پخپلو پښو ولاړ وي، د هغوی ارام ذهن د فکر د تولیدلامل ګرځي.
په اروپايي کې د پانګې او پانګوالۍ د پاتې کېدو یو بنسټ دا و چې: د هرې پانګوالې کورنۍ پانګه به د کورنۍ پر غړو ویشل کېده نه، بلکېد کورنۍ مشر ته پاتې کېده. مور به د کورنۍ کشران غړي له مشر سره د سیالۍ لپاره کسب وکمال ته هڅول. په دې توګه به پانګه سلامتهپاتې کېده. پانګوالو به د ادب او علم د غوړېدا لپاره له خپلې پانګې لګښت کاوه. په دې توګه دوی وکولای شول چې د اروپا د خلکو اقتصادپیاوړی کړي او هم دوی په معنوي لحاظ ورسوي.
د نړۍ زیاتره هېوادونه دا هڅه کوي چې په خپلو پښو درېدا او ځان بسیاینې لپاره داسې صندوقونه جوړ کړي چې هغه د خپل هېواد دمالي ملاتړ او پر ځان بسیاینې په موخه وي، د هېواد هر وګړی غواړي چې په دې صندوق کې له خپل وس سره سم ونډه واخلي.
د یوه هېواد د مالي وضعیت پیاوړتیا د وګړیو په ګډون کې نغښتې، د مالي وضعیت پراختیا او پیاوړتیا د فرهنګ په ودده او پرمختګ کېبنسټیزه ونډه اخلي.
مالي او اقتصادي پیاوړتیا معنوي دنیا ابادوي. د فکر تولید په ولږه نه په ماړه ژوند کېږي. انسان باید له مالي پلوه له ستونزو سره لاسوګرېوان نه وي، دی باید له دې پلوه غني وي چې ذهن یې کار وکړي او د فکر په تولید بوخت شي. پښتو کې یو متل دی چې: یو له لوږې مړکېده بل یې تر سر لاندې ډوډۍ لټوله.
تر سر لاندې ډوډۍ لټول د ژوند ، فکر او مانا خبرې دي. ژوند په ولږه نه شي، د ژوند ماشین په خوراک او څښاک چلېږي. کله چې خوراکاو څښاک وشي، نو د انسان مغز ارام وي، د ډوډۍ یا لوږې فکر ور سره نه وي، دی په ارامو مغزو فکر تولیدولی شي.
هغه کورنۍ چې له غربته په امان وي، کولای شي چې په مړه خېټه د فکر د تولید جوګه شي.
د دنیا په هر ګوټ کې داسې کورنۍ شته چې هغوی له مالي پلوه شتمن دي، شتو یې دوی ددې جوګه کړي چې د ژوند د رنګنینو او فکر دتولید لپاره کار وکړي. لنډه دا چې په وږي نس فکر نه تولیدېږي. که ددنیا لوی شخصیتونه او مفکرین وګورو نو زیاتره پرته له کومې استثنامالي شتمن وو، پانګوال او خانان وو. یا په پانګوالې او خانې کورنۍ کې را لوی شوي وو، دوی د مالي شتمنیو په بنست علم او هنر ته کارکړی دی.
بل هغه کورنۍ چې له مالي تنګلاسۍ، فقر او بې وسۍ سره مخ نه وې، هڅه یې کوله چې خپلو بچیانو ته د زده کړې اسانتیاوې برابرېکړي.
په پښتو کې هم یو متل دی چې: یو یې ګټي سل یې څټي. د سلو د څټلو خبره همدا وه چې په کورنۍ کې یو کس چې مشر به و، کار یېکاوه، ژوند سهولتونه یې برابرول، دده د کار له برکته نورو زده کړله کوله.
له اروپايي ټولنې سره د پښتنو کولتوري توپیر دا دی چې پښتانه د پلار په ژوند خپله د پلار له خوا او یا د پلار له مرګه وروسته د نورو پنځوکسانو له خوا بېلېږي. دا چې د دوی اقتصادي وضعیت هم کمزوری کېږي، یو لامل یې دغه وېش دی، خو یو څه چې په دې وېش کې شته،هغه د مشر برخه تر نورو غوښنه وي. یعنې په وېش کې سربېره پر خپلې برخې مشرانه هم لري، په دې مشرانې بیا هم لکه د اروپا په څېرپانګه په خپل ځای نه پاتې کېږي.
اوس راګرځو دې بحث ته چې: په ټولیزه توګه یو شمېر هغه کسان او کورنۍ چې پانګوال دي او یو شمېر هغه چې ځمکوال یا خانان دي،هغوی د پوهې او هنر په برخه کې اغېزناک او ګټور تمام شوي او که نه؟
زموږ په ټولنه کې یو فکر دا و چې د بې وسه یا غریب اولاد لایق وي. بې وسي او تنګلاسي د فکر کولو جذبه او ځواک اخلي. هغه کسانچې بې وسه او تنګلاسه وي، هغه په دې فکر کې وي چې څنګه یوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړم، په دې برخه کې استثنا شته، خو هغه کسان چېد مړۍ ګټلو فکر یې پانګې اخستی وي، هغه د ژوند له اسانتیاوو برخمن وي، دده ذهن ارامه وي، ارام ذهن ژور فکر تولیدوي، خو تنګلاسياو فقر بدبختي زېږوي.
په دنیا کې د فکر د تولید وتلي خلک د پانګوالۍ او خانۍ له لارې شهرت او دریځ ته رسېدلي دي. بوکاچیو، خوشال خان او د اوسنۍ زمانېعبدالغفار خان ( پاچا خان)، غني خان، محمد صدیق پسرلی، طاهر اثر اپریدی او… یادولی شوو.
په پښتو کې امیر کروړ چې د واکمنۍ خول یې پر سر ګرځاوه، دغه دریځ ته هم د خپلې هستۍ او شتو له لارې رسېدلی و، په سیمه کېیې زیات شهرت لاره، نو دغسې کس د پښتنو د بیدارۍ او خپلواکۍ لپاره له غوړ ستوني د ننګونې ناره را ویستله. د ده پر سر دبسیا ژوندسیوری ګرځېده، شتو یې خبرې او ننګونې کولې.
زه یم زمری په دې نړۍ له ما اتل نسته په هندو سیند و په تخار او په کابل نسته
بل په زابل نسته له ما اتل نسته
په اروپا کې د بېلګې په توګه د دې خبرې پخلی او زبات نوموتی جیوواني بوکاچیو( ۱۳۱۳ ـ ۱۳۷۵م) کوي.
دی په پاریس کې وزېږېد، پلار یې د فلورانس و، له دانته سره یې دوستي وه، په څوارلسمه پېړۍ کې د ایټالیا په ادبي کړیو کې یادشخصیت و.
د بوکاچیو د مطرح کېدو او استعداد په غوړېدو کې دده د سوداګر پلاره ونډه وه. که څه هم له ادب سره یې له ماشومتوبه مینه وه، خو پلاریې دی په ماشومتوب کې د لاتیني ادبیاتو د مطالعې پر ځای سوداګرۍ ته وهڅاوه. په سوداګرۍ ښه پوه شو. په دې پوهه او تجربو دی دسوداګرۍ په ګټه وټه ښه ورسېده. طبیعي خبره ده چې په لومړیو کې یې تاوانونه هم وکړل خو په تاوان کې یې بیا ګټه هم وکړه. هغه ګټهیې دا وه چې په سوداګرۍ پوه شو.
سوداګرۍ دده د شخصیت په پالنه او روزنه کې کارنده ونډه واخسته، د همدغه ښه ژوند له امله دی په پنځو کې یاد شو. د شتو اوسوداګرۍ په برکت چې د نس له زور او د لوږې له اوره په امن کې شو، نو هغه فرهنګي تومنه چې دده په وجود کې وه، را څرګنده شوه اوپه مړه خېټه یې د ژوند وروستي کلونه په ناپل کې تېر کړل.
بوکاچیو خوشاله او سوکاله ژوند لاره، د خپل خوشاله او بسیا ژوند پر مټ یې نوي باورنه رامنځته کړل، ده دا هم غوښته چې د ولسياتلانو نکلونه چې په ټولنه کې یې زیات شهرت لاره، وځلوي. په همدې موخه یې د هومر الیاد او ادیسه په لاتیني ژبه کړه، دې سره یېلاتیني ژبه هم پخه کړه، خو خپل افکار یې په ایټالوي ژبه لیکل.
په پښتو کې د خانۍ له نغري را الوتې سپرغۍ خوشال دی، خوشال ( ۱۰۲۲ ـ ۱۱۰۰هـ ق) خانۍ پر چرګۍ را لوی شوی دی، پر سر یې دملک اکوړي او همداسې د یحیی خان او شهباز خان د میراثي خانۍ سیوری ګرځي، خوشال په مړه خېټه او شتو کې د رزم او بزم خبرېکوي. دده ژوند بسیا دی، ذهن یې د فکر د تولید اوخیال مرکز دی، په سیمه کې یوې لویې خانۍ کورنۍ ته منسوب دی، د دسترخوان اوډوډۍ سړی دی، پښتو او پښتونواله دواړه پالي. د همدې هستۍ له برکته یې ذهن را ټول او فکر یې منظم دی. د ده منظم فکر د پښتو داب وتاب لپاره کار کوي او په پښتو یې چې د ارام ذهن او فکر له برکته کله شعر بیان کړ، نو دا دعوه یې په ځوکۍ کېنوله چې د پښتو ژبهبه اوس په اب و تاب شي، ګنې پښتو خو لا بکره پر ته وه، خو چې دی راغی نو دده فکر یې له مخه پلو واخسته، پښتو ته یې د را ورتي دوینا له مخې شاوخوا ۲۵۰ کتابه په ځولۍ کې واچول. د ژوند له ډېرو کړاوونو سره مخ شوی دی، خو د خېتې تر اغېز لاندې نه دی راغلي. مستي هم په ډکه خېته او شتو کېږي، خوشال شتمن و، سولي یې مړه وه، چرت یې برابر و، برابر چرت یې وجوړ په حرکت او مستۍ راوسته. رزم او بزم یې دواړه د شتو او خانۍ له برکته وو، له همدې کبله یې خبره نېغه کوله، د چا پروا یې نه ساتله، خبره یې هم خبره وه.
تا پخپله سپینه خوله خوشال ته ور کړه
ګنې دی د سروکو شونډو ښکلول څوک
زه خوشال کمزوری نه یم چې به ډار کړم
په ښکاره نارې وهم چې خوله یې را کړه
په ښکاره نارې وهل، د شتمن او هستمن انسان کار دی، دی په هر لحاظ شتمن او هستمن و، د همدې هستۍ او شتمن ژوند په برکت یېدا ناره وهله. له ده سره ددغې نارې هر ډول توان او وس و.
شتمني انسان له ټيټ سرۍ او دبل در ته له لاس اوږدولو ژغوري، هغه کسان چې د خانۍ او سوداګرۍ په غېږ کې را لوی شوي او یا یېخپله دا کار وبار کړی وي، د هغوی سولی او سترګې مړې وي، په رواني لحاظ دغه ډول خلک دنیا په لته وهي، خوی موړ وي او د ماړهخوی له مخې خپله خبره نېغه کوي. دغه ډول خلک په ټوله کې د ملت جوړونې او لویو چارو رهبران وي، غوښتنې او هیلې یې لوړې او دخپلو خلکو دهوساینې او بسیاینې لپاره وي. د خوشال خان فطرت او طبعه مړه وه، د یو مړه خوا انسان په توګه یې ژوند کاوه، سترګې یېمړې وې، هر څه یې د خپل قوم او ملت لپاره غوښته.
مغولي دربار که هر څومره دا وسه وکړه چې د خوشال ګوزګوری کړي، پر دې و نه توانېده. د رنتبهور غوندې شاهانه یې له خپلو خلکو اوسیمې نه د لري والي او مغولي دربار ته د سلام اچولو په پار زندان بلله.
خوشال خان د شتمن او په ځان بسیا انسان په توګه په ټولنه کې وږ سترګي، واکمنان، خانان او او کمزوري خلک نقدوي:
ملکان خانان یې کل واړه خران دي
عالمان شیخان یې واړه جاهلان دي