د ټکنالوجۍ ویب پاڼو خبر ورکړی چې وټس اپ شرکت د غږیز پیغام په برخه کې پر یوه نوې آسانتیا کار کوي او ډېر زر به دغه نوښت کارولو ته چمتو شي.
رسنیو زیاته کړې چې ښایي وټس اپ په راتلونکي اپډېټ کې دغه نوښت عملي کړي او هر څوک چې خپل وټس اپ اپډېټ کوي، دغه نوښت به په کې ترلاسه کوي.
اوس مهال چې تاسې په وټس اپ کې غږیز پیغام ثبتوئ، تر آخره یې باید بې له کومې دمې ثبت کړئ، دمه په کې نه شئ کولای او که په دمه کوئ، نو بېرته به یې له سره ثبت کوئ.
خو دغه نوی نوښت چې راشي، دا به کاروونکو ته د وټس اپ پيغام په ثبتولو کې د دمې امکان ورکړي. یعنې کله چې تاسې غږیز پیغام ثبتوئ، یوه بله تڼۍ به وینئ، که تاسې په هغه تڼۍ کلیک وکړئ، د پيغام ثبت به تر هغې بند وي چې تاسې یې غواړئ.
له هغې وروسته چې بېرته ټڼۍ کېکاږئ، بیا به د پيغام ثبت بېرته له هغه ځایه پيل شي چې تاسې پریښی و او له بېرته له سره ثبتولو ته یې اړتیا نشته.
د دغه نوښت امتحاني ویډیو خپره شوې او په راتلونکي اپډېټ کې به د انډرویډ او ایفون دواړو کاروونکو په وټس اپ کې عملي شي.