ناکام فکر / حفيظ الله غفورزى

هر انسان په ژوند کې په کافي اندازه د ناکاميو ترخې تجربې لري. دغو ناکاميو ځيني کسان په داسې برياوو واړول چې په ټول ژوند کېبه له همدغو ناکاميو منندوى وي، او ځينې بيا ټول عمر له همدغو ناکاميو سر ټکوي او لويه بهانه يې دا وي چې دا ناکامۍ زموږ د پرمختګپه لاره کې ګانګريټي ديوالونه وګرځېدل. خبره په ناکاميو کې نه ده او نه هم ناکامۍ دومره پښه بهانه ګرځېدى شي چې خلک پرې خپلېغاړې غړۍ خلاصې کړي، بلکې خبره د انسان په فکر او مفکوره کې ده. هغه څوک چې په قوي ارادې سره د کار کولو هوډ وکړي که لهناکاميو څخه يې لوى بهر هم جوړ شي نو پرې به نه ږدې چې په دې بهر کې غرق شي او هغه څوک چې په ناکام فکر او کمزورې ارادې دکار کولو هوډ وکړي نو په معمولي ناکامۍ به خپله ځان ته  بهر ګورې او ځان به ورګوزاره وي. هغه چا چې نن تر ټولو ډېر پرمختګ کړىهغه به تر نورو ډېرې ناکامۍ لېدلې وي، تر نورو به ډېر غورځېدلى وي او تر نورو څخه به يې ډېره د پرمختګ لار ورکه کړي وي. خو له نوروسره يې توپير په دې کې دى چې له خپلې موخې يې لاس وانخيست او بېرته را ونه ګرځېد. تر هرې ناکامۍ وروسته يې ځان د بريا په فکرکې ورک کړى، د هر ځل لوېدو وروسته بېرته اوچت شوى او تر پخوا يې ځان قوي احساس کړى او د لارې تر ورکېدو وروسته يې بيا هم دخپل اصلي منزل په لټه کې شوى. داسې کسان پر دې باور لري چې د غټ ټوپ اچولو لپاره اړتيا ده چې يو ګام شاته شي.

که نور خلک يې کولاى شي نو تاسو يې هم کوى شئ، له داسې شرايطو سره به هم مخامخ کېږئ چې کورنۍ، دوستان، خلک، چاپېريالوخت او شرايط دا هر څه به ستاسو په خلاف غږ پورته کوي مګر دا په دې مانا نه ده چې تاسو بايد تسليم شئ او له دې ټولو سره دمبارزې توانايي ونه لرئ. خپلو هيلو ته هغه وخت رسېدى شئ چې دا ټول شيان څنګ ته کئ غوږ هم پرې ونه ګروئ او خپل سفر ته دوامورکړئ. پرېږدئ چې ټول هيران شي او مبارزه له تاسو زده کړي.

هغه څه چې خلک يې وايي تاسو هېڅکله پر هغې ماتې نه خورئ ولې هغه څه چې تاسو يې د ځان په اړه وايئ هغه  تاسو ماتولى شي.

ستا فکر کولاى شي چې د کاميابۍ ټول خوبونه در څخه واخلي او په حلوا کې دې ازغى شي. نو تر هغې چې لومړۍ له ناکام فکر سره ونهجنګېږې هېڅکله به تا د کاميابۍ لپاره پرېنږدي چې حرکت وکړې ځکه چې په يو منفي فکر مثبتې پايلې ته رسېدل ناشونى کار دى.

له ناکامۍ نه بايد کرکه وشي او نه بايد وغندل شي، ناکامي د ماشوم په څېر مينه او ناز غواړي. د ناکامۍ غندل د هغه ماشوم په څېر ديچې په غندلو رالوېږي او په راتلونکي کې د هېڅ نيک کار تمه نشي ورڅخه کېداى. ناکامي بايد د دې لامل نشي چې موږ ته ضعيف والى،تنبلتوب، بې جرعتي او له ستونزو تېښته په ميراث پرېږدي. هره ناکامي له ځان سره زړورتوب، ټينګ باور او کاميابي راولي. خو په سر کېلږه څکه غواړي او دا څکه پر موږ دومره هم بايد ترخه ونه لګي چې له هر څه لاس ومينځو. که ته له ناکامۍ ونه تښتې نو کاميابي بههېڅکله له تا ونه تښتي.

هېڅکله بايد له خپلو هيلو لاس په شا نشئ نن به سخته وي سبا به تر نن لا سخته وي ولې راتلونکى به هغه رکم وي چې تاسو انځور کړىاو هر څه به پکې لېداى شئ.

کله چې اوبه په حرکت کې وي نو ډېرې پاکې معلومېږي خو کله چې ودرېږي نو بيا له ډېره بويه څوک نږدې هم نشي ورتلى. تاسو هم بايدتل په حرکت کې اوسئ هره موانع که مخته راغله لاره ومومئ او ترې تېر شئ.

دا يوه خبره د ذهن په تښتې له ځان سره وليکئ چې ژوند هېڅکله زموږ په خوښه نه تېرېږي، نه زموږ دومره نږدې ملګرى دى چې په هرځاىکې مو له لاسه ونيسي او نه هم زموږ دومره قوي دښمن دى چې تل راته په مورچل کې ناست وي، دا موږ پورې اړه لري چې موږ څنګهژوند د ځان لپاره جوړوى شو، څنګه يې ځان ته را نږدې کړو او په داسې دښمنۍ ورسره وا نه وړو چې ټول عمر ترې نه په تېښته کې شو. مطلب دا چې له ناکاميو سره ژوند نه بلکې مبارزه کول پکار دي.

وېرې او يا ډار هم د ځينو ژوند له ډېرو برياوو او پرمختګونو راګرځولى.

تاسو که د کار کولو وډار شئ، د غلطۍ وډار شئ، د ناکامۍ وډار شئ دا خو په دې مانا ده چې له ژونده هم ډارېږئ او له ژونده ډار پهدې مانا ده چې تاسو د خپل ژوند کتاب د تل لپاره تړئ. د ډار له منځه وړلو لپاره هغه مه پرېږدئ چې ستاسو پر بدن ولکه ولګوي او دومرهيې په خپل بدن کې مه قوي کوئ چې تاسو ضعيف کړي او بيايې د لېرې کولو لپاره پرته له دې چې لاس تر زنې کينئ بل هېڅ ونه شئکړاى.

د هر کار په پيل کې بايد په جرعت سره وويل شي چې لومړئ به ماته خورم بيا به کاميابېږم. ځکه چې ناکامي زموږ په ټولنه کې يو منفيمفهوم لري او دا به ډېر نا عادلانه قضاوت وي چې څوک ناکامي د کاميابۍ لپاره زده کړه ونه بولي. کله چې ماتې ونه خورو په دې مانا دهچې د يوه تکراري کار مو څرمن ووېستله او بيا بيا يې په ښه توګه ترسره کوو.

کاميابي تحفه نه ده چې څوک يې تاسو ته په ډېرې مينې او احترام ډالۍ کړي، نه هم کوم افتخاري مډال دى چې د ځان خوشحالولو لپارهيې څو لحظې په غاړه کې واچوئ او نه هم د اديسون د زحمتونو پايله ده چې بې له تکليفه يې رڼا ته کېنئ. د کاميابۍ لپاره خو لږې منډېترړې وهل پکار دي او يو څه زحمت وېستل خو ضروري دي، د ناکامۍ پر وړاندې پر زغرده ودرېدل، د منفي فکرونو او موانعو پر وړاندېمبارزه کول او د خلکو خولې وربندول خو د کاميابۍ اصلي غوښتنه ده.

دا چې تاسو تراوسه هم خپلو هيلو ته نه يئ رسېدلي، نو د ژوند ناکامۍ، د خلکو خبرې او دا او هغه نه دي ملامت بلکى خپل فکر موستاسو تر ټولو لوى دښمن دى. تر هر څه مخکې د همدغه دښمن پر وړاندې په ټينکه مبارزه کول او له منځه وړل يې ستاسو تر ټولو لويهکاميابي ده.

Scroll to Top