مطالعه او د ښې زده کړې لارې چارې / عرفان الله عرفان

د مطالعې ګټې:

ـ مطالعه انسان ته د ژوند کولو هنر ورزده کوي.

ـ مطالعه د فرد،ټولنې او فرهنګ د پرمختګ سبب ګرځي.

ـ مطالعې سره کولای شو هم ځان وپېژنو هم خدای (ج).

ـ مطالعه د مغز د پرمختګ سبب ګرځي.

ـ مطالعې سره به ټولنې کې محبوبیت پیداکړئ.

ـ مطالعې سره به مو روابط ډېر او پیاوړي شي.

د ښې زده کړې لارې چارې:

ـ د زده کړې د لاروچارو په پوهېدلو سره به وکولای شئ،چې په کم وخت کې ډېر څه زده او تر ډېره وخته یې په حافظه کې خوندي کړئ.

ـ مخکې له دې چې د یوې موضوع په مطالعه کولو پیل وکړئ،له ځانه پوښتنې وکړئ.د بیلګې په توګه: که موضوع د احمد شاه بابا په هکلهوي؛له ځانه وپښتئ:

احمد شاه بابا څوک و؟

کله یې نړۍ ته سترګې وغړولې؟

کله یې له دنیا رحلت وکړ؟

ـ وروسته په ټول فکر خپله اړونده موضوع مطالعه کړئ.

ـ اوس چې مو موضوع مطالعه کړه،فکر پرې وکړئ او موضوع په ذهن کې ترسیم کړئ.

ـ اوس یې مهمې نقطې حفظ کړئ.

ـ څه مو چې حفظ کړه،یوه ورځ ورسته،یوه اونۍ وروسته،یو میاشت وروسته یې تکرار کړئ؛تر څو مو ذهن کې د تل لپاره ځای ونیسي.

ـ څیړنو ښودلې،چې د ښې زده کړې یوه لاره داده، چې څه زده کړئ او بیا یې نورو ته وښایي؛نو ستاسې به هم په ښه توګه زده شي.

ـ د مطالعې او ښې زده کړې  لپاره ارامتیا او پوره انرژۍ ته اړتیا ده.

ـ هڅه وکړئ مخکې له دې چې مطالعه وکړئ،لومړی ارامه ځای انتخاب کړئ، وروسته د ۱۵ دقیقو لپاره د پوزې له لارې ژوره سا واخلئ اود خولې له لارې یې خارج کړئ،بیا په ارامه په مطالعه پیل وکړئ.

Scroll to Top