– کلیات
د فمینیزم د لغات رېښي femina لاتیني او feminine فرانسوي کلیمو ته رسیږي چې معني یې ښځه ده. فمینیزم یوه تئوري ده او په ټولنه کې د ښځو د ټولنیزو حقونو لپاره کار کوې. د فمینیزم د تئوري پلویان ښځو ته د ژوند په ټولو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو اړخونو کې د سړیو په څیر د فرصتونو او امکاناتو برابرولو لپاره غږ اوچتوي.
که څه هم فمینیستان په وروستي وختونه کې په ډیرو برخو ویشل شوي خو ټول یې په دوو اساسي نقطو سره اتفاق کوې: اول دا چې ښځو سره ظلم او تبعیض کیږي د کوم چې ریښې د هغوی جنسیت ته رسیږي. دوهم: دا ظلم او تبعیض کوم اصالت نلري، باید له منځه یوړل شي.
نو ویلی شو هر هغه فکري بهیر او خوځښت چې د پورته دوو ځانګړنو په اساس رامنځته شوی وي یو فمینیستي بهیر او خوځښت دی.
– تاریخي سیر
که څه هم د تاریخ په اوږدو کې د ښځو په موجوده وضعیت باندې نقد شتون درلود خو د فمینیستي خوځښتونو شروع او د یاد لغات رواج په ننني معنا د نولسمي پیړۍ په وروستیو کې و. دغه وخت کې د فمینیزم لغات پیدا شو، ډیر ژر رواج او ومنل شو.
لومړۍ فمینیستي مبارزې په ابتدا کې د ښځو ټولنیزي او اقتصادي وضعیت په اصلاح متمرکزې وې، چې په عمده ډول یې د ښځو د رائې ورکولو د حق، د زده کړو، کار ته لاسرسي او داسي نورو حقونو د ترلاسه کولو لپاره پیل شوې.
د ښځو د ازادي د دفاع لپاره لومړیو کې د هغو کسانو له خوا کار شروع شو چې عموماً د سیاسي امورو درګیر وو؛ لکه د ښځي او سړي د برابري نظریه چې ۱۸۶۹کال کې جان استورات میل لیک کړه، او د انګلستان پارلمان ته پیشنهاد شوه.
د مغرب په ځمکه چې ښځه دوهمه درجه انسان ګڼل کیده؛ ارسطو ښځه ناکام سړی ګاڼه او په ټولنیزو مسائلو کې یې د ګډون حق په هیڅ مخ نه ورکاوو. د ښځو دوهمه درجه ګڼلو ته دیني بنسټونو او عالمانو هم لمن وهله؛ لکه حوا یې د ادم اوله ګناه وبلله او له جنت نه یې د وتلو مسووله کړه. دوی داسي ډیر بحثونه رامنځته کړو چې ښځه پکي ناقص العقله وګڼل شي. په دې ډول سره ډیر فردي حقونه له ښځو څخه لکه د مالکیت، وراثت، رایه ورکول او… سلب شول. ښځې په امریکا او انګلستان کې د ۲۰ مې پیړۍ تر دویمې نیمایې پوري د رائې ورکولو له حق څخه محرومي شوې وې.
لکه چې پورته ذکر شوه د فمینیزم د کلیمې د رواج نسبت نولسمې پیړۍ ته کیږي خو په ریښتیني ډول د فرانسي د لوی انقلاب (۱۷۸۹-۱۷۹۹) سره یو ځای شروع شوي.
– د فمینیزم درې څپې
ښځو په وړاندي خشن تمایلات او نابرابرۍ د ختمولو په برخه کې په درېیو پړاوونو کې ښځینه افکار، نظریات، فالیتونه او مسیرونه غښتلي کړی شو. دا درې پړاوونه ته ټولنپوهانو د دریو څپو نوم ورکړ.
۱- لومړۍ څپه: د نولسمي پیړۍ تر پای پوري دې خوځښت چنداني ښه نه و. ټولنیز وضعیت او تر ډیره قوانین د ښځو په وړاندي و؛ تر دې وخته پوري حتا غربي فرهنګ د ښځو د حقونو په وړاندي بې اعتنا پاتي شوی. په تدریجي ډول سره د اروپا صنعتي انقلاب او د کار قوې ته اړتیا د ښځو ونډه په کارخانو کې زیاته کړه، د (ښځو مالکیت) شعار هم طرحه شو. د کار د محیط د ستونزو تر څنګ کورنۍ او نور ټولنیز ناراضۍ د ښځو په وړاندي رامخته شوې.
د دموکراسي له راتلو سره د ۱۹ مي پیړي په اویایمو کالونو کې د رائې له حق څخه د ښځو محرومول د ښځو او سړیو تبعیض یو څه ښکاره کړ په داسي ډول چې د ۲۰ مي پیړۍ تر دوهمي نیمایې پورې د فمینیستانو غوښتنه د رایې ورکولو حق و.
د فمینیزم دا بهیر چې د ۱۹ مې پیړۍ له پیله شروع او تر هغو چې ۱۹۲۰ کال کې امریکا ښځو ته د رائې ورکولو اجازه ورکړه د فمینیزم لومړۍ څپه ګڼي. په دې وخت کې په حقوقي سمونتیاوو بحث وشو، په کورنۍ او واده د انتقاد لپاره ور پرانیستل شو.
۲- د فمینیزم دوهمه څپه: ددې بهیر شروع د ۲۰ مې پیړۍ ۷۰ ي لسیزي پوري تړلی. د فمینیزم د دې څپې محوري شعار د ښځې او سړي بشپړه برابري د ژوند په ټولو اړخونو کې وه، دې وخت کې د لومړۍ هغې په خلاف د برابرۍ خبره کیدله. دوی په ټولو سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو، روامي او حقوقې برخو کې د بشپړي برابرۍ غږ پورته کړ. فمینیستانو دې څپې کې ښځې تشویق کړې تر څو په ټولو اقتصادي فعالیتونو کې ګډون وکړي.
د دې کالونو د مبارزي یو مخکښه فرانسوي سیمون دوبوار ګڼل کیږي، دوبوار په خپل کتاب ( دوهم جنس) کې پر ښځو د ظلم ریښې په هغو کارونو کې وګڼلي چې ښځو د یوې ښځې په توګه هغه منلي دي. له دوبوار وروسته هم د نرواکي یا پلار سالاري نقد دوام وموند.
د فمینیزم دویم پړاو ډیر تاثیرات درلودل چې له هغوی یې ډیر مهم د ښځو په اړه د نارینه تصور چلینج کول او دویم ښځینه فکري بنسټونه رامنځته کول وو.
۳- دریمه څپه ددې اصل په منلو سره چې د نرواکي فرهنګ شتون په ښځو د ټولو واردو ستمونو اساس دی شروع شو. دا دوره د دوو مخکې هغو په پرتله له ډیرو لورو د ټکر سره مخ شوه، په دې دوره کې فمینیستانو یو شمیر پخواني مسایل له سره ومنل او د ښځو لپاره په منل شویو ونډو او تعریفونو تامل وکړ.
له دې وروسته فمینیستي لیکوالان په خاصو برخو کې مطالعه، کار شروع او د خپلي خوښي په رشتو کې څیړنې ته دوام ورکوې، د فمینیزم له ځانګړو رشتو څخه کولای شو د فمینیزم معرفت پیژندنه، فمینیستي اخلاق، د فمینیزم سیاسي فلسفه، فمینیستي الاهیات او… یاد کړو.
– د فمینیزم ځیني ډولونه
فمینیزم ځیني ډولونه لري لکه لیبرال، مارکسیستي، رادیکال او نور چې دلته یې له ځینو څخه په ډیر لنډ ډول یادونه کوو:
۱- لیبرال فمینیزم: د فمینیستانو دا ډله د لیبرالیزم فلسفې په اغیز باور لري د ټولني د سیاسي جوړښت او قوانینو اصلاح کولای شي ټولنه د برابرۍ ارمان ته ورسوي.
۲- مارکسیستي فمینیزم: دوی باور لري چې خصوصي شتمني په ټولنو کې د ښځو د اسارت سبب شوې او تر هغه وخته چې بورژوازی شتمني او بورژوازي کورني شتون ولري دا اسارت به دوام لري.
۳- رادیکال فمینیزم: د دې ډلې په باور د ټولو طبقاتي، قومي، مذهبي،نژادي او نور تبعیضونو ریښې له جنسیت سره نښتي. دوی د لیبرال نظر خلاف د ښځو د اسارت دلیل د قوانینو وضعه نه بلکي د ښځو دانساني ژوند ټولي برخې بولي. دوی یې حل هم د مونث او مذکر بیلوالي له منځه وړل ګڼي.
۴-سوسیال فمینیزم: دا فکر د رادیکال او مارکسیستي فمینیزم له جوړښت څخه رامنځته شوی. د دې ډلې پیروان هم سرمایه داري نظام او نر واکي د ښځو د اسارت علت بولي.
ماخذونه
– پاکباز، روبین.فرهنګ معاصر، تهران: وزارت ارشاد، ۱۳۷۸.
– بشیریه، حسین. تاریخاندیشه های سیاسی درقرن بیستم، تهران: نی، ۱۳۷۶.
– بیات، عبدالرسول. فرهنګ واژه ها، تهران: مؤسسه اندیشه و فرهنګ دینی، ۱۳۸۷
– jaguar, Alison. (1983) “Feminist Politics and Human Nature”, New York, Romean& beheld
– Humm, Maggie. (Ed)(1992) Feminism, A Reader” Harvester.
– Blackburn, Simon. The Oxford Dictionary of Philosophy, Oxford and New York: OUP. 1996
ليک:سحراحساس