فساد: پرون او نن

هند ته د مغلو په واکمنۍ کې بهرني سیالانیان راتلل، دا چې دوی به زیاتره له رسمي مامورینو سره مخ کېدل؛ نو ځکه یې دلته دفسادپېښې هم ډېرې ثبت کړي دي. دا فساد په ګمرګي مامورینو کې و چې د رشوت په بدل کې به یې مالونه تېرول. په عدلیه ارګانونو کې هم وچې د رشوت په بدل کې به ګنهګار خلک خوشې کېدل. د فرانسکو پیل سي ایرټ په نوم یو الماني سیالانی د جهانګیر په واکمنۍ کې هند تهراغلی و، هغه یوه ډير په زړه پورې خبره لیکلې ده، په عدلیه ارګانونو او قاضیانو کې یې د فساد په اړه لیکليکه د قانون خبره وی؛ نودلته هېڅ قانون نشته، ټولواک نظام دی، قاضیان د قانون کتابونه لري، په دې قوانینو کې د زخم پر زخم خلاصي خبره شوې ده. خو زموږپه ځای کې به څوک دومره زړه وکړي چې پاپ له عیسویته وباسي، په همدې ډول دلته هم هېڅوک جرات نشي کولای چې د ایالات له ګورنرڅخه د قانون ماتولو پوښتنه وکړ.

په محاکمو کې خلک ولاړ دي، په هیچا تر هغه وخته رحم نه کیږي، چې چاته رشوت ورنه کړي. په دې لړ کې یوازې قاضیان تو څارنوالانملامتول مناسب نه دي، ځکه د وبا هره خوا خپره شوې ده ، تر باچا پورې ټول لوی واړه پکې ککړ دي، ټول خلک د پېسو په حرص کې اختهدي، هیڅوک نه مړیږي، که کوم کس غواړي له والي یا ګورنر سره وویني؛ نو د رشوت ورکولو پېسې دې پيدا کړي، بې له ډالیو او شیرینۍعریضه نه امضاء کیږي، باعزته خلک دې په دې په دې حالت نه خفه کیږي، ځکه په دې خاوره کې دا رواج ګرځېدلای”.

Scroll to Top