هر یو انسان چې پیدا کېږی د پیدایښت له لومړۍ ورځي یې د ژوند ستونزې پیلېږی د یوه نوی ماشوم راتګ دې دنیا ته د هغه لپاره یوه لویه ستونزه وی د نوی چاپیریال سره نا اشنایی د دې دنيا له خلکو سره نا اشنا يي او همدا ډول د یو تړلي ژوند څخه خپلواک او آزاد ژوند ته راتګ یې له ډېرو ستونزو سره مخ کوی، کله چې ماشوم کرار کرار رالوېږی په همدې ډول یې ورسره په ژوند کې ستونزې هم رشد پیدا کوی د لویانو لپاره خبرې کول، خندا کول، خوراک کول، او همداسی د ژوند ټولې چارې په مخ وړل یو عادی کار وی اما د ماشوم لپاره په لومړیو کې د خپلې مور شوده رول هم ستونزمن وی، خبرې کول او په لاره تلل خو يې د ژوند له سترو بحرانونو څخه گڼل کېږی. په همدی ترتیب انسان د ستونزو سره رالوېږی او یو ستر انسان تری جوړېږی دا باید په یاد ولرﺉ! چې د هر انسان په ژوند کې د هغه د عمر او وړتیا مطابق ستونزې را منځته کېږی د هیڅ یوه انسان په ژوند کې داسي یوه ستونزه نه را منځته کېږی چې د هغه د وس او وړتیا پورته وی او حل دي نشي کړای الله جل جلا له هر انسان ته د هغه د وس مطابق ستونزې او مشکلات را منځته کوی دا زموږ د انسانانو کمزوری او لټي ده چې ستونزې مو ځان ته د یو ستر غر په څېر ګرځولی دي الله جل جلاله فرمايي:
لا يكلف الله نفس الا وسعها…. اِلا آخر
ژباړه: ستاسو رب هيڅ يو نفس د هغه د وس او وړتیا پورته نه مکلفوی.
الله جل جلاله د هر انسان د وړتیا او قوت مناسبې ستونزې پیدا کوی که موږ د خپلو پیغمبرانو ژوند ته لنډه کتنه وکړو، نو وبه ګورو چې هغوی د بېلا بېلو ستونزو او مشکلاتو څخه تیر شوي او بیا د داسي یو ستر او عظیم مقام خاوندان گرځیدلی دي که چیرته د ابراهيم عليه السلام ژوند ته وګورو نو د هغه ژوند هم له ستونزو او مشکلاتو نه خالي نه وه. هغه د دومره ستونزو له زعملو وروسته داسي يو مقام ته رسیدلی چې د کایناتو خالق ورته د ابراهيم خلیل الله درجه ورکوی نو دا ټول د ژوند ستر حقیقتونه دي چې موږ او تاسو یې باید درک کړو.
همدارنگه که د انسانانو پلار حضرت آدم علیه السلام ژوند ته هم سر و ښکاره کړو نو د بېلا بېلو داسي واقعاتو سره به مخ شو چی هیڅ یوه به یې هم د ستونزو خالی نه وی د هغه د دار القرار(جنت) څخه دار الذلت (دنیا) ته راتګ هم د دې ښکارندوی کوی، چې انسان دې دنیا ته پیدا دی انسان باید دې دنیا کې ژوند وکړی او له بلا ستونزو سره مخ شي هغه حل کړی او خپل ژوند ته ادامه ورکړی .
ستونزې د ژوند د بقا سبب ګرځي.
که د امام الانبیا حضرت محمد مصطفی صل الله علیه وسلم ژوند ته هم وګورو د ستونزو خالی نه وو د مور په نس وو چې یتیم شو، همدارنګه لا د خبرو نه وو چې مور يې هم له دې فاني دنیا سره
مخه خه وکړه، او همدارنګه د نیکه غم يې هم ولیده چې له دې توګه سره د نبوت دومره سترو ستونزو ته يواځي پاتي شو هيڅ ملگری یې نه وه چا یې په خبرو باور نه کوه چا لیوني، چا کوډګر او چا شاعر ورته ویل خو بیا هم د خدای له درباره څخه نا امیده نشو او دومره ستونزو سره يواځي و جنگیده چې بلاخره د ۲۳ کالو د ستونزو او کړاونو له تیرولو وروسته يې خپل مقصد تر لاسه کړ چې هغه د یو واحد ذات لور ته د خلکو بلل او پر ځمکه د قرآن كريم حاكمول ول.
همدارنگه که د هر یو نبي او پيغمبر ژوند ته وګورو نو د ورته پیښو سره به مخ شو دا د دې ښکارندوی کوی چې خدای جل جلاله د هر یو ارزښتمند څېز د لاسته راوړلو لپاره خاص مراحل په نظر کې نیولي دی که غواړئ چې تاسو یو ارزښتمند څېز تر لاسه کړﺉ نو باید قیمت يې ورکړﺉ هغه که مقام وی او که بل څه، نو د دنیا قانون همداسي دی چې د یو څه د لاسته راړولو لپاره باید یو څه له لاسه ورکړﺉ که نه نو هیڅ هم غير له دي نه ترلاسه کېږی.
که تاسو ښه ژوند کول غواړﺉ نو تاسو باید ډېري ستونزې او کړاوونه کوم چې د ښه ژوند د ترلاسه کولو په لاره کې شتون لری په ځان ومنئ او هغه وزغمئ د مثال په ډول: که تاسو غواړﺉ چې ډاکټر شئ نو تاسو باید لمړي دولس كاله ښوونځي ووایئ بیا د دې لپاره چې د طب پوهنځي ته لاره پیدا کړی نو تاسو یې باید اول قیمت ادا کړئ او قیمت يې هم زیات درس ویل دي او په کانکور ازموینه کې بریالي کیدل دی.
په هر حال فرض کړﺉ تاسو د کانکور په ملي ازموینه کې هم بريالي شوﺉ او ومو شو کولای چې طب پوهنځي ته لاره پیدا کړئ خو لا هم د دې لپاره چې تاسو یو ډاکټر شئ باید اووه کاله مزل چې څلور کاله د پوهنتون دوره او دوه کاله د سیتاج دوره ده هم بشپړه کړﺉ.
نو تاسو باید دا اوه کاله مزل په زیات زحمت او ډېر درس ویلو تیر کړﺉ نو بیا کولای شئ چې یو ښه ډاکټر جوړ شﺉ که څه هم دا هر څه سخت نه دی ولي لږ زیرکتیا او سخت کار کول غواړي.
همدارنگه که په ژوند کې د یو عادی څېز د لاسته راوړلو په هکله فکر وکړو نو وبه ګورو چې د هغه د لاسته راوړلو لپاره هم باید څه ناڅه زیار او زحمت و کاږو که نه نو نشو يي تر لاسه کولای که د پیغمبرانو له جملې څخه د حضرت یوسف عليه السلام ژوند ته کتنه وکړو نو د ورته پايلي سره به مخامخ شو د دې لپاره چې خدای جل جلاله هغه د مصر عزیز و ګرځوي او هغه د ستر مقام دکنټرولولو وړتیا پیدا کړي او جوګه يې وګرځي نو هغه باید ورونو په څاه کې غورځولي وای، هغه باید دیو غلام په هیڅ خرس شوی وای، تر څو هغه مصر ته ولاړ شي او هلته يې زليخه واخلي او خپل کور ته يې له ځانه سره د یو خدمتګار یا د ځوی په صفت ونیسي، او زلیخه باید په هغه مینه شي تر څو هغه د خدای په یو عظیم امتحان کې راښکیل شی او زلیخه دي تري د زنا غوښتونه وکړی تر څو دا انکار وکړی او د خدای ذات شاهد ونيسي او د دې تهمت په نتیجه کې اووه کاله د زندان د تورو دیوالونو تر شا تیر کړی تر څو د مصر د باچاهۍ وړ وګرځي او د يو باچا او عزیزِ مصر په صفاتو او ځانګړنو سمبال و اوسی چې هغه باید په مشکلاتو صبر کوونکی او ډېر قوی او غښتلي انسان و اوسي تر څو دا دروند او ستر پيټي چې يو پیغمبری وه، او بل د مصر باچاهي پورته کړای شی.
که یوسف عليه السلام د داسي سترو کړاوونو او امتحانونو نه وای تیر شوای، نو تاسو څه فکر کوﺉ چې هغه به داسي یو ستر بار پر اوږو پورته کړای وای؟ دلته ده چې زموږ پام په دې وخت کې دې جملې ته را اوړي وايې چې:
هر هغه څه چې خدای جل جلاله يې د انسان په ژوند کې رامنځته کوی د انسان د ښيګڼې او نفعې لپاره وی.
هر څه کې د خدای جل جلاله يو خاص حکمت نغښتي وی نو موږ او تاسو ته په کار ده چې هرې ستونزې ته د یو فرصت په سترګه وګورو او د پرمختګ لامل يې وګڼو او د ستونزو پر محال دا فکر وکړو:
دا ستونزې چی زما په ژوند کې رامنځته شوی ضرور به ماته یو څه لارښونې کوی او دا به راښایې چې تاسو په ناسمه لار روان یاست هغه لاره چې تاسو خپل هدف ته رسولاي شي دا نه ده، باید خپلې دې لارې ته تغیر ورکړﺉ.
ستونزې تباه کوونکي نه دي بلکي ستونزې پرمختګ ته لار هواروی.
که څومره هم په دې و غږیږو چې ستونزې د ژوند یوه برخه ده او داسي يوه برخه چې نه جلا کیدونکی او نه شلیدونکي اړيکه له ژونده سره لری او بېلا بېل مثالونه هم ورته ذکر کړو او په ژوند کې یې ارزښت ذكر کړو نو بیا به هم کمه وی ځکه چې په ژوند کې د ستونزو اهمیت زيات له هغه څه ده چې موږ ته ښکاره دي او موږ یې درکولای شو.
په ژوند کې ستونزې نه يواځي زموږ د مادی پرمختک باعث ګرځی بلکي د معنوی پرمختک باعث مو هم ګرځي د دې خبرې د ثبوت لپاره د انبیاء کرامو د ژوند واقعات ښې بیلگې دی. ستونزې انسان ته قوت او انرژی ورکوی او انسان د يوې پرښتې په څېر کوی او انسان د خدای جل جلاله له نيکو بندګانو څخه گرځوی ځکه په ستونزو صبر کوونکو ته خدای جل جلاله زیری ورکوی او فرمایې:
ان الله مع الصابرين……
ژباره: بې له شکه چې الله جل جلاله له صبر کوونکو سره مل دی. الايه….
او همدارنګه په بل آیت کریمہ کې الله جل جلاله په مسلمانو د ستونزو د راوستلو سبب ذكر كوى:
ولنبلونكم بشي من الخوف ولجوع ونقص من الاموال والنفس والثمرات وبشر الصابرين.الایه
ژباړه : خامخا به موږ تاسو په ویرې، ولږې، د مالونو په کموالی، دنفسونو په اخیستلو او د میوو په کموالی سره و ازمایو او ای پیغمبره صبر کوونکو ته په جنت زیری ورکړه.
نو لهاذه ژوند په ستونزو سره لا رنګينه کېږی او انسانان له لټۍ څخه ژغوري په حرکت یې راولي نو ستونزو ته د تسلیمیدلو پر ځای غوره ده چې په حل لارو يې غور وکړﺉ او صبر وکړﺉ تر څو رب مو در څخه راضي او د یو خوښ او خوشاله ژوند څښتنان وګرځئ.