- له کرکې پاک زړه، د انسان غوره ساتونکی دی.
- نصیحت رښتیني خیرخواهي ده، خو انسان یې نه اوري.
- غوړه مالي بده دوکه ده، خو خلک یې په پوره توجه اوري.
- د انسان ښېګڼې ورسره خښېږي، خو بدۍ یې تل یادېږي.
- د درې کسانو تخییل یو رقم وي: لیونی، مئین او شاعر
- شهرت او ښه نامه د هغو نصیب کېږي چې په زړه کې یې د خلکو وېره نه وي.
- نافرمانه اولاد، د مار تر زهرو ډېر بد دی.
- غوړه مال او په غوړه مالۍ خوشالېدونکی، دواړه بد دي.
- له خپلو افکارو ځان ته زندان مه سازوه.
- مینه ړنده وي، په دې خاطر مئینانو ته هغه نازکې تېروتنې نه ښکاري چې دوی یې کوي.
- مینه بالاخره هر څه فتح کوي، راځئ چې موږ هم ور تسلیم شو.
- مینه دومره زوروه ده چې له انسانه حیوان او له حیوانه انسان سازوي.
- د ښځې ښاېست د هغې غرور زیاتوي.
- د دیو غوندې قوت ښه دی، خو د دیو غوندې قوت کارول بد کار دی.
- په بېلتانه کې د مینې لمبې لا تېزېږي.
- بخت، لکه ډمه خپلې دروازې غریبو ته بندې ساتي.
- بېزړه انسان له مرګ مخکې څو ځله مري.
- نوم کې څه دي؟ ګلاب ته که هره نامه واخلې په رنګ او خوشبو کې یې فرق نه راځي.
- د هغو شاته څو فایده چې زهرو کې ګډ وي؟ تر دې خو هغه زهر ښه دي چې د شاتو خوږوالی په کې وي.
- زما جامې به زړې وي، خو خپلې مې دي.
- کوم شی چې ښاېسته کولای نه شې، بدرنګوه یې مه.
- څوک چې په لوړه څوک ولاړ وي، له سیلۍ او توپان سره ډېر مه مخ کېږي.
- هوښيار انسان خپلو ستونزو ته ژاړي نه، بلکې په خوشحالۍ یې د حل کوشش کوي.
- څومره خلک چې وږي دي، همدومره ډېر په ډېر خوراک ناروغ هم دي.
- هوښيارتوب دا دی چې خبره لنډه وشي، اوږدې خبرې انسان ستړی کوي.
- په دنیا کې هېڅ داسې فېلسوف نه دی تېر شوی چې د غاښ درد یې په صبر زغملی وي.
- مینه هر چا سره کوه، باور په لږو کوه او بد له هېچا سره مه کوه.
- موږ وړو غلو ته جزا ورکوو او د لویو سلام کوو.
- ځينې خلک لوی پیدا کېږي، ځينې په هلو ځلو لوېږي او په ځینو لويي تحمیلېږي.
- په پخواني غم خفګان کول، د نوي غم را بلل دي.
- چا چې دې یو ځل باور مات کړ، بیا پرې باور مه کوه.
- په رښتینې مینه کې لوړې ژورې حتماً راځي.
- څه چې دې په کار وي، د خندا په زور یې ترلاسه کړه، نه د تورې په زور.
- د دروغجن جزا دا نه ده چې څوک پرې باور نه کوي، بلکې هغه خپله هم په چا باور نه شي کولای.
- په خفګان کې هغه خلک هم لیدل کېږي چې عادي حالت کې یې لیدل ممک نه وي.
- ژوند په هر چا ګران دی، خو په زړورو انسان عزت تر ژوند ډېر ګران دی.
- چې مخ یې ښاېسته وي او عمل یې بد وي، لکه ګلاب چې وي، خو بوی يې نه وي.
- خبرې پاڼې دي او عمل میوه ده.