- خو کله کله د ماتې وېره دومره په آسانۍ نه ختمېږي. ځینې وخت د نامعلومو پېښو وېره دومره قوي، که د انسان خپل کار هر څومره خوښ وي، بیا یې هم ځنډوي، په دې اړه څه وایې؟
اصلي خبره همدا (نامعلوم) کلیمه ده. که وېره نامعلومه او ناپېژانده وي، نو هېڅ هم ورسره نه شئ کولای. ښه به دا وي چې لومړی خپله اندېښنه معلومه کړئ او دا واضح کړئ چې له څه وېرېږئ.
- داسې ښکاري چې دلته باید بیا د کوترې جالې جوړولو له طریقې کار واخیستل شي.
هو، همداسې ده. ګونګو او عمومي ستونزو سره چلند سخت دی. که د وېرې خبره وي، که د لټۍ او که د بل شي، هېڅ توپير نه کوي. که ډاکټر ته لاړ شئ او یوازې دومره ورته ووایئ چې: (ښه نه یم)، نو هغه درته نسخه نه شي لیکلی. ډاکټر داسې معلوماتو ته اړ وي چې ستاسې ناآرمي پرې پيدا کړي او تر څو چې هغه پیدا نه کړي، دوا نه شي درکولای.
- خو دلته موضوع روښانه ده. ستونزه له ماتې وېره ده.
دا خبره لا هم عمومي ده. پر دې باید پوه شئ چې تاسې ولې وېرېږئ؟ که لږه پلټنه وکړئ، پر دې پوهېږئ چې ستاسې اندېښنه له ماتې وېره او خجالت دی. وېرېږئ چې خپلو ملګرو او همکارانو ته خجالته نه شئ. همدا مو ځوروي.
نو له خپلو ملګرو سره د خجالت او ملامتۍ وېره مطرح کولای شئ. لا مو هم ستونزه نه ده حل کړې، خو لږ تر لږه ستونزه مو مشخصه شوې ده. اوس د ماتې په وېرې فکر مه کوئ، د ملګرو پر مخکې پر شرم او خجالت فکر وکړئ. په دې وخت کې له ځانه دا پوښتنې کولای شئ:
- آیا زما ناکامي زما ملګرو ته مهمه ده؟
- آيا زما ماته هغوی ته دومره لویه ده چې زه یې ګڼم؟
- ماته دا ولې مهمه ده چې هغوی به څه وايي؟
- که زه ناکام شم هغوی به څه وکړي او دا چلند به یې څومره جدي وي؟
- که یې نیوکه راباندې وکړه، څه به کوم؟
- ځینې به مې ګني دا هڅه ونه ستایي؟
- که ناکام شوم، کوم سبقونه به واخلم؟
- که یو څو شېبې ماته هېره کړم، د بریالیتوب امکان مې څومره دی؟
- په شرم کې ګني مبالغه نه کوم؟
- که بریالي شم بیا؟
- ملګري به مې ګني ډېر درناوی ونه کړي؟
- له دې ټولو پرته، زه ګني د نورو خلکو خبرو ته ډېر ارزښت نه ورکوم؟
- زما خپل احساسات څومره مهم دي؟
- که یې وګټم، که یې وبایلم، که مساوي شم، دا دومره هڅه مې چې کړې ده، دا دومره خطر او د خلکو خندا مې چې منلې ده، په دې خاطر باید پر ځان ونه ویاړم؟
- که د کار جرئت ونه لرم، د ځان په اړه به څه فکر کوم؟
- اوس د پرېکړې وخت دی، دا کار کوم که نه؟
- لومړی باید کوم ګام واخلم؟
- څه ته په تمه یم؟
دې ته پام کوئ چې که اندېښنه مشخصه نه شي، د ښايي دغه پوښتنې هم عادي او بې معنا ښکاره شي. خو بیا هم ډېر خلک دا زیار نه کاږي. د مدیریت په کار کې هره ورځ له دې پېښو سره مخ کېږو. کارکوونکو سره په جلسه کې مسایل مطرح کېږي او هغوی یې سمدستي حل لارې وړاندې کوي، خو که ددې سمدستي حل لارو پر ځای د ستونزې ماهیت روښانه شي، پایله به یې ډېره ښه وي.
- خو که ستاسې ټولې سپارښتنې ومنم او پرېکړه نه شم کولای، نو بیا؟ په ستونزه پوهېږم او خپله اندېښنه هم پېژنم، خو څه فایده؟ ستونزه هماغسې پاتې ده، سترګې پرې نه شي پټېدی، اوس څه وکړم؟
دا باور وکړئ، که ستونزه وشنل شي، اندېښنه کمېږي، خو که چېرې بیا هم اندېښنه کمه نه شوه، نو بیا ځانه دا پوښتنه وکړئ چې که وېره مو نه درلودی، څه مو کول؟ هماغه کار وکړئ. ما دغه چلند د تورن طریقه نومولې ده، دا د اولسمې پېړۍ د یوه فرانسوي جنرال نامه ده.
- هغه څه کړي وو؟
دا د تاریخ د ډېرو زړورو خلکو کار کړی و، خو خیر، د هغه وخت تېر شوی دی. ده له خپلو غلیمانو سره په دېرش کلنه جګړه کې خپل پوځونه ډېر ښه رهبري کړي وو. پخپله به د لښکر په سر کې و او پر دښمن به یې برید کاوه. که چا به یې دا زړورتیا وستایله، نو ده به ورته ویل چې: (زما چلند د زړورو خلکو غوندې دي. داسې ښييم چې نه وېرېږم، خو رښتیا دا دي چې وېرېږم. ښه دا ده چې دغې وېرې ته تسلیم نه شم، ځان ته وایم چې: پاڅېږه او منډه کړه. زما بدن زما دغه امر مني.)
دا د وېرې وروستی ځواب دی. له وېرې مه منکرېږئ، ځان مه تېرباسئ، داسې مه ښيئ چې نه وېرېږئ یا اندېښنه نه لرئ، دې کې شرم نشته، خپله وېره ومنئ او داسې چلند ورسره وکړئ لکه دا وېره چې بهر نه، بلکې ستاسې په ذهن کې وي.
- نظر ښه دی، خو عملي کول یې دومره آسانه نه دي.
هو، آسانه نه دی. ما نه دي ویلي چې آسانه دي، خو ګټور کار دی. څوک چې آسانې حل لارې غواړي، هغوی نهیلي کېږي.
د فرضيې یا انګېرنې پراساس چلند تل آسانه نه وي، خو هرڅوک ترې ګټه اخیستی شي. دا کار درسره نه یوازې هغه کار کې مرسته کوي چې تاسې یې غواړئ، بلکې د هغه کار لپاره مو نفس او وجدان ښه حالت خپلوي. د زړورتیا ذهني تصویر ته رسېږئ او ځان په وېره او ترهه کې ښکېل حقیر انسان نه ګڼئ.
البته پرځان باور موندلو لپاره ددې ترڅنګ له نورو لارو چارو هم کار اخیستی شئ. ویلیم جیمز او فریدریک نیچه د انسان په ژوند کې ددې پروسې پر ونډې تفصیلي غږېدلي او پر دې باور دي چې دا زموږ وجودي واقعیتونه بدلولای شي. ویلیم جیمز به ویل: (که زه پر دې باور یم که نه چې خدای شته، خو داسې عمل کولای شم لکه خدای چې وي. ځان آزاد احساسوو، طبیعت راته له ځانګړو طرحو ډک ښکارېږي، داسې پلان ساز کړئ لکه ټول عمر چې ژوندي یئ، وبه ګورئ چې دا چلند به مو ژوند بدل کړي.)
- یوه شېبه. ستاسې د ځینو خبرو پر اغېزناکۍ نظر لرم. تاسې ویل داسې پلان ساز کړئ لکه ټول عمر چې ژوندي یئ. آیا دغه فکر کله ناکله د غفلت نه لامل کېږي؟
همداسې ده. خو د جیمز موخه دا وه چې که پوهېدی دومره ژوند کوو چې له د خپل ورځني کار له ثمرې ګټه واخلو (یا مو چې کوم کار نه دی کړی، د هغې له امله وځورېږو)، نو هڅه به مو دا وی چې کارونه په ډېر ښه ډول وکړو. خبریال هېرې ګولډن هم په دې اړه یو نظر درلود: (ښه به دا وي چې هره ورځ په دې فکر پیل کړو چې ټول عمر به ژوندي یو او په همدې توګه خپل ژوند ته دوام ورکړئ. په اویا کلنۍ کې د خپل کور وداني بدله کړئ. پنځه اویا کلنۍ کې نوي مطالعات پيل کړئ یا نوې ژبه زده کول پیل کړئ او دا کار داسې وکړئ لکه ټول عمر چې ژوندي یئ، بیا چې مرګ راځي هم ستاسې به ورته پام نه وي.)
- ښه نصیحت دی، خو تاسې له موضوع واوښتئ. بېرته به د وېرې موضوع ته راشو. تاسې وویل وېرې سره د مبارزې لومړی ګام د وېرې دلیل موندل دي او ستاسې په وینا که چېرې مو دلیل ونه موند، نو په وېرې باید سترګې پټې کړو. دا خو داسې لکه څوک چې وایي که تاسې د یوه کار زړه او جرئت نه لرئ، نو هغه کار ښه په زړورتوب وکړئ.
هو همداسې ده. دا خبره نوې نه ده. په هامېلټ کیسه کې د شکسپیر خبره رایاده شوه چې وایي: (حتی که نه یئ، هم داسې وګڼئ چې هنرمند یئ.)
- خو تاسې موضوع ډېره آسانه کوئ. که پر وېرې دومره په آسانۍ برلاسي کېدای شوي، نو په دې اړه به خلکو پخوا هم ویلي وی. خلک ولې داسې نه کوي؟
خلک دا کار کوي او ترې نهیلي هم نه دي. ماشومان چې د شپې په وېره او تیاره کې شپېلي وي. سوک وهونکی پوهېږي چې سیال یې قوي دی، خو بیا هم ښه په دنګه غاړه میدان ته ځي. ممثل پخپله خفه وي، خو نور خلک خندوي. دا او داسې نور ډېر خلک د خپل واقعي احساس اپوټه (برعکس) چلند کوي او په دې توګه خپله زړورتیا زیاتوي.
خو په دې خلکو او لټانو کې یو لوی توپير دی. دا خلک په داسې حالت کې وي چې د خپل دندې او مسوولیت له مخې باید په څهره د خوښۍ نقاب واچوي. بل کار یې له لاسه هم نه شي. البته لټان بیا داسې نه وي. هغوی له واقعي شېبو سره مخ هم نه وي، خو بیا هم خپل کارونه ځنډوي او داسې ښيي چې دلیل ګني ورته لري.
یعنې موږ هر وخت د تورن له طریقې کار اخیستو ته مجبورېږو. زه وایم چې یو قدم مخکې لاړ شو او حتی که اړ هم نه شو، دا کار دې وکړو. دا وسله باید وروستی انتخاب یا په تیک کې وروستی غشی نه وي.
- خو دا ستاسو طریقه یوه ستونزه لري، ظاهراً په کې لږه ځان ښودنه ښکاري. نن سبا موږ ته ویل کېږي چې رښتیني اوسئ او واقعیتونه وستایئ. خو تاسې اپوټه خبره کوئ وایئ چې خپل اصلي احساسات پټ کړو او د هغو خلاف چلند وکړو.
نه داسې نه ده. د لټۍ پر وخت انسان له دوو مخالفو ځواکونو سره مخ وي. یو ستاسې دنننی غږ دی، دا ستاسې احساس ته په کتو وایي چې دا کار سخت دی، بې خونده دی، خطرناک دی، په دې خاطر به ښه دا وي چې یوه ښه وخت او فرصت ته پرېښودل شي. بل خوا ستاسې د عقل غږ دی هغه وایي: (که دا کار ونه کړې، سبا هم نه آسانه کېږي، نه خوندور کېږي او نه یې خطر کمېږي. البته د ځنډ د جریمې له امله لا ډېر سختېږي، نو ښه دا ده چې همدا اوس یې وکړه او ځان ترې خلاص کړه.) دا ستاسې کار دی چې کوم غږ اورئ. که مو د عقل او منطق غږ د وېرې او هم تر غږه لوړ وګاڼه، نو خپل نفس سره به مو خیانت نه وي کړی. د غیرمنطقي غږونو اورېدلو پرځای به مو واقعیت ته ارزښت ورکړی وي، په دې کې نو د ریا او ځان ښودنې څه خبره ده؟
- د ماتې او باېلات له احساساتو سره، پر وېرې د برلاسۍ سربېره، له ځینو نورو لارو چارو هم ګټه اخیستی شو؟
هو، که ستاسې لامل وېره، زړه خوراک، خفګان، خجالت، ستړیا، بې زیار نه زغملی یا لټي وي، نو زما لا وړاندیز شویو لارو چارو کار اخیستی شئ. داسې چلند وکړئ لکه ددې ځانګړنو اپوټه (برعکس) چې لرئ، خو ښه به دا وي چې له عمل کولو مخکې په خپل ذهن کې یو مثبت تصویر رامنځته کړئ.
- ذهني تصویر؟
نورمن وېنسټ پیل په دې اړه تفصیلي بحث کړی دی او په دې وروستیو کلونو کې دغه سپارښتنې ته ډېره زیاته توجه شوې ده. په دې طریقه کې تاسې په خپل ذهن کې ځان داسې کار ګورئ چې د یوه کار په کولو لګیا یئ. یعنې تاسې د هغه کار کېدل په خپل ذهن کې وګورئ (تصور کړئ). ځان ووینئ چې ګام پر ګام کار مخ ته وړئ. د دغه ډول لیدلوري اروایي اغېز ډېر زیات ژور دی.
ډېرو لویو او بریالیو اتلانو له همدې طریقې کار اخیستی دی. په دې اړه ډېر زیات کتابونه هم لیکل شوي دي. زیاتره لوی لوبغاړي په همدې لیدلوري او طریقې لویو بریاو ته رسېدلي دي. مثلاً د ګلف لوبې مشهور لوبغاړی (بن هوګن)، به د لوبې د پیل او د توپ له وهلو مخکې په خپل ذهن کې خپل بریالی حرکت تصور کاوه او بیا به یې پلو (عضلاتو) هماغه تصویر په عین ډول عملي کاوه. د باسکټبال پر لوبغاړو یوه بله څېړنه شوې ده، هغه هم ښيي چې د تصور کولو په دې طریقه، د آزاد ګوزار کولو مهارت تر ډېره وده موندلې ده.
- ښه، اوس تاسې د بدني مهارتونو رامنځته کولو په اړه غږېږئ. آیا له دې طریقې، د لټۍ ختمولو لپاره کار اخیستی شو؟
دا طریقه ډېره پراخه ده. هر کال چې په ذهن کې وشي که په عمل کې، دویم ځل تکرار یې ډېر آسانه کېږي. ذهني کار د سخت عملي کار کېدو ته لاره هواروي او دې ته په کتو، د ګلف لوبې او یوه بل بې خونده یا ځنډېدلي کار ترمنځ هېڅ توپير نشته. تاسې په دواړو مواردو کې د خپل ذهنیت پر اساس حرکت کوئ.
اېمرسن به ویل: (د هر کار په کولو کې تر ټولو مهمه برخه دا ده چې تاسې له مخکې په خپل ذهن کې کړی وي او د عملي کار ترڅنګ، د کار کېدو تر ټولو ښه ځای ستاسې ذهن دی. )