باران هماغسې تېز ورېده، اسمان غرار کاوه، لرګینې بخارۍ خپل لوګي اسمان ته خوشې کول ، زړې بوډۍ یې ترڅنګ پراته د لرګیو توکړکي ورپسې کول، دیوالي ساعت ټک ټک مخکې ته، د دالان یوه سوري څخه څک څک اوبه راتویدلې. میوند چې لمر وهلی مخ یې لاره د قده لوړ خو ډنګر ښکارېده عمر یې تر پنځه ویشت کالو تېر نه وو. ترڅنګ یې مشره خور او ورپسې یې کشری ورور ناست ول.
میوند په ټیټ غږ وویل: ظالمانو دوه کاله دمخه روغ رمټ پلار راشهید کړ اوس یې ماپسې راخیستې.
مور یې غلې وه.
میوند پسې زیاته کړه: خط یې رالیګلی چې نور به د عسکرۍ دنده پرېګدي او اسناد به دې هم تر درې ورځو مونږ ته راسپارې کنه نو
مور یې خبرو کې ورولوېده: کنه نو څه؟ هه تا هم وژني؟ دوی خو ستا بېګناه پلار چې دنده يې دهمدوی بچو ته ښوونه وه وواژه. را دې شي موږ دې هم ووژني، کور ته دې سلامت اور واچوي. زویه! پلار او دوه ترونه دې هم شهیدان شوي پام چې یو لویشت شاته نشې مرګ په نېټه دی موږ هم الله ج ته سپاره. دا وطن درباندې حق لري.
وړوکی هلک وسونګېده میوند وروکتل بېرته غلی شو.
میوند سوړ اسویلی وکړ: آه، دوی څومره انسان خوړونکي دي، کاش زموږ غربت او بېچارتوب ته یې کاته.
دوه اونۍ وروسته میوند خپله میاشتنۍ تنخوا واخیسته او کور ته یې اړینه سوداء راوړه مور یې پړونی داسمان لوري ته ځولۍ کړی و،او د زوی سلامتۍ لپاره یې دعاوې کولې.
دغه کوچنۍ کورنۍ ( کونډه او درې بچیان) ډېره خوښه او په خېټه مړه ښکارېده دوی خپلو کې په مینه ژوند کاوه.
میوند او مور یې د شپې تر ناوخته ویخ ول مور یې په دې خبرې ټینګار کولو چې ده ته به خپله ورېره ګل غوټۍ کوي خو میوند نه منله او ویل یې چې لا وخت شته، مور یې هم ورسره ومنله دوی تر ډېره پخوانۍ کیسې کولې بیا ویده شوي وه.
سبا ورځ نری نری باران ورېده میوند ماښام جومات ته لاړ د لمانځه او دعاء وروسته د کور په لوري راوګرځېد په لاره کې د ډزو غږ واورېدل شو؛ میوند اخ کړ مرمۍ یې تر زړه بوټه وتلې وه، شېبه وروسته د جومات څخه نور کلیوال راغله ځوانیمرګ یې پورته کړ او په زړه کلا یې ورننباسه، کلا کې چغې او کوکې شوې، پېغلې خور یې مخ واهه ګرېوان یې څیرې کړی وو.
د میوند مور غلې وه سترګې یې رډې راختلې وې کلیوالو سپین سرو ورته د شهادت غوره والی بیانولو، شپه تور تم وه. اسمان يې په غم اوښکې تويولې او دوړې کورنۍ لمر دتل لپاره لوېدلی و .
پای