د زړه تنګۍ ختمولو لپاره څه وکړو؟

زړه تنګېدل عام او طبیعي دي، ځکه انسان چې کله داسې حالت سره مخ شي چې دده په خوښه او دده له توقع سره سم نه وي، نو یو ډول د خفګان احساس کوي چې موږ ورته په عامه وینا زړه تنګېدل وایوو.

ښه خبره بیا دا ده چې زړه تنګېدل ناروغي نه ده، لکه څنګه چې یې حالات او چاپېریال رامنځته کوي، همداسې یې حالات او چاپېریال بېرته له منځه هم وړي.

زړه تنګېدل زیاتره وخت د هغو فکرونو زېږنده وي چې زموږ په ذهن کې وي، موږ په ځينو مسایلو فکر کوو، دغه فکر زموږ په ذهن تاثیر کوي، موږ خفه کېږو او په کوم حالت کې چې یوو هغه حالت راته بیا خوند نه راکوي.

نو که چېرې زموږ فکر بدل شي، زړه تنګي ورسره پخپله ختمېږي او دا د انسان د ذهن خاصیت دی چې فکرونه ورته ډېر راځي، ځينې یې بېرته هېرېږي او ځينې په کې ساتل کېږي، د دې لپاره لومړۍ لاره دا ده چې:

  • د خفګان او منفي فکرونه وپېژنئ، وګورئ چې کوم مسایل مو خفه کوي، څه ته ځورېږئ او څه مو زړه تنګوي؟ کله مو چې دا فکرونه وپېژندل د زړه تنګون اصلي لامل مو پيدا کېږي بیا؛
  • دا وګورئ چې د دغې ستونزې په حل کې تاسې څومره ونډه لرئ؟ څه مو له لاسه کېږي؟ او څه کولای شئ؟ که چېرې ستونزه ستاسې له وس بهر وي، نو ستاسې اندېښنه او خفګان به څه ګټه وکړي؟
  • که ستونزه ستاسې په واک کې وي، نو بیا ورته له اندېښنې کولو ښه دا ده چې پاڅېږئ او د ستونزې د حل لپاره خپل ټول ممکن کوششونه وکړئ.
  1. د زړه تنګۍ یو لوی لامل یوازیتوب هم دی، ځان مه یوازې کوئ، د کورنۍ له غړو سره کېنئ، ملګرو سره بهر ووځئ او وګرځېږئ. دې سره مو فکر بدلېږي او زړه تنګي مو ورسره ختمېدلای شي.
  2. زیاتره خلک د زړه تنګۍ پر وخت د خفګان شعرونه لولي او د خفګان سندرې اوري یا په ټولنیزو رسنیو د خفګان پوسټونه کوي، خو دا ټول کارونه نه یوازې د خفګان په کمولو کې مرسته نه کوي، بلکې ستاسې خفګان لا ډېر قوي کوي او ستاسې ذهن بل خوا تللو او فکر بدلېدلو ته نه پرېږدي. ما یوه لیکنه کې ویلي وو چې د خفګان پر وخت دا کارونه کول، ستاسې په خفګان مېخونه وهي او لا ډېر یې ژوروي.
  3. په تېر وخت ډېر فکر مه کوئ، څه چې شوي هغه بېرته نه را ګرځي، فعال خلک هغه دي چې راغلی حالت ومني او پر دې فکر وکړي چې په دې حالت کې به خپل ژوند څنګه کوي او خپله بقا به څنګه تامينوي.
  4. بحران فرصتونه هم زېږوي. که چېرې اوزګار یئ، مطالعه وکړئ، کتابونه ولولئ او له دې اوزګار وخت، په خپل حالت د ژړلو پر ځای، د خپل حالت د ښه کولو لپاره کار واخلئ.
  5. بیا هم تکراروم چې یوازیتوب ستاسې خفګان زیاتوي، هڅه وکړئ چې یوازې پاتې نه شئ، د خپلې کورنۍ له غړو سره کېنئ، ملګرو ته ورشئ یا یې ځان ته را وغواړئ، که نور هېڅوک درسره نه وي، پخپله له کوټې ووځئ، بهر په لارو کوڅو کې قدم ووهئ. تاسې به بهر په لارو دومره شیان ووینئ چې ذهن به مو ورسره بوخت شي او له څو ورځو چې پرې کوم فشار پروت و، له هغې به یوه دمه ترلاسه کړي.

Scroll to Top