لیکنه: محمدرسول حمزه
د زم زم اوبه ډېر جالب او پټ رازونه لري. د زم زم د اوبو د څاه (کوهي) ژوروالی یوازې 10.6 فوټه دی، خو په یوه ثانیه کې 8,000 ليټره اوبه پمپ کوي، چې په یوه دقیقه کې 480،000 ليټره اوبه پمپ کوي او په یوه ساعت کې 28،8 میلیونه لېټره اوبه پمپ کوي، چې په 24 ساعته کې 691.2 میلیونه لېټره کیږي. خو جالبه داده چې د زم زم څاه (کوهی) یوازې په 11 دقیقو کې د 24 ساعتونو 691،2 میلیونه لېټره اوبه پوره کوي.
د زم زم اوبه له دې سره نور ډير حیرانووکې رازونه هم لري.
مشهور جاپاني څېړونکي (Masaru Emoto) د زم زم پر اوبو پراخې څېړني کړي، نوموړي ثابته کړه چې د زم زم د اوبو کیفیفت په هیڅ نورو اوبو کې نشئ پیداکولای، او نه کومې اوبه دومره لوړ کیفیت لري.
همدارنګه جاپاني څېړونکي په یوه نوې ټېکنالوجیکي آلې (NANo) څېړنه وکړه چې ورورسته یې ثابته کړه، کچېري په 1،000 لېټره اوبو کې یو څاڅکی د زم زم اوبه ګډې کړل شي، نو ټولې اوبه د زم زم د اوبو کیفیت خپلوي. همدارنګه نوموړي ثابته کړه چې د زم زم یو څاڅکی اوبه داسې خاص “مـنرال” لري چې په نړۍ کې بېساري ده.
همدارنګه د زم زم اوبه په هر حالت کې شفافې وي، خوند “ذائقه” یې هیڅکله نه بدلیږي، هغه داسې چې کله تاسو (په یو ډبه او یا لوښي کې یو څه اوبه واچوی، نو له څو وروځو وروسته یو رنګه بوی کوي او خوند ډېر خرابیږي، چې هیڅوک یې بیا څښلو ته زړه نه ښه کوي)، خو د زم زم اوبه چې په کلونو په یو سر پټي لوښي کې واچوئ، نو هیڅکله به یې خوند او بوی خراب نشي،
یوازې ټولې زم زم نه، بلکې که په یو لوښي کې عامي اوبه واچوئ، نو لږ زم زم اوبه ورسره ګډي کړئ، هم نه خرابیږي. دا چې ولي نه خرابیږي، دې چاري ته د نړۍ ټول ساینسپوهان ګوته په غاښ او بې ځوابه دي.
* د زم زم د اوبو څاه (کوهی) د ابراهیم “ع” په زمانه کې فعاله شوی دی، له هماغه راهیسې همداسې په جوش فعاله دی، دوه معجزې یې ډېري حیرانووکې دي، لومړی دا چې په دومره کوچنی څاه په 24 ساعته کې 691،2 میلیونه اوبه په 11 دقیقو کې څنګه پوره کوي، او بل دا چې د ز زم اوبه ولي هیڅکله نه ضایع (بېځایه) کیږي.