د دریو والدینو ماشوم / نګین کرګر

دغه راپاراونکی تخنیکي بحث هغه وخت رامنځ ته شو کله چې ساینس پوهانو پدې وتوانیدل چې د مور څخه ماشوم ته د آرثي امراضوانتقال مخنیوی وکړي او ماشوم د آرثي کمیافته ناروغیو څخه وژغورل شي.

مونږ پوهیږو چې د انسان د نسل بقا لپاره د نارینه سپرم او ښځینه  هګۍ القاح کیږي او د القاح په نتیجه کې هر یو خپل نیمیایي آرثيمعلومات شریکوي تر څو 23 جوړه کروموزومونه پوره کړي او د ماشوم جینوم یا آرثي معلومات بشپړ شي.

د مور په حجراتو کې علاوه د کروموزوم څخه یو درجن نوره ډي اين اې هم موجوده ده چې هغې ته میتوکاندریا ډي این اې وايي.

د انسان په جینوم یا آرثي معلوماتو کې شل زره بیلابیل جین یا آرثي معلومات موجود دي چې د انسان ظاهري شکل فزیکي بڼه ، دمرضونو په وړاندې معافیت، او نور بیلابیل خواص تعینوي.

دغه جینوم د حجرو په هسته کې موجود دی او په حجره کې د هستې تر څنګ مایتوکاندریا هم موجوده ده.

مایتوکاندریا ته د حجرې د انرژي مرکز هم ویل کیږي ځکه په حجره کې د مایتوکاندریا وظیفه د غذایي موادو څخه انرژي ترلاسه کول دي،کومه انرژي چې د حجراتو د وظایفو لپاره کارول کیږي.

لکه څنګه چې مې مخکې وویل دغه کوچنۍ ماشین یا مایتوکاندریا په خپل وجود کې یو بیل جینوم یا د آرثي خواصو مرکز لري او پهمایتوکاندریا کې اوه دیرش جینونه وجود لري چې یواځې د مور په ډي اين اې کې موجود دي.

د القاح په وخت کې د سپرم د مایتوکاندریا څخه دغه ډي اين اې د منځه ځي ځکه یواځې د مور د مایتوکاندریا ډي اين اې ماشوم ته پهآرث رسیږي نو ځکه که مور کوم آرثي مرض ولري هغه ماشوم ته هم انتقالیدای شي.

ولې انسانان په مایتوکاندریا کې ډي اين اې لري؟

دا د جنيتیک یا آرثي علومو یوه برخه ده چې ویل کیږي مایتوکاندریا په لومړي ځل په باکتریا کې موجوده وه او وروسته یې بیا مغلقو حجروکې ځای ونیوه.

د مایتوکاندریا په ډي اين اې کې کوم تغیر ندی راغلی نو ځکه ساینس پوهانو وکولی شو په دې وسیله د لیوانو څو نسلونه معلوم کړي.

په دغه مایتوکاندریا کې کله چې کوم تغیر رامنځ ته شې نو هغه کس بیا په ییلابیلو کمیافته ارثی مرضونو اخته کیږې.

مثلاً ناڅاپی ړندیدل، یا د پانقرانص یو مرض چې د شکر د ناروغۍ سبب هم ګرځي او یا د اعصابو او عضلاتو اختلال او نور.

دا هغه امراض دي چې د مایتوکاندریا د ډي این اې د میوټیشن یا تغیر له کبله منځ ته راځي.

همدارنګه ځینې نور مرضونه لکه الزایمر یا پارکینسن چې د امریکی جمهور ریس رونالر ریګن درلوده هم کیدای شي.

که یوه ښځه دغه د مایتوکاندریا ډي اين اې میوټیشن ولري یا دغه ارثي ناروغۍ ولري نو د اي وي ویف تخنیک له هغې سره مرسته کويچې خپل ماشوم ته ددغه ارثي ناروغیو د انتقال مخه ونیسي.

که یوه میرمن د مایتوکاندریا میوټیشن ولري نو کولی شي چې له یوې بلې میرمني چې د مایتوکاندریا میوټیشن ونلري واخلي او د یوهناروغ ماشوم د زیږیدو مخنیوی وشي.

اې وي ایف یا مصنوعي القاح ټکنالوژۍ په 1997 کال کې رامنځ ته شوه.

دا تخنیک له هغو میندو سره چې ماشوم یې نه کیږي مرسته کوي  تر څو ماشوم وزیږوي.

دغه ټکنالوژي ته سایتوپلازمیک ترانسفر هم وايي.

سایتوپلازمیک ترانسفر څه ته وایې؟

په دغه میتود کې د مور د هګۍ څخه غیر له هستې چې آرثي معلومات پکې شریک دي نور ټول معلومات لرې کوي او د نارینه سپرم یا دبلې ښځې چې حجره یې سالمه ده بغیر له هستې څخه ټول حجروي معلومات د مور په حجره کې چې اوس یواځې هسته لري داخلوي اوبیا د ماشوم د پلار د سپرم سره یې القاح کوي.

په دا طریقه یوه ښځه چې نشې کولی ماشوم وزیږوي مور کیدای شي.

په 2015 کال کې دا تخنیک لا پرمختللی شو، او نوې دوه ټکنالوژۍ رامنځته شوې چې یوه یې د دغې پاسنۍ ټکنالوژۍ برعکس ده یعنې پهدغه میتود کې چې سپینډل ترانسفر spindle transfer نومیږي.

یعنې د مور د حجرې څخه هسته لیرې کیږي  او د بلې ښځې په حجره کې چې یواځې هسته ترې لیرې شوې وي داخليږي او بیا دا هګۍد سپرم په واسطه القاح کیږي تر څو زایګوت یا د ماشوم حجره منځ ته راشي.

دوهم ‌‌‌‌‌‌ډول یی پرونوکلییر ترانسفر نومیږي چې یوه د پلار د سپرم په واسطه  القاح شوې هسته د دونر یا د بلې مور حجرې ته چې هسته نهلري ور داخلیږي او بیا دا د مور په رحم کې امپلانت کیږي.

دغه پروسه کې د دریو واړو کسانو مایتوکاندریا د حجرې د انرژۍ ماشین آزمایل کیږي چې کومه ناروغۍ ونه لري.

دې طریقې ته په رسنيو کې د دریو ډي این اې والدینو ماشوم ویل کیږي، چې ساینس پوهان ورسره همغږي ندي.

د دې څخه ‌‌‌‌‌‌ډیر اخلاقي بحثونه راپاریدلی شي ځکه نو د ساینس پوهانو دا غوښتنه وه چې دغه تخنیک ته داسې نوم ونه کارول شي.

په نړۍ کې صرف یو څو کسان دي چې په دغه تخنیک سره زیږيدلي دي.

دغه موضوع ‌‌‌‌‌‌ډیره نوې لاسته راوړنه ده او په مایتوکاندریا ډي اين اې سره ‌‌‌‌‌‌ډیره کمه څیړنه شوې ده‌، خو څیړنې لا په بیلابیلو برخو کې پهحیواناتو ترسره کیږي.

په کال 2016 کې لومړۍ ماشوم د مایتوکاندریا ډي اين اې تخنیک سره وزیږيده.

ددغه ماشوم مور د یوې آرثي ناروغۍ څخه رنځیده او نه یې غوښتل دغه ناروغي ماشوم ته انتقال شي نو دې پروسه کې یې برخهواخیسته.

چون دې پروسې په آمریکا کې قانوني جواز نه درلود نو دغه کورنۍ اړ شوه چې مکسیکو ته لاړه شي.

په برتانیا کې دا پروسه قانوني جواز لري او نورې څیړنې هم پرې کیږي.

دا آرثي ناروغۍ کوم مشخص  د بدن غړیو پورې اړه نه لري او د سترګو څخه نیولې تر عضلاتو او اعصابو پورې هر غړي کې چېظاهریدلی شي.

په پنځه زره کسانو کې یو کس د مایتوکاندریا ډي ان اې په ناروغۍ اخته وي.

په دغه تخنیک سره یوه ناروغه مور کولی شي روغ ماشوم وزیږوي، دا ټکنالوژي هغه کورنیو سره مرسته کوي چې د کمیافته آرثي ناروغیو په خطر کې دي.

Scroll to Top