(د خپل ځان په اړه پېژندنه له تاسو سره مرسته کوي، څو د خوښيو هغه پړاو ته دننه شئ چې هېڅکله به مو په اړه ورته فکر هم نه ويکړی)
کله چې خپل ځان نه پېژنو، نو د نورو په تقليد لاس پورې کوو، بد احساس کوو او په خپل نفس به مو اعتماد نه وي. د يو دروغ آمېزه ژوندپر مخ بېول، که ژر وي يا وروسته؛ ټولو ته برملا کېږي. هرڅومره چې نادانه، غير عادي او له نورو متفاوته واوسئ؛ نو بيا هم په دې نه ارزيچې خپل ژوند مو د دروغو په مرسته پر مخ يوسئ.
که د نورو انسانانو سره متفاوته هم واوسئ، نو په هغه صورت کې به هم زړه راښکونکي ياست. په حقيقت کې تاسو د همدې تفاوتونو پهاساس، زړه راښکونکی ياست. اصلي خبره دا ده چې په دې پوه شئ چې څه د دې لامل شوي چې تاسو دې متفاوت واوسئ.
دا چې د څه ډول رنګ سره مينه لرئ او يا هم کومه تحصيلي څانګه مو خوښېږي؛ له دې سره مونږ کار نه لرو. د لويو موضوعاتو په اړهخبرې کوو. د خپل ځان پېژندل، د ددې څيزونو څخه لوړ دي، چې تاسو د کوم رنګ سره مينه لرئ، کومه تحصيلي څانګه مو خوښېږي.
د خپل ځان پېژندل، يانې د قدرتونو او کمزوريو، غوښتنو، وېرو، هيلو او امېدونو پېژندل؛ يانې د خپلو ځانګړنو، وړتياو او محدوديتونو سرهاشنا شئ.
څومره مو خپل ځان پېژنئ؟ چمتو ياست چې په دې اړه پوه شئ؟ په دې ليکنه کې به تاسو د دې ۵ ګامونو په لوستلو سره د ځان پېژندنېسره بلد شئ.
۱– خپل شخصيت مو وپېژنئ
د خپل شخصيت پېژندل لومړنی ګام دی. تاسو د خپل ځان په اړه د نورو د نظرياتو ټولګه يا مجموعه لرئ، چې دا د شخصيت يو اړخ دی. همدارنګه خپله هم شخصي اطلاعات يا د هغو مالوماتو يوه ټولګه لرئ چې تاسو د څه ډول شخصيت خاوند ياست، يا هم په يوازيتوب او دخلکو په منځ کې څه ډول شخص ياست.
موضوع دا ده چې خپل شخصيت د دروني او بيروني اړخ نه وپېژنئ، څو په دې پوه شئ چې څه ډول سبک يا بڼه لرئ. په دې بايد پوه شئچې څه د دې لامل کېږي چې تاسو دې د ژوندانه په يوه ځانګړي موقعيت کې د ځانګړې کړنلارې سره غبرګون وښاياست. له خپل ځانهوپوښتئ: (ولې مې دا کړنه ترسره کړه؟) او ورته ته ځواب ورکړئ.
څه ځانګړنې يا خصوصيات لرئ؟
د خپلو ملګرو ترمنځ څرنګه ياست؟ د بېګانه او ناپېژندو ترمنځ څه ډول ياست؟
بېرونۍ نړۍ ستاسو له شخصيته څه ډول انځور لري؟
په ښو او بدو ورځو کې څه ډول غبرګون لرئ؟
بيرونۍ نړۍ ته مو څه ډول غبرګون ښايئ؟
۲– خپل اصلي ارزښتونه وپېژنئ
ستاسو اصلي ارزښتونه، هغه قوانين او اخلاقي اصول دي چې تاسو يې خپل زړه ته نږدې ساتئ. ښايي ستاسو ارزښتونه له اته موردوڅخه ډېر وي، خو اته ارزښتونه؛ ستاسو په پرېکړو نيولو، اغېزو، د ستونزو حل، اړيکو او ژوند کولو کې رغنده رول لري.
د کار او کور په چاپېريال کې او د ژوند په ټولو اړخونو کې، کوم ارزښتونه نشئ کولی چې له پامه يې وغورځوئ؟ دا ټول ستاسو اصليارزښتونه دي.
رښتينولي، رښتيا، امنيت، يا نرموالی؟
نورو ته ژمنتوب، عقلانيت يا زده کړه؟
مالي اسانتيا يا خوش ګذراني؟
آيا وفاداري تاسو ته د ټولو څيزونو په پرتله لومړيتوب لري يا مسؤليت منل؟
نوښت درته مهم دی يا پرمختګ؟
۳– خپل وجود (بدن) مو وپېژنئ
ځواني معمولا د ناپوهۍ سره مله ده. کله مو چې عمر شل کاله وي، نو فکر کوو چې د خپل ځان (وجود) په اړه ښه مالومات لرو، خو پهحقيقت کې داسې نه ده.
تاسو څومره خپل وجود پېژنئ؟ د خپل نفس اخېستلو، وړتياوو، د محدوديتونو تعادل او نرمښت په اړه ترکومې اندازې مالومات لرئ؟ آيا تردې دمه پرته له دې چې امتحان يې کړئ، ويلي مو دي چې: (زما وجود يا بدن نشي کولی دا کړنه ترسره کړي يا زما بدن د دې کار سره نهدی برابر؟).
مخکې له دې چې د شوني او کېدونکو کارونو پر وړاندې دروازه وتړئ، يو ځلې بيا وګورئ او غور وکړئ. صبر وکړئ او پرېږدئ، څو د خپلبدن عجیبې نړۍ سره مو لا صميمي شئ.
۴– خپلې هيلې مو وپېژنئ
ستاسو هيلې او اميدونه ستاسو د راتلونکې لپاره لاره جوړوي. مرسته درسره کوي، ترڅو داسې يو ژوند ولرئ چې په لرلو يې وياړ وکړئ. هيلې مو ډېرې مهمې دي او د څارلو ارزښت لري. په بل هېڅ څه باور مه لرئ.
هڅه وکړئ چې د خپلو هيلو جزئيات او ځانګړنې تحليل کړئ. که علاقه لرئ چې موسيقي پېژندونکی شئ، نو له خپل ځانه وپوښتئ: (کومساز سره مينه لرم؟ غواړم کوم مسلکي پړاو ته ورسېږم؟ او داسې نور…) دومره پکې مخکې لاړ شئ ترڅو د خپلو هيلو د ټولو اړخونو پههکله پوه شئ.
خپلې هيلې او امېدونه د خپل ورځنيو وظايفو يوه برخه وګڼئ. هغه جدي ونيسئ. په هغو کار وکړئ. د دې پرځای چې وشرمېږئ، خجالتوکړئ؛ نو هغه د نورو سره مطرح کړئ.
۵– غوښتنې او هغه څه مو چې نه خوښېږي؛ ويې پېژنئ
څه مو خوښېږي او څه مو نه خوښېږي؟ د دې لپاره چې خپل علايق او هغه څه مو چې نه خوښېږي؛ مشخص يې کړئ، وخت ورکړئ او داکړنه د نورو د نظرياتو په اساس مه ترسره کوئ. خپله مو پرېکړه وکړئ.
د علايقو او هغه څه مو چې نه خوښېږي؛ تعريفول مېړانه او شجاعت غواړي.
که ستړي کوونکو او کسلو کارونو کولو ته دوام ورکړئ او هغه څيزونه چې تاسو ترې خوند اخلئ؛ له پامه وغورځوئ، نو څه چې ياست، يوهبرخه به يې، ستاسو له ياده ووځي.
د خپل ځان په اړه پېژندنه له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو د خوښيو هغه پړاو ته دننه شئ چې هېڅکله به مو په اړه ورته فکر هم نه ويکړی.